No-IMG

لكل فن رجال ولكل مقام مقال!

اگر چه ډير ژر دى چې په ټولو امورو کې طالبان هر څه په یوه اونۍ ، میاشت او کال کې سم کړي ، ځکه تحول او انقلاب او جنګ نه وروسته همدا شان رکود او سکوت حالت وي ، مونږ چې وویل نظام ړنګ نشي خو همدا وجه او سبب وو.

طالبان دې هم لکه خلقیانو ، مجاهدینو او تكنوكراتانو احساساتي تقرریانې نکوي لږ په سوچ او فکر مخته ولار شي دا وطن یوازي په سنتي او کلیوالۍ ملا صاحبانو او « خلاصه ، قدروي او نور الایضاح»  نه جوریږي.

زما په خیال حدیث شریف دی چې :

د هر فن او مسلک لپاره رجال او هر خبري او نظر لپاره خپل ځاي دی ، دلته رجال نه مقصد او مانا هماغه کدري او مسلکي کسان دي.

لكل فن رجال ولكل مقام مقال

او بیا الله متعال فرمایې :-

کار اهل ته وسپاري :-

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا (58)

خلقیانو او پرچمیانو په زرهدار او پیاده خورد ضابطانو او مجاهدینو هم د عدم تجربې ، خپل منځي اختلافات او بیا دا تکنوکراتانو په تقرر د څو کم تجربه ځوانانو او د ښځو تقرر سره د لب سرین او میکب آپ په وزارت داخله ، دفاع او داسي نور حماقت کارونو او منفي رقابتونو خپل حکومت تیر کړ نو اوس دې طالبانو ته خداي تعالی خیر پیښ کړي چې د ښو خلکو او په وطن دوست کسانو سالم او نیک مشورې ته غوږ شي او کار اهل ته وسپاري

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک