No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏طالبانو نن په هرات ولایت کې د څلورو کسانو اختطاف کوونکو جسدونه چې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي ؤ، را وځړول. سیمه ییزې سرچینې وايي چې دا جسدونه د هرات ښار په څلورو مختلفو برخو کې را ځړول شوي دي.

: ‏ننګرهار ولایت کې چاودنه شوې او له امله یې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې.

د ننگرهار سیمه‌ییز چارواکي وایي نن سهار ولایت مقام ته نږدې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو چاودنه شوې، خو تر اوسه د چاودنې نوعیت معلوم نه دی.

عیني شاهدانو ویلي، چې د چاودنې له امله مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې ده.

: ‏د سرپرستې کابینې د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا د مالیې وزارت د هغو دوو سندونو د صادرولو هرکلی کړی، چې له مخې یې افغانستان ته د بشري مرستو رسول اسانېږي.

: ‏د ا.ا.ا فرهنګي مرستیال او ویاند ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو له عمومي منشي او د بیلو هېوادونو له مشرانو سره تماس نیولی دی او په خبره یې ژر به یو شمېر هېوادونه د ا.ا.ا په رسمیت وپېژني.

: ‏کرنې وزارت ویلي چې د اي‌اچ‌اچ په نامه یوې ترکي موسسې له افغانستان سره د غنمو د ۱۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخم مرسته کړې ده. د یاد وزارت په خبره، ټاکل شوې دا مرسته تر یوې میاشتې پورې افغانستان ته را ورسېږي او پر بزګرانو ووېشل شي.

: ‏پر ټولنیزو رسنیو د یوې آنلاین خپرې شوې سروې په پایله کې،۹۵سلنه رایه ورکوونکو د وروستیو سیاسي تحولاتو په ترڅ کې د افغانستان د پارلمان پر دروازو تړل کیدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې چې تیرو شلو کلونو کې افغان پارلمان له فساد او مافیایي کړنو پرته افغانانو ته کومه هوسایي نه ده راوړې.

: ‏کابل امنیه قومنداني کې یو لوړ رتبه چارواکی وایي چې تیره یوه میاشت کې یې کابل ښار کې د شراب پلورلو تر دوه سوه زیاتې هټۍ تړلې او تر دوه نیم سوه زیات د شرابو ستر او واړه کاروباریان یې نیولي دي، مسولین وایي په همدې تړاو د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې شپه او ورځ زمونږ عملیات دوام لري.

: ‏وزارت امور خارجه کشور: «از اثر مساعی وزارت امور خارجه کشور و مذاکره و مفاهمه به خاطر حل مشکلات صادرات میوه جات تازه کشور، جمهوری اسلامی پاکستان ۱۷٪ تکس وضع شده (Sale Tax) را که از مدتی قبل به اینسو بالای میوه جات تازه افغانستان وضع کرده بود، از تاریخ ۲۴ سپتامبر ۲۰۲۱ معاف نمود.

: ‏ننګرهار - نن له غرمې مخکې د جلال اباد ښار نارنج باغ سیمه کې د شوکاڼي اتحادیې دفتر ته د نامالومه کسانو له لوري لاسي بمونه ور غورځول شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله يو کس وژل شوى او اوه نور ټپيان شوي وو.

: ‏ذبیح الله مجاهد: ټول توزیع شوي پاسپورتونه او تذکرې اعتبار لري، خو ممکن راتلونکې کې به په توزیع کېدونکو اسنادو کې د دولت نوم اسلامي امارت وي.

: ‏امریکا افغانستان سره د مالي سازمانونو نړیوال بانک، آسیا پراختیایې بانک، اسلامي پراختیا بانک،د امریکا مرسته کوونکو ادارو او نورو ډیرو مالي ادارو ته په مشروط ډول اجازه ورکړه چې افغانستان سره مالي راکړې ورکړې پیل کړي.

: ‏د بریتانیا د رسمي ارقامو له مخې، د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو له لوري د ۲۸۹ ملکي وګړو د وژلو تاوان ورکړی دی. د بریتانیا د دفاع وزارت اسناد ښيي چې په وژل شویو کسانو کې ۱۶ ماشومان هم شامل دي.

: ‏روسیه وايي چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر غوره بولي چې په افغانستان کې د طالبانو اقدامات په ځیر وڅاري. د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف دا خبره د رسنیو د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا روسیه غواړي په افغانستان کې د نویو چارواکو کوم استازي ته د مسکو بلنه ورکړي.

