No-IMG

د افغانستان سره د بشر دوستانه کومکونو په اړه

زلمی زابلي

 

د ټولو هغه هیوادونو څخه دزړه له کومی مننه کووچه د افغانستان سره  یی پرون د ملگروملتونو دسازمان په چوکاټ کی په جینیواکی  مرسته اعلان کړه

خو موږ ته افسوس په دی خبره راځی چه د اسلامی هیوادونو او ګاونډیو ملکونو  دجملی څخه یوه هم مرسته ونکړه ، خدای ج دی وکړی چه په راتلونکی وخت کی پاملرنه وکړی   ،

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشردوستانه کومکونوً

 د غونډې په ترڅ کې ، مرستندویه هیوادونو او سازمانونو د روان کال تر پایه له افغانانو سره د یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه. غونډه نن دوشنبه ، د سنبلې پر ۲۲ مه په جینوا کې جوړه شوې وه. د مرسته ورکونکو په مینځ کې ، آلمان وویل چې دمخه یې افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ته د مرستې لپاره ۱۰۰ میلیون یورو اضافه کړي، پلان لري چې ۵۰۰ ملیون یورو نور هم ورکړي. جاپان له افغانستان سره د۲۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې. فرانسې هم د افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ.

متحده ایالاتو بیا ویلي چې د ملګرو ملتونو او یو شمیر نورو ادارو سره به ۶۴ میلیونه ډالره مرسته زیاته کړي. پدې توګه په ۲۰۲۱ کې به له افغانستان سره د متحده ایالاتو ټوله مرسته ۳۳۰ ملیون ډالرو ته ورسیدې. ډنمارک ویلي چې له افغانستان سره به ۳۸ میلیونه ډالره نورې مرستې هم وکړي. ناروې په افغانستان کې د بشري چارو لپاره ۱۱.۵ میلیونه ډالر هم ځانګړي کړي دي. غونډې په تعقیب ، ملګرو ملتونو د مرکزي بودیجې څخه د ۲۰ ملیون ډالرو مرستې اعلان وکړ ترڅو د بشردوستانه کار د ملاتړ لپاره د سازمان بیړني غبرګون په ګوته کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک