عام خبر
حماد سلطاني
قال الله(عز وجل):فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ.
هغو چې شل کاله په پردیواشغالګرو دهیواد خرڅولو چارې تر سره کول(ټامیان خیاطان او اوس ورسره ملګري ډوزماران) که توبه وکړي بیا هم افغان اودټولو هغه حقوقو نه به برخمن وي چې یو افغان ئې په افغانستان کې لري.
دوی ته نه پیغور ورکوو اونه ورسره دمور مئرې کړنلاره غوره کوو، خپل ورونه او دکور غړي په توګه ئې منو،په تیر جنایت او خیانت ئئ سترګې پټوو.
که توبه او له شرارته لاس نه اخلي؟
یواځي د دوی هغه جنایتونه افشا او خلکو ته روښانه کړئ کوم چې دوی داشغال سره څومره مرستي وکړي او کوم جنایت نه وو چې دوی ونه کړل، حتی ناموس خرڅونې.
نن زیاتره هغو اور اخستی چې ویره لری پټ جنایتو نه ئې افشا او څرګند نه شي.
دویم هغه چې داشغال په خدمت کې پلار وژل شوی او یا بل دکور غړی.
دریم د ده او یا دکور دغړي منصب ئې له لاسه وتلی.
څلورم یاد مو وي چې څه موده وروسته به داشغال بقایاوو اولادونه به له ټولو زیات چغي وهي چې زموږ پلرونو امریکا ماته او هیواد خپلواک کړ، لکه نن چې د ببرګ، شا شجاع، نجیب او ورته څهرو اولادونه زانونه له ټولونه دهیواد ازادی اتلان معرفی کوي.
که توبه ئې وکړه اوس هم سره ورونه یاستو ، ځکه درد او مرګ هرې کورنئ لیدلی دا دغازیانو افتخار چې دنړی مغرور نظامی قوت ئې مات او هیواد ته ئې خپلواکي راوړه، د دوستم په خبره یک موتر سایکل (غرغر غرغر غرغر)کده امد قوت نظامي جهان را شکست داد!.
دا افتخار پردیو ته مه ورکوئ، دا د دې هیواد داصلي او زړه سوانده بچیانو په شهادتونو تر لاسه شو، او دا چمن د شاه زلمو په وینو به خړوب شي.
