د خطر زنګ
دوکتور عمر عماد
که داسی فرض کړو چه یو څوک کوم ځای ته د رسیدلو هوډ وکړی ، خو لاره د اغزیو او ماتو شیشو او حتی د سکروټو او نور ستونزو نه ډکه وی ، لوږه او تنده هم ښه پریمانه پکی وی ...، سړی په داسی حال کی چه له پښو یی وینی څاڅی ، او سوځی ، او له لوږی او تندی هم ښه کړیږی ... ، خو بیا هم دا ټولی ستونزی په پوره میړانه ، صبر او متانت وګالی او په پای کی خپل منزل مقصود ته ورسیږی .
بیا باید له هماغه ځایه یو امانت پیټی بل ځای ته ورسوی ، خو دا پیټی دومره دروند وی چه عادی انسان یی له وړلو عاجز او ناتوانه وی ، لکن هماغلته داسی خلک راپیدا شی چه دده سره مرستی ته تیار وی او ورته وایی چه دا بار دی چه ته څومره وړلای شی هغومره یی ستا ، دا پاتی لږ لږ پر مونږ وویشه چه درسره یی یو سو ، ستا نه به سپک شی ، او مونږ پری نه درنیږو ، خو دی پدی ټولو بد ګومانه او بی اعتباره وی چه ګوندی ځما مال ته یی سترګی نیولی دی ، او د ځان سره وایی چه ما خو هغه بل وار دومره کړاونه وګالل او خپل منزل مقصدو ته ورسیدلم ، دا ځل خو لاره بیخی پاکه ده نو دا پیټی به څنګه نشم وړای ؟!
تاسی ددی سړی په دی تصور ، کی څه وایئ ؟ او څه مشوره ورکوئ چه باید څه وکړی :
آیا ددغی بار کمه برخه دی په هغی نورو خلکو وویشی او ځان ته دی دومره پریږدی چه دی یی د وړلو توان لری، ولو که ددی ضعیف - بلکه د نیست سره برابر- احتمال موجود وی چه هغه خلک دی رښتیا هم غله وی ؟
او که نه باید په خپل قوت او پخوانئ تجربی غره ، سر زوری وکړی او دی دروند پیټی ته اوږه ورکړی ، خو ددی ډیر قوی – بلکه اکید - احتمال وی چه یو څه مسافه به په کجل کجل قدمونو پری کړی ، خو آخر به یو ځای کی را پریوځی، او د بار خورا ارزښتناکه محتوی به هم ارغئ ترغئ او تالا والا شی ؟
زه خو وایم چه باید اول احتمال ته ترجیح ورکړی، او یوه کمه برخه یی په هغه نورو وویشی ، ولو که ددی ناچیز احتمال موجود وی چه هغه دی غلا او ورک شی، دا به ددی نه غوره وی چه د دروند پیټی لاندی د څملاستلو اود ټول مال د ضائع کیدلو قوی خطر سره ځان مخامخ کړی . په عربی ژبه کی يوه مشهوره خبره ده چه : (ما لا يُدرَك كلُّه، لا يُترَك كلُّه, او جُلَّه) یعنی چه یو شی ټول نه تر لاسه کیږی نو ټول – او یا ډیره برخه یی – پریښودل کیږی هم نه .
نو بنا پردی :
څرنګه چه دوطن جوړونی – په تیره بیا د اوسنی افغانستان په شان وطن – ډیر ډیر دروند بار دی ، چه قطعا او په ټوله معنی یی یوه ډله له پورته کولو بی وسی او ناتوانه ده .
د اسلام لار ښوونه ، او د عقل غوښتنه او ددی وران او ویجاړ هیواد او ددی زوریدلی او کړیدلی ولس مصلحت او ګټه دا ده چه یو پر بل اعتماد وشی ، د نورو په اسلامیت او صداقت او امانت تر هغی پوری باور وشی تر څو چه ددی خلاف نه وی لیدل شوی .
ددی کار- که نور هیڅ نه وی - ښکاره ګټه دا ده چه سبا به د نن په شان( هو ، د نن په شان ) د ټولو سلبیاتو پړه یو جهت ته نه راجع کیږی ، او د نیوکو ګوته به د نن په څیر یوازی یوی خوا ته نه نیول کیږی .
شک ، بد ګومانی او ناباوری برسیره پردی چه شرعا مذموم دی ، ډیر ځله د پریوتولو اوستر ناورین لامل ګرځی .
