مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: راپورونه وایي چي متحده عرب اماراتو پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د مطبوعاتو له استفادې منع کړی دی.
✒: د افغانستان د پوهنتونونو اتحادیې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اکاډمیک مرکزونه دې له سیاسي مسائیلو لرې وساتل شي.
دوی وایي، چې حکومتدارۍ کې د ښه مدیریت پخاطر د وزارتونو لپاره د سیاسي او نورو مسائیلو په اساس کسان غوره کیږي، خو اکاډمیک مرکزونه له دې امر څخه مستثنی دي.
د پوهنتونونو اتحادیه وایي پوهنتونونه، د لوړو زده کړو موسسو او نورو اکاډمیکو بستونو لپاره مسلکي، متخصص او لوړو تحصیلاتو لرونکي کسان ټاکل کیږي، خو د افغانستان ا.ا له خوا برعکس اقدامات شوې دي.
د پوهنتونونو اتحادیې غوښتنه کړې، څو د پوهنتونونو حیثیت د ساتلو لپاره له سیاسي تمایلاتو پرته پر شرایطو برابر کسان معرفي کړي.
دوی د افغانستان د پوهنتونو ټولو استادانو ته خبر ورکړی، که د ا.ا.ا تر یوې اونۍ پر خپلو پریکړو له سره کتنه ونه کړي د اتحادیې راتلونکي تصمیم ته دې په تمه اوسي.
✒: د ننګرهار سیمهییز چارواکي وایي، چې نن سهار په بهسودو ولسوالۍ کې پینځه مړي موندل شوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس د مړو موندل مني، خو د مړو شویو سړو د هویت او د مړینې د څرنګوالي په اړه یې څه نه وایي.
✒: د سرپرستې کابینې د وزیرانو د مشر مرستیال عبدالسلام حنفي:"چاته اجازه نه ورکوو، چې سمتپالنه او قومپالنه وکړي."
"پرون د کابینې غونډه کې، یوه کمېسیون ته دنده ورکړل شوې، چې کابل کې د امنیت ټینګښټ لپاره شپه او ورځ کار وکړي."
"د دولتي مامورینو د معاشونو ستونزه به حل شي."
✒: امیر خان متقی، سرپرست وزارت خارجه در مراسم معرفی سرپرست وزارت تجارت میگوید که آنها خواهان روابط خوب با کشورهای جهان است.
✒: افغان ورځپاڼو خپل فعالیت درولی او انلاین خبرونه خپروي.
✒: د ا.ا.ا د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب پر خپلو ځواکونو غږ کړی دی چې د ا.ا له لوري دې اعلان شوې عفوه جدي ونیسي او هچاته دې زیان نه رسوي.
✒: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن د قرغزستان د ولسمشر له امنیتي مرستیال او د بهرنۍ پالیسۍ څانګي له مشر سره کتلي او په دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړې دي.
✒: د اوبو او برښنا نوي سرپرست وزیر عبدالطیف منصور د کمال خان او کجکي بند د جوړوونکو شرکتونو له استازو سره کتلي او د راتلونکې لپاره یې په ګډو هڅو او همکاریو خبرې کړې دي.
✒: فوایید عامې وزارت اعلان کړی او ویلي یې چې ددغه وزارت د نوي مشرتابه له خوا د سالنګ پر لویه لار د دیرش کیلو متره سړک جوړولو چارې رسماً افتتاح شوې چې ۵۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
✒: د افغانستان د ملي پراختیا شرکت له خوا د هرات د ستر تاریخي جومات د مرمت او بیارغونې کارونه،د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ بیرته له سره پیل شول.
✒: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال راميز الاکبروف د ا،ا،ا د مالیې له سرپرست وزیر هدایت الله بدري سره په لیدنه کې ویلي چې،ټوله نړۍ پر دې اعتراف کوي چې د طالبانو په مشرۍ نوی افغان حکومت فاسد نه دی.
✒: په ننګرهار کې د زیتونو حاصلات څو چنده ډېر شوي دي. په ننګرهار کې د زیتونو د پروسس یوه شرکت رسنیو ته ویلي چې د زیتونو حاصلات ډېر شوي او تر هغه څه چې تصور کېده څو برابره یې په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.
✒: وزیر خارجه ایران دعوت رئیسی از اردوغان برای سفر به تهران را ابلاغ کرد.
✒: مراسم اهدای جایزه نوبل به دلیل شیوع کرونا برگزار نمیشود.
بنیاد جایزه نوبل با انتشار بیانیهای اعلام کرد که مراسم اهدای جوایز امسال این بنیاد نیز به دلیل شیوع ویروس کرونا برگزار نخواهد شد.
✒: نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې ددغه نړیوال بنسټ غړي هېوادونه دې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.
✒: امریکا افغانستان ته د مرستو رسولو په لټه کې ده. د ټایمز نشریې د راپور پر بنسټ امریکا غواړي له افغانستان سره شاوخوا ۶۴میلیونه ډالره بشري مرسته ولري خو غواړي دا مرسته په داسې بڼه تر افغانانو ورسوي چې له طالبانو سره د مرستو سبب نه شي.
✒: ددې وخت دی چې امریکا د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي. واشنګټن ټایمز امریکايي نشریې په یوه مطلب کې ویلي ډېره موده کېږي چې له پاکستان سره د اړیکو پر څرنګوالي بیا کتنه ځنډېدلې ده خو اوس ددې وخت دی چې دغه قضیه بیا پرانیستل شي.
✒: د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د کووید ۱۹ په اړه په ځانګړې جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دوی ددغه وبا د ختمولو لپاره ژمن دي او راتلونکی کال به د نړۍ له بېوزله او مخ پر ودې هېوادونو سره د ۵۰۰ میلیونه ډوزه واکسینو مرسته وکړي.
✒: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې امریکا باید د افغان کډوالو تر ټولو ډېره برخه مسوولیت پر غاړه واخلي. سپوټنیک اژانس د اردوغان له قوله ویلي، امریکا ځکه په دې برخه کې ډېر مسوولیت لري چې دا کډوال په یو ډول نه یو ډول د دوی له لوري د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
✒: د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ویلي چې قطر کې یو اسلامي نظام حاکم دی، ښځې په دولتي ادارو کې کار کوي او نجونې پکې له زده کړو نه دي محرومې. هغه زیاته کړې چې د قطر هېواد نظام د افغانستان لپاره یوه غوره بېلګه ده.
✒: امریکا کې د بایډن د محبوبیت کچه تر ټرمپ هم ټیټه شوې ده. په متحده ایالاتو کې تازه ترسره شوې نظرپوښتنه ښیي چې له ډونالډ ټرمپ څخه د امریکایانو د رضایت کچه د اوسني ولسمشر جو بایډن په پرتله ۴۸ سلنه لوړه ده.
✒: د اروپا په پارلمان کې د پولڼد استازي رادوسلاو سیکورسکي د ا.ا.ا سره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې له دغې ډلې سره له خبرو پرته اروپایي ټولنه بله هیڅ چاره نه لري.
✒: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ا.ا.ا پر مشرانو لګول شوی د سفر بندیز لغوه کړی دی. د راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو د امریکا په غوښتنه پر ۱۴ طالب مشرانو د سفر د بندیز لغوه کولو غوښتنه څېړلې او پرېکړه یې کړې ده چې دا بندیز لرې کړي.
✒: جرمني ملګرو ملتونو ته د طالبانو له لیک سره مخالفت وکړ.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې طالبان دې هغه غوښتنې پرځای کړي چې نړیواله ټولنه یې له دوی څخه لري او د نوموړي په خبرو د ملګروملتونو غونډه کې د نویو افغان واکمنانو حضور بې هدفه دی.
✒: چین وایي، پرافغانستان یو اړخیز تحریمونه او محدودیتونه دې ژر تر ژره پای ته ورسول شي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د جي ۲۰ هیوادونو غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چې نړیوال دې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او پر دې هیواد دې یو اړخیز بندیزونه پای ته ورسول شي.
د وانګ یې په خبره په افغانستان کې په وروستیو کې ستر تحولات رامنځ ته شوي چې له امله یې افغانان اغېزمن شوي دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه ټینګار کړی چې د نورو نړیوالو بنسټونو تر څنګ دې د جي ۲۰ غړي هېوادونه هم له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.
✒: د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتونیو ګوتیرش وایي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو په افغانستان کې د یوه ټولګډونه او باثباته دولت د جوړېدو غوښتنه کړې.
ګوتیرش وایي، د امنیت شورا دایمي غړو د داسې دولت د جوړېدو غوښتنه هم کړې، چې د ښځو حقونه پهکې په پام کې نیول شوي وي.
