مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: په کابل کې سلګونو کسانو له امریکا او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پيسې راخلاصې کړي ترڅو په هېواد کې د لا ډېرې بېوزلۍ او لوږې مخه ونيول شي.
✒: د ح ا افغانستان معزز رهبر چې د سترګو د عملیاتو په خاطر له هېواده بهر سفر درلود، لله الحمد نن د کامیابې درملنې وروسته په خیر د هېواد پلازمېنې کابل ته راستون شو.
✒: د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند، فارم هډي سیمه کې نن سهار دري جسدونه موندل شوي دي.
لار روښانه نه ده چې وژل شوي څوک دي او د چا له خوا وژل شوي دي.
تیره ورځ هم د بهسودو ولسوالۍ اړوند اخند زاده صیب سیمه کې څلور جسدونه موندل شوي وو.
✒: د دفاع وزارت سرپرست طالبانو ته ویلي چې عمومي بخښنه رعایت کړي.
✒: انتقاد شهروندان از بسته ماندن ریاست پاسپورت.
✒: باشندهگان محل در ولسوالی شلطن ولایت کنر میگویند که از اثر انفجار یک گلوله منفجر ناشده در این ولسوالی سه کودک جان باختند و سه کودک دیگر زخم برداشتند. مسوولان شفاخانه کنر تأیید میکنند که سه کودک زخمی از محل رویداد به شفاخانه انتقال داده شدهاند.
✒: د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزير امیرخان متقي او ورسره مل پلاوی نن خوست ولایت ته تللی. نوموړی به په دغه سفر کې د خوست له والي محمد نبي عمري سره په ياد ولایت کې پر یو شمېر موضوعاتو خبرې اترې ولري.
✒: پوهنې وزارت وايي، تر دا مهاله د ښځینه ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پیل په اړه پریکړه نده شوې او په وینا یې د بیا پرانیستلو پر طرحه کار روان دی. په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ټاکل شوې د ښځینه زده کوونکو ښوونځي سبا پيل شي.
✒: چارواکي: پکتیا کې تېره یوه میاشت د بېلابېلو جرمونو په تور ۶۰ کسان نیول شوي.
✒: گوترش: 3 میلیارد نفر از مردم جهان به تغذیه سالم دسترسی ندارند.
آنتونیو گوترش دبیرکل سازمان_ملل متحد در نشست غذا در حاشیه هفتاد و ششمین مجمع عمومی این سازمان گفت: 3 میلیارد نفر از مردم جهان به تغذیه سالم دسترسی ندارند.
✒: اردوغان: (آمریکا) به عنوان دو کشور عضو ناتو ما باید در جایگاه بسیار متفاوتی باشیم.
انتظارات من از آقای پوتین بسیار متفاوت است. زیرا متاسفانه رژیم سوریه تهدیدی برای ما در جنوب کشورمان به شمار میرود.
از آقای پوتین یا بهتر بگویم روسیه، انتظار رویکردهای متفاوتی به عنوان یک شرط همبستگی داریم. ما باید این مبارزه را نیز در جنوب (ترکیه) با هم انجام دهیم.
متاسفانه رژیم سوریه تهدیدی در مرزهای جنوبی کشورمان ایجاد میکند.
✒: د ایران ولسمشر رییسي: د امریکا له لوري پر ایران لګول شوي بندیزونه د جګړې نښه ده.
✒: د امریکا متحده ایالاتونو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې سره کتلي دي،امریکایي رسنۍ وایي دواړو لورو په پاکستان کې پر وروستي خرابیدونکي امنیتي وضعیت او افغانستان کې پر تازه سیاسي تحولاتو خبرې کړې دي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ایران اټومي موافقې ته د تهران او واشنګټن د بېرته ستنېدو لپاره له ډیپلوماتیکو لارو پر کار اخیستو ټینګار کړی.
✒: د روغتیا سازمان مشر تدروس ادهانوم په افغانستان کې د شرې او نسناستي ناروغیو د مواردو د زیاتوالي او د ماشومانو د خوارځواکۍ او د ګوزڼ ناروغۍ پيښو د زیاتیدو خبرداری ورکړی.
✒: ټاکل شوې ده چې د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز راتلونکې اوونۍ د افغانستان د حکومت د پرځېدو په اړه د سنا جرګې استماعیه غونډې ته حاضر شي.
✒: د افغانستان د بیارغونې لپاره د څار امریکايي بنسټ يا سيګار ويلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې چې څومره پيسې افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره لګول شوي، په نتيجه کې يې د نشه يي توکو کښت، توليد او قاچاق نه دی کم شوی.
✒: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې که طالبان په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړ کړي، دوی به ورسره همکاري وکړي.
✒: د هند صدراعظم نریندرا مودي د امریکا د ولسمشر له مرستیالې کامله هاریس سره د افغانستان په اړه خبرې کړې. د هندوستان اینډیا ټوډې ورځپاڼې د دې لیدنې یوازې خبر خپور کړی او نور جزیات یې په دې اړه نه دي ورکړي.
✒: ملګري ملتونه د افغانستان روغتیا برخې سره ۴۵ میلیونه ډالر مرسته کوي.
