مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیرخان متقي نن د ترکيې له سفیر ښاغلي جهاد ارګیناي سره ناسته وکړه.
په دغه لیدنه کې په دوه اړخيزو اړيکو، بشري او صحي مرستو، افغان مهاجرينو او محصلينو او یولړ نورو اړونده موضوعاتو باندي خبرې وسوې.
د د بهرنیو چارو وزير د ترکيې حکومت ته پیغام ورکړ چي په افغانستان کي نیمه پاته پروژي بشپړي کړي او هم یې دواړو خواوو د اړيکو او همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
✒: مولوي عبدالرحمن راشد
به حیث سرپرست وزارت زراعت، آبیاری ومالداری گماشته شد.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو سازمان ته په یوه لیک کې، سهیل شاهین د طالبانو د نوي استازي په حیث معرفي کړي دی.
روټيرز خبري اژانس وایي،امیر خان متقي ملګرو ملتونو ته په دې لیک کې ویلي،چې د اشرف غني د حکومت استازی، نور دوی ته د اعتبار وړ نه دی.
✒: ډاکترعبدالله عبدالله د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیري سره د افغانستان په اړه ټلیفوني خبرې کړې.
ډاکتر عبدالله عبدالله ویلي، د اندونیزیا بهرنیو چارو وزیري په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات پر رامنځ ته کېدو او همه شمول حکومت پر رامنځ ته کېدو ټینګار کړی.
✒: صبح امروز شهر جلال آباد گواه چهار انفجار بود و در این انفجارها دو تن کشته شدند و سه تن دیگر زخم برداشتند.
از سویی دیگر، در یک حمله مسلحانه در نزدیکی لوای نیروهای سرحدی در شهر جلال آباد، سه تن دیگر کشته شدند.
رییس اطلاعات و فرهنگ ننگرهار با تأیید این رویدادها میگوید که همه قربانیان این رویدادها افراد ملکی بودند و به طالبان آسیبی نرسیده است.
گواهان این رویدادها میگویند که تنها در انفجارها در منطقه انگورباغ و توقفگاه موترهای مسافربری کابل در جلال آباد، دو تن جان باختند و سه تن دیگر زخم برداشتند.
تا کنون هیچ فرد یا گروهی مسؤولیت حملههای روز چهارشنبه در جلال آباد را نپذیرفته است.
✒: محمد نبی عیسیخیل، بازی کن پرآوازه کریکت کشور، در درجه بندی شورای جهانی کریکت در بازیهای بیست آوره در بخش توپ اندازی و توپ زنی (الروندران) مقام اول را کسب کرده است.
✒: مقامهای کابینه سرپرست میگویند که یک کمیسیون تصفیه در سکتور نظامی ایجاد کرده است و هدف از آن تصفیه صفوف امنیتی و نظامی از وجود افرادی گفته شده است که به گفته آنان با کسانی دشمنی شخصی دارند، به فساد آلوده استند و یا هم گذشته بد دارند.
✒: شپږ کلن امېرعلي صمیمي له خپل پلار او دوو نورو غرختوونکو سره یوځای، بامیانو کې د شاهفولادي څوکې ته ځانونه رسولي.
دغو څلور غرختوونکو دوه اوونۍ وړاندې خپلې موخې ته رسېدو لپاره مزل پیل کړی وو.
✒: هېواد کې د کرونا وبا ۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د هېواد په بیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې او پر دغه ویروس اخته یو تن مړ شوی دی.
✒: قطر وایي نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره خپل تعامل ته ادامه ورکړي. د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومې اسمبلې ته د خبرو پر مهال ویلي نړیوال باید افغانستان کې د دایمي ثبات د راوستو لپاره هڅه وکړي او ددې کار لپاره له طالبانو سره اړیکو او تعامل ته اړتیا ده.
✒: جنوبي کوریا وایي راتلونکی کال له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاري کوي. د جنوبي کوریا حکومت ویلي چې دوی د شاوخوا ۱۹،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت په راتلونکي میلادي کال کې په افغانستان کې د ځينو انکشافي پروژو د پیلولو پلان لري.
✒: خلیلزاد او قریشي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د افغان سولې لپاره یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
✒: د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې وروسته له هغه چې امریکا زرګونه کسان له افغانستان و ایستل اوس غواړي په خپله اضطراري بودیجه کې ددغه کسانو د ځای پر ځای کولو او کورونو برابرولو لپاره شاوخوا ۶ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي.
✒: د راپورونو له مخې بایډن او بوریس جانسون په واشنګټن کې سره لیدلي او د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ یې پر افغانستان هم خبرې کړې دي. دواړو لورو ټینګار کړی دی چې له افغانستان سره دې بشري مرستې وشي او دا مرستې دې داسې تنظیم شي چې د وضعیت د خرابېدو مخنیوی وکړي.
✒: شمالي کوریا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ ناسته پر خپل ځان ملنډې وهل بللې او زیاته کړې یې ده چې دغه سازمان باید لومړی په افغانستان کې د امریکا او نورې غربي نړۍ هغه جرایم وڅېړي چې په دغه هېواد کې یې په تېره شل کلنه جګړه کې ترسره کړي دي.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له افغانستان سره د ۴۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. د یادې ادارې په خبره، دا مرستې به د روغتیایي سیستم د پاشل کېدو او دغه راز د بشري ناورین د مخنیوي په برخه کې ولګول شي.
✒: اسټرالیا کې زلزلې مالي زیانونه اړولي دي. د اسټرالیا سویل لویدیځ نن سهار د رېښتر په کچه د ۵.۹ درجې زلزلې لړزولی دی. د دې زلزلې مرکز ملبورن ښار و او ګڼې ودانۍ یې نړولې دي. د ملبورن سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دې زلزله کې ځاني زیان نه دی اوښتی خو مالي زیانونه یې ډېر دي.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایټالیا له لومړي وزیر سره پر ټلفون د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې کړې دي. د سپوټنیک اژانس د معلوماتو له مخې، پوتین او ماریو دارګي په دې ټلفوني مکالمه کې دغه راز د ج-۲۰ هېوادونو د راتلونکې غونډې په اړه هم یو بل سره سلا مشورې کړې دي.
✒: افغانستان کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان وایي، چې افغانستان لپاره د روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو پرون په کابل کې د سرپرستې کابینې د وزیرانو له مشر ملا محمد حسن اخوند سره کتلي.
د منصوراحمد خان په وینا دې کتنه کې په سوله، ټیکاو او ټولګډونه حکومت خبرې شوې دي.
✒: د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو له پریکړې دفاع وکړه.
بایډن د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د خبرو په مهال ویلي، له افغانستان څخه د سرتیرو اېستل د متحده ایالتونو د پالیسۍ محوري کولو لپاره یو اړین ګام و.
بایډن زیاته کړه چې د امریکا د حیاتي ملي ګټو دفاع به کوي خو ماموریت باید واضح او ترلاسه کېدونکی وي او د امریکا پوځ نباید د نړۍ د هرې ستونزې لپاره ځواب وي.