: د هند لومړي وزیر نریندا مودي په امریکا کې له ولسمشر بایډن سره کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. مودي وايي امریکا، هند او ځینو نورو هېوادونو هوکړه کړې چې په ګډه به د پاکستان فعالیتونه په هر اړخیزه او دقیقه توګه څېړل کېږي.

: ‏پاکستان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په بشري او اقتصادي مرستو سره په افغانستان کې دایمي ثبات حفظ کړي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم او حیاتي دی او د نړیوالې تولنې او ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې دې مسئلې ته متوجه وي.

: ‏برېټانوۍ ډيلي مېل ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي امریکايي چارواکي په دې لټه کې دي چې په تېرو شلو کلونو کې له دغه هېواد سره د افغانستان په تړاو د پاکستان پر همکاریو او یا لوبو بیا کتنه وکړي. سرچینه وایي ددې احتمال شته چې پاکستان او امریکا د افغانستان پر سر سره مخامخ شي.

: ‏د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي انتونیو ګوترش او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر افغانستان خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې دواړو لوریو افغانستان ته د بشري مرستو پر ژر رسولو او په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ژر قبلېدو ټینګار کړی دی.

: ‏د ناټو عمومي منشي وایي، د یاد سازمان غړي هیوادونه باید چمتو وي چې د اړتیا پرمهال او یاهم که برید پرې وشي،افغانستان کې بیا ځواک وکاروي.

نوموړي له فارین پالیسي نشریې سره په مرکه کې ویلي،افغانستان کې د ځواک کارولو ته باید چمتو وو، خو د جګړې پیل د جنګ له پای ته رسولو اسانه دی.

‏هغه ویلي چې په افغانستان کې د یاد سازمان شل کلن ماموریت بریالی و او په تیرو دوو لسیزو کې د یاد سازمان پر غړو هیوادونو هیڅ برید نه دی شوی.

نوموړي ویلي ناټو او متحدین یې باید له سیاسي،اقتصادي او ډیپلوماتیکو فشارونو څخه په استفادې طالبان اړ کړي چې پرخپلو ژمنو عمل وکړي.

: ‏د امریکا دفاع وزارت وایي دوی په افغانستان کې د ترورستان پرضد د بریدونو لپاره له طالبانو اجازه نه اخلي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، چې امریکا په افغانستان کې د هوایي بریدونو لپاره لازم امکانات په اختیار کې لري خو ددې بریدونو لپاره به طالبانو سره همغږي ونه کړي.

: ‏د امریکا، استرالیا، هند او جاپان مشرانو د سیمې د امنیت په اړه په یوه ګډه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان په اړه به خپل سیاستونه همغږي کړي.

دوی ویلي، چې د افغانستان په اړه به دیپلوماتیک، اقتصادي او بشري حقونو برخه کې خپل سیاستونه همغږي کړي.

: ‏د پاکستان صدراعظم وایي د طالبانو د اوسني حکومت پروړاندې د امریکا سخت دریځ غیر ضروری دی.

عمران خان نیوزویک مجلې سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان کېدای شي د سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان واوسي او پاکستان لېواله دی چې د ترورېزم پر ضد امریکا سره همکاري ولري.

: ‏د پاکستان حکومتي او پوځي مشرانو د افغانستان په اړه خپلمنځني ناسته کړې.

په دې مجلس کې د استخباراتي ادارې ( آی ایس آی) رییس د سیمې ځانګړې توګه افغانستان په اړه د پاکستان صدراعظم عمران خان، د پوځ مشر قمر جاوید باجوه او نورو لوړ پوړو حکومتي او پوځي چارواکو ته معلومات ورکړي دي.

‏د پاکستان د صدراعظم دفتر وایي، چې دغه مجلس د ( آی ایس آی) په مرکز کې شوی او د پاکستان صدراعظم او د هغه یوشمېر وزیران دغه مرکز ته ورغلِ او مجلس کې د پوځ د ځمکني، او هوایي قواوو مشران هم موجود وو.

: ‏د روسیې د بهرنیو استخباراتو رییس وايي امریکا د افغانستان د وضعیت په تړاو په هر څه پوهیده خو نه یې غوښتل ددې حقیقت په تړاو څه ووايي.

نوموړي ویلي دی باوري دی چې د کابل تر سقوط مخکې د امریکا رهبري افغانستان کې په هرڅه خبره وه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک