No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د سرپرستې کابینې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل هوایي ډګر کې ټولې ستونزې حل شوي او له دې هوایي ‌‌ډګره دې نړۍوالې الوتنې پیل شي.

: ‏گزارش: کام‌ایر بجای خبرنگاران اقارب رییس کام‌ایر را انتقال داده است.

: ‏د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ناروې د بهرنیو چارو له پخواني وزیر او د کډوالو شورا له منشي جان ایګلنډ او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې ټینګار شوی دی چې بشري مرستې باید د سیاست قرباني نه شي.

: ‏د طا.لبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د استازي څوکۍ د دوی حق دی او باید ورکړل شي. نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان ټول ولس د دوی تر شا ولاړ دی او د ټولې سیمې هېوادونه هم له دوی سره دي او مخالفین یې په لاس کې هیڅ هم نه لري.

: ‏د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني فیسبوک پاڼه هک شوې ده. د اشرف غني پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې د نوموړي فیسبوک پاڼه هک شوې ده او کوم معلومات چې له پرون ورځې راهیسې د هغه پر پاڼه خپاره شوي دي په ده پورې اړه نه لري او د اعتبار وړ نه دي.

: ‏ترکیې افغانستان ته د درې سووه تحصیلي بورسیو د ورکړې ژمنه کړې ده. د راپورونو له مخې په کابل کې د ترکیې سفیر د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره کتلي دي او ژمنه یې کړې چې د روان کال د کانکور د عمومي اولنمره سلګۍ باران په ګډون به شاوخوا ۳۰۰ افغان ځوانانو ته تحصیلې بورسیې ورکوي.

: ‏فراه کې د فراه رود ولسوالۍ او فراه د مرکز ترمنځ د غځېدلي سړک د ورانو شوو برخو بیا رغونه پيل شوې. د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې د بیا رغونې چارې پیل کړې دي او لا به چټکې کړل شي. ددوی په خبره د ځایي خلکو او سوداګرو د تګ راتګ ستونزې به په بشپړه توګه حل کړل شي.

: ‏د ماشومانو د خوندیتوب یا (Save The Children) نړیوالې موسسې ویلي چې د کندهار د مرکز په ګډون به په ټولو ولسوالیو کې خپل خدمات پراخ کړي. ددغه موسسې عمومي مسوول د کندهار له والي محمد یوسف وفا سره کتلي دي او د خدماتو د پراختیا ژمنه یې کړې ده.

: ‏‏د رويټرز آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو په کلنۍ ناسته کې به نن د افغانستان په استازولۍ هیڅوک وینا ونه کړي، له دې مخکې داسې راپورونه وو چې غلام محمد اسحاقزۍ به نن د افغانستان په استازولۍ وینا اوروي.

: ‏طالبان تاجیکستان را به مداخله در امور داخلی خود متهم کرد.

عبدالغنی برادر، معاون نخست‌وزیر دولت موقت طالبان در افغانستان طی مصاحبه با شبکه تلویزیونی «الجزیره» تاجیکستان را به مداخله در امور داخلی افغانستان متهم کرده و گفت که هر اقدام پاسخی دارد.

: ‏چاووش‌اوغلو: جهان ترک تاثیرات تحولات افغانستان را بیش از سایر کشورها احساس می‌کند.

: ‏تاکید چاووش‌اوغلو بر ضرورت تشکیل دولت فراگیر در افغانستان.

: ‏په یمن کې په تازه نښتو کې پنځوس کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې د یمن د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ د مارب ښار پر سر سخت جګړه روانه ده او په تېرو څلوېښتو ساعتونو کې پنځوس کسه په دې جګړه کې وژل شوي دي.

: ‏ترکیې د امریکا له خبرداري سره سره ټینګار کړی چې له روسیې به دویم دفاعي سیستم هم پېري. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تازه مرکه کې ویلي چې دوی یو مستقل هېواد دی او د خپل ځان د ساتنې لپاره په هر اقدام لاس پورې کولی شي.

: ‏ملګري ملتونه وایي د نجونو تعلیم او زده کړې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره باید اساسي شرط وي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمنه محمد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او نورو بشري حقونو سخت ملاتړ کوي او په دې برخه کې جدي دي.

: ‏امریکا دې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه نړیوالې ټولنې ته ځواب ووايي. د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو شنونکو، د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو  یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې تېره شل کلنه جګړه کې امریکا په ځلونو په افغانستان کې بشري حقونه نقض کړي.

: ‏په غزه کې د اسراییلي عسکرو په عملیاتو کې پنځه فلسطینیان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې په غزه کې اسراییلي عسکرو د ځینو کسانو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي وو، چې په دې لړ کې نښته رامنځ ته شوې او پنځه فلسطینیان وژل شوي دي. په نښته کې دغه راز دوه اسراییلي عسکر هم سخت ټپیان شوي.

: ‏قرغزستان وایي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت له دوام سره همکاري کوي. د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر روسلان کزاکبایف د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په سیمه کې ددغه ادارې له ماموریت سره همکاري کوي.

: ‏د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا له افغانستان سره پر روغتیايي مرستو ټینګار کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو رسنیو ته ویلي چې افغانستان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري او د روغتیا نړیواله اداره دې ته تیاره ده چې دغه مرستې برابرې کړي.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې امریکا باید د افغانستان په څېر خپل سرتېري له عراق او سوریې هم وباسي. اردوغان ویلي، که چېرته غواړو ټوله نړۍ سوله او ثبات ته ورسېږي نو ټولو ته باید اجازه ورکړل شي چې د خپل هېواد چارې په خپلواکه توګه په خپله پر مخ بوځي.

: ‏د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ډي مایو ویلي چې د اوس لپاره د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل ناممکن دي.ډي مایو ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې بودجه په افغانانو پورې اړه لري او له اقتصادي بحرانه د افغانانو د ایستلو لپاره په کار ده چې دا پیسې بېرته افغانستان ته وګرځول شي.

: ‏یو شمېر کسانو په بلجیم کې د افغانستان پر سفارت یرغل کړی دی او په زور یاد سفارت ته ننوتلي دي. په بروکسل کې د افغان سفارت د معلوماتو له مخې،دې ۶کسانو له رخصتۍ څخه په استفادې د سفارت ساتونکی تړلی او دوی سفارت ته دننه شوي دي.یرغلګر د پولیسو له لوري نیول شوي او اوسمهال په توقیف کې دي.

: ‏د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وایي، ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره پر افغانستان او سوریې خبرې وکړي.پیسکوف نن ویلي چې دا ناسته به په نږدې ورځو کې په سوچي کې ترسره شي او مهمه اجنډا یې د افغانستان او سوریې پر وروستي وضعیت خبرې اترې دي.

: ‏نتایج ابتدایی انتخابات پارلمانی آلمان نشان می‌دهد که حزب سوسیال دموکرات دو در صد از حزب دموکرات مسیحی پیشتاز است و در آستانه پیروزی قرار دارد. اما حزب سوسیال دموکرات به تنهایی نمی‌تواند دولت آینده را در این کشور تشکیل دهد و نیاز دارد با احزاب دیگر ائتلاف کند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک