ترکیه د افغانستان په اړه د بیړنۍ غونډې کوربه توب کوي
د ترکي ژبو هیوادونو شورا د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه بیړنۍ غونډه کوي.
انقره د افغانستان په اړه د ډیپلوماسۍ ترافیک ته دوام ورکوي.
د ترکي ژبو هیوادونو شورا د ترکیې په بلنه د افغانستان په اړه بیړنۍ غونډه جوړوي.
دا غونډه به د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه د دوشنبې په ورځ په استانبول ښار کې جوړه شي. په غونډه کې به د ترکي ژبو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.
د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه د دوشنبې پر ورځ به په استانبول کې د ترکي ژبو هیوادونو شورا د بهرنیو چارو وزیرانو د بیړنۍ غونډې کوربه توب وکړي.
پدې غونډه کې به د افغانستان په وروستیو پرمختګونو او روان وضعیت په اړه خبرې او تبادل د نظر وشي.
پدې غونډه کې به د ترکیې سربیره د اذربایجان، قزاقستان، قیرغیزستان، اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیرانو ګډون وکړي. همداشان پدې غونډه کې به د هنګري هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ناظر هیواد په توګه ګډون وکړي.
چاووش اوغلو به ددې غونډې په چوکاټ کې د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو جلا جلا غونډې هم وکړي.
