د حکومت او وزارتونو لپاره ماستر پلانونه
ځينې وايي تاسو يوازې سطحي او تخنيکي پلانونه وړاندېز کوئ ولي ماستر پلان نه خپرؤئ، جنابانو ماسترپلانونه فقط يوه برخه د نشر وړ وي نور محرم او د خپريدو وړ نه وي، دوهم که خاص ماستر پلانونه غواړئ د حزب اسلامي دفتر ته مراجعه وکړئ، کوم چې زه خپروم د همهغو پلانونو دېرې کوچنۍ ادنا برخې دي
غرب، شرق او مضر همسايه ګان او دهغو داخلې غلامان ليونې نه دې چې د حزب اسلامي سر سخت مخالف دي، هغوى تر يوه بريده پوهېږي چې که فقط 5 کاله حزب اسلامي ته قدرت په لاس ورغى نو نه يوازي افغانستان به د تل لپاره خود کفا کړي بلکه ټول همسايه ګان به ئې محتاج او تر قرضو لاندي وي
حزب اسلامي نه يوازي بهترين ماستر پلانونه لري بلکه د تيرو 30 کلونو په اوږدو کي د هر پلان لپاره خپل ژمن مؤمن کادرونه هم په نړۍ واله کچه روزلي دي
