فرانسې د امریکا او استرالیا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود
زلمی زابلي
فرانسې د امریکا او استرالیا څخه خپل سفیران هیواد ته راوغوښتل.
استرالیا د فرانسې سره د 90 میلیارده دالرو په ارزښت د تحت البحري کښتیو د پروژی د لغوه کولو او د امریکا څخه د تحت البحري کښتیو رانیولو د فرانسې ډیر سخت غبرګون پارولی دی.
فرانسې د دې پرمختګ څخه وروسته د واشنګټن او کانبیرا نه خپل سفیران هیواد ته راوغوښتل.
د فرانسې بهرنیو چارو وزیر د دی بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ولسمشر امانویل ماکرون په هدایت په واشنګټن او کانبیرا کې د فرانسې سفیران د سلا مشورو په موخه په ډیره عاجله توګه هیواد ته راوغوښتل شول
ددې استثنايي پریکړې لامل د سپټمبر په ۱۵ مه نیټه د امریکا او استرالیا لخوا خپره شوې ګډه اعلامیه ده.
په بیان کې راغلي دي چې استرالیا د ۲۰۱۶ کال راهیسې د اقیانوس صنف تحت البحري کښتیو په اړه د فرانسې سره د روانې همکارۍ نه جلا کیدل او پروژه لغوه کول او د امریکا سره د اټومي انرژۍ د تحت البحري کښتیو په پروژه کې ګډون کول او شراکت پیلول د متحدینو او متفقینو ترمنځه د منلو وړ چلند او اقدام ندی. دا مسئله به زمونږ ترمنځه په شراکت،
اتفاق او د هند پسیفیک په سیمه کې زمونږ پر اړیکو ډیرې منفي اغیزې وکړي.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن ، د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن او د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون د سپټمبر په ۱۶ مه نیټه د ویدیو کنفرانس له لارې په جوړه کړې خبري غونډه کې د درې واړو هیوادونو ترمنځه د اکوس په نامه د نوي امنیتي همکاریو د تړون نه خبر ورکړ. ددې امنیتي همکاریو په چوکاټ کې به امریکا، انګلستان او استرالیا د اټومي انرژۍ تحت البحري کښتیو د ټکنالوژۍ په خپلو منځونو کې د شریکولو پریکړه اعلان کړه.
همداشان استرالیا اعلان وکړ چې د اکوس تړون د نافذیدو سره د فرانسې سره د تعرضي تحت البحري کښتیو پروژه چې په پیل کې بیه ۴۳ میلیارده وه او وروسته ۹۰ میلیارده ډالرو ته لوړه شوه لغوه کړه.
