مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، ډير ژر به د بانکي نظام د پراختیا لپاره اساسي ګامونه پورته شي.
نوموړي تیره ورځ د افغانستان بانک، مالیې او سوداګرۍ وزارت له مسوولانو سره یو ځای افغان سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې د بانکي سیتسم په برخه کې شته ستونزې به ژر حل شي.
هغه ویلي، هڅه کوي چې د هېواد اقتصادي څرخ په حرکت راوستل او اقتصادي ستونزې حل شي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مشرې دیبورا لاینز سره کتنه کې افغانستان ته د بشري مرستو پر جذب او د یوداسې تول شموله حکومت پر رامنځته کیدو پر اهمیت ټینګار کړی چې له سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې ولري.
✒: کوټه کې یو افغان ډګروال د نا معلومو کسانو له خوا تښتول شوی او تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.
یو شمېر سرچینې او د افغانستان قونسلګري وايي، د افغانستان امنیتي ځواکونو یو ډګروال سردار محمد هوتک څو ورځې وړاندې د کوټې له منان څلور لارې تښتول شوی او تر دې دمه يې برخلیک نه دی معلوم.
✒: قاري سعید خوستی د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو د رییس په توګه وټاکل شو.
د نوموړي د معرفي کېدو غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر رییس مولوي زین الله عابر، د ستراتیژیکو اړیکو رییس مولوي عبدالحکیم حمدي او همداراز د یاد ریاست کارکوونکو ګډون درلود.
✒: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، چې د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي نن په کابل کې د چین له سفیر وانګ يي سره کتلي.
بلخي وايي، دې کتنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او افغانستان سره د چین د بشرپالو مرستو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
✒: امیرخان متقی، سرپرست وزارت امور خارجه امروز با سفیر کازاخستان در کابل دیدار و در باره همکاریهای تجارتی میان دو کشور گفتوگو کردهاست.
✒: تیم کرکت زیر ۱۹ سال کشور در بازی چهار روزه تیم کرکت زیر ۱۹ سال بنگله دیش را شکت داد. بورد کرکت کشور میگوید که ملی پوشان کشور با تفاوت سه ویکت تیم بنگله دیش را مغلوب ساخت.
✒: بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، کابل نړیوال هوایي ډګر هر ډول کورنیو او بهرنیو پروازونو ته چمتو دی او د افغانستان نوی حکومت ټولو هوایې شرکتونو ته د خپلې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوې او د ټولو شرکتونو او هیوادونو څخه تمه لري د پخوا په څیر خپل پروازونه پیل کړي.
✒: د ارزګان اوسېدونکي غواړي چې په دغه ولایت کې په بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي ماینونه و ایستل شي. دوی وایي په تېره شل کلنه جګړه کې په دغه ولایت کې ګڼ ماینونه ځای پر ځای شوي، چې که و نه ایستل شي نو ددې احتمال شته چې د عامو وګړو ژوند له خطرونو سره مخ کړي.
✒: کونړ ولایت کې نن سهار یو تن د طالبانو له لورې وژل شوی.
دغه کس، چې له څو ورځو راهیسې طالبانو سره په امنیه قوماندانۍ کې بندي و، نن سهار وژل شوی.
ځايي خلک وایي، طالبانو ورته ویلي، یاد کس یې ځکه وژلی چې د تېښتې هڅه یې کړې وه.
ځایي سرچینې وایي، دغه کس ډېرې ورځې طالبانو سره د کونړ په امنیه قوماندانۍ کې بندي و.
اوس خلکو د یاد کس جسد د کونړ ولایت قوماندانۍ مخې ته راوړی او له اسلامي امارت انصاف غواړي، تر څو هغه کس ونیسي او سزا ورکړي، چې یاد کس یې په ډزو وژلی دی.
✒: بلوڅ بېلتون پالو په ګواډر کې د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح یوه لویه مجسمه نړولې او بیا یې سوځولې ده.
د پاکستان حکومت وايي ددې پېښې عاملین به نیسي او سزا به ورکوي.
✒: اسرائیل امسال 652 بار حقوق خبرنگاران فلسطینی را نقض کرده است.
✒: بلومبرګ ویلي چې تیر اګست کې،کام اییر شرکت ته دنده سپارل شوې وه چې،د یوه ځانګړي پرواز په ترڅ کې له افغانستان څخه ۱۵۵تنه خبربالان او مدني فعالان له کابل څخه د امریکا په هدف ابوظبۍ ته ولیږدوي،خو د کام اییر شرکت رییس د خبریالانو او مدني فعالانو پر ځای د خپلې کورنۍ اکثریت غړي لیږدولي.
✒: هند وایي هېڅ هېواد دې د افغانستان له وضعیت ناوړه ګټه نه اخلي. د هند لومړي وزیر نریندا مودي په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې ستر تحولات رامنځ ته شوي خو د سیمې ځېنې هېوادونه هڅه کوي د افغانستان له وضعیت او ددغه هېواد له خاورې د خپلو ګټو لپاره استفاده وکړي.
✒: البانیا وایي نړیوال دې دا ځل افغانان په یوه څلورلارې کې نه پرېږدي. د البانیا لومړي وزیر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي د نړیوالو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد ته یو ځل بیا تیارې راوګرځي.
✒: د راپورونو له مخې د پاکستان ملیشه ځواکونه په بلوچستان کې عملیاتو ته روان وو، چې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی ماین ورباندې چاودلی دی. په پېښه کې څلور عسکر وژل شوي او د یوه لوړپوړي افسر په ګډون درې نور ټپیان دي.
✒: د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي په افغانستان کې نظامي ماموریت د امریکا د تاریخ تر ټولو شرموونکې پېښه وه. هغه یو ځل بیا پر بایډن نیوکه کړې چې د ناسم مدیریت له امله یې د تخلیې په ماموریت کې دیارلس امریکایي عسکر وژل شوي دي.
✒: ناروې کې د کډوالو شورا عمومي منشي جان ایګلنډ نن کابل ته راغلی دی. نوموړي ویلي، دا سمه ده چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده خو په خبره یې، اقتصادي بحران، وچکالي او کورني بې ځایه شوي هغه څه دي چې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي او دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د روان میلادي کال له پیله بیا د نوي حکومت تر راتلو پورې ۶ لکه او ۳۴ زره او ۸۰۰ افغانان له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ شوي او د د دغو بې ځایه شویو لویه برخه اوس هم د لوږې او وچکالۍ له امله خپلو سیمو ته بېرته نه دي تللي.
✒: د ایران د ختیځ ازربایجان په اهر سیمه کې په یو ښوونځي کې پر پنځو زده کوونکو جنسي تېری شوی دی.ایران کې د ټولنیزو رسنیو فعالانو ویلي چې ایراني حکومت تر اوسه پورې په دې اړه جدي پلټنې نه دي کړې او دې ته ورته موضوعات چې ورسره شریک شوي ډېر سطحي یې بللي دي.
✒: جرمني کې پارلماني ټاکنې روانې دي، چې د لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ځای ناستی/ځای ناستې به پهکې ټاکل کېږي.
د مرکل څوکۍ ته درې کسان نوماندان دي.
مرکل پرون په یوه ټاکنیزه غونډه کې له محافظه کار نوماند اغمین لاشیت سره یوځای شوه.
جرمني کې ۶۰ میلیونو خلک د رایې اچونې په شرایطو برابر دي.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ددغه هیواد یوې رسنۍ ته ویلي چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د جي ۲۰ هیوادونو سرمشریزه جوړه شي.
د ټاس خبري اژانس د رپوټ له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سرګي ورشینین ویلي چې دغه ناسته به د سپټمبر په ۲۸ نیټه جوړه شي.
ورشینین د ناستې د تاریخ په اړه ویلي چې ټاکل شوې دغه ناسته د سپټمبر په ۲۸ نیټه جوړه شي.
✒: مسکو وایي، تر دا مهاله د طالبانو حکومت د رسمیت پيژندنې په اړه بحث نه دی شوی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډۍ په څنډه کې وویل په اوس وخت کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په موضوع باندې بحث نه دی شوی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د امریکا او ناټو پوځیان له افغانستان څخه په بېړه ووتل او د عواقبو په هکله یې فکر ونه کړ.
هغه زیاته کړه باید ډاډ ترلاسه شي چې په افغانستان کې له دوي څخه پاتې شوې وسلې د تخریبي کارونو لپاره ونه کارول شي.
ښاغلي لاوروف وویل د روسیې لپاره لومړنی لومړیتوب د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د افراطیت د خپریدو مخنیوی دی او هم د افغانستان په خاوره کې ورته د ترهګرۍ د ګواښ شتون د منلو نه دی.
