د افغانستان بانک د ریزرف په اړه وضاحت!
شاکر جلالی
اوسمهال شاخوا ۹.۴ ملیارده ډالر د افغانستان بانک ریزرف دی. دا ریزرف په مختلفو اسعارو کې دي چې ټول ټال ارزښت یې په ډالرو باندې ۹.۴ ملیارده کېږي. دا اسعار د مرکزي بانک ملکیت دي او په دې کې د سوداګریزو بانکونو اسعار هم تر یوې کچې پورې شامل دي. د افغانستان بانک له دې پرته سره زر هم لري چې هغه په دې ریزرف کې شامل نه دي. د دې سرو زرو د شامل کېدو یو شرط دا دی چې د نړیوالو معتبرو کمپنیو له لوري معایینه شي او ورته پولي ارزښت وټاکل شي (البته دا ۲۴ قراته دي) له هغې وروسته دا په ریزرف کې شاملېږي چې تر دې مهاله شامل نه دي.
د دولت نورې ادارې نه شي کولای چې د افغانستان بانک له ریزرف نه ګټه واخلي، د دې ریزرفو له لارې مرکزي بانک پولي سیاست کنټرولوي او نه پرېږدي چې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړي. د دې ریزرفو له لارې موږ کولی شو چې په منظم شکل واردات ولرو. د دې ریزرفو درول په دې معنا دي چې افغانستان به د وارداتو له ستونزې او بشري کړکېچ سره مخ شي چې پایلې به یې لومړي د افغانستان ولس او بیا نړیوالو ته ډېرې بدې وي.
د دې ریزرفو درول د افغان انسان له سرنوشت سره لوبه ده او د خلاصون لپاره یې باید نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وشي، که ونه شي نو تېرو شلو کلونو کې افغانانو خپل ژوند په جګړو کې له لاسه ورکاوه او راتلونکي کې به فقر او لوږه د دوی ژوند ته تهدید وي. هیڅ مسوول افغان لوری دې دا نه وايي چې ریزرف دې کنګل شي، دا د هیچا په ګټه نه ده او د هر چا په تاون ده.
