No-IMG

يو افغان ډاکټر وحيد آرين د برطانيې د کال ډاکټر جايزه ترلاسه کړې

محمد ظاهر عمار

 

د نهايت خوښۍ خبر دا دی چې يو افغان ډاکټر، وحيد آرين د برطانيې د Doctor of the year يا د کال ډاکټر جايزه ترلاسه کړې. ډاکټر وحيد آرين ته مشهورې Sun مجلې او Channel 4 تلويزيوني چينل دا جايزه د نوموړي د هغو مبتکرانه طبي خدمتونو له امله ورکړې چې د انټرنيت له لارې يې د افغانستان په جنګ‌ځپلو سيمو کې اړمنو کسانو ته وړاندې کوي. شپږ دېرش کلن وحيد آرين دا جايزه د برطانيې د فوټبال د مشهور ستوري ډيويډ بکهام څخه ترلاسه کړې. هغه اوسمهال په برطانيا کې اوسي او د برطانيا تابعيت هم لري.

عرض دا دی چې موږ د ډاکټر آرين په څېر په هره برخه کې پرېمانه کادرونه لرو خو له بده مرغه اکثريت يې په خارج کې اوسي او نور يې له پوهې او ابتکاراتو برخمن کيږي. موږ پخوا هم ويلي او اوس هم وايو چې حکومت بايد په هر قیمت دا ملي سرمایې بېرته خپل هېواد ته راوغواړي او قناعت ورکړي چې د پرديو خلکو پر ځای خپلو خلکو ته خدمت وکړي. مثلاً همدا ډاکټر آرين که له برطانيې راوغوښتل شي او د روغتيا وزير شي، زما باور دی چې طبي سکتور او طبي خدمات به ډېر معياري شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک