افعانستان سره د تازه اعلان شوو نړیوالو مرستو شرایط
امین ستانکزی
وروستي کلونه کې د نړۍ لپاره ، فقر ، بې وزلې او بې کاري د یوه خبیث مثلث را څرګندیدو لپاره کرونا راغله چې د نړۍ اقتصادي شیریانونه یې وچ کړل او اقتصادي رکود یې رامنځته کړ .
افغانستان ، چې د نړۍ په مرستو روان هېواد دی ، او د خپلې عادې بودیجې را پېل تر انکشافي او دفاعي بودیجې پورې ټول د بهرنیو مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو له لورې ورکول کیږي ، هم خورا متاثره شو خو په دې هېواد کې د یوې بلې بدمرغۍ لمن هم خپره ده چې د هېواد اقتصادي او انکشافي چارو باندې یې سیوری غورځولی دی .
جنګ ، بې ثباتي ، وچکالي او اوس د هیواد نا معلوم برخلیک ددې سبب ګرځېدلی دی ، چې له افغانانو نسبي خوشحالي هم واخلي او په اصطلاح اقتصادي حالت خو دومره خرابه شوی ، چې خلک د پولۍ ټک ته ناست دي او حالت تر دې هم د نازک کېدو او د کړکیچ د پېښېدو خواته روان دي .
په ( 2021 ) کال کې د وچکالۍ یوې خونړۍ څپې ددې لالهاند هېواد بنسټونه نور هم ولړزول ، سږ کال افغانستان او د سېمې نور هېوادونه په لوړه کچه د وچکالۍ سره مخامخ دي چې د اقلیمي بدلون څخه د راپاتې پدیدې په ډول یې د ورځنیو چارو را نیولې آن د هېواد په سترو چارو باندې یې بشپړ اغېز شېندلی دی ، نو نړېوالې مرستندویه ادارې اړ شوې چې د افغانستان د وچکالۍ سره د مبارزې لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړي.
د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اوطبیعي پیښو ته د رسیدو ادارې د معلوماتو له مخې سږ کال په افغانستان کې شل ولایتونه تر شدیدې وچکالۍ لاندې دي چې تر نورو ډیر ورسره بلخ ، فاریاب ، غور ، هرات ، بادغیس ، او جوزجان ولایتونه لاس او ګریوان دي.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړېوال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، د وچ کالۍ له امله په افغانستان کې 18 میلیونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري حکومت هم مخکې ویلې وه چې د وچکالۍ سره د مبارزې لپاره یومیلیارد او درې سوه میلیونو ډالرو مرستې ته بیړنۍ اړتیا لري.
په افغانستان کې یوازې وچکالي نه ده بلکې ، د کرونا ناورین او اوږدې جګړې هغه نورې ناخوالي دي چې په یوه وخت کې یې په افغان ولس اور بل کړیدی همدې ستونزې ته په کتو حکومت هم په عاجله توګه د مرستې غوښتنه کړې وه.
که څه هم د افغانستان اقتصادي وده پر حقیقي او مسلکي بنسټونو باندې نه ده ولاړه خو بیا هم ورته خوشبیني زیاته وي .
دا پورته ستونزې یوازې د وچکالۍ په راتلو سره رامنځته شوې چې د بیړنیو مرستو غوښتنې شوې دا چې د روان کال په اګست کې طالبان واک ته ورسیدل او د اقتصادي ماشین څرخونه ودریدل یا هم ورو شول ، خلک د ورځنیو کارونو څخه پاتې شول په میلیونونه خلک بې دندو شول ، د امریکا او نورې نړۍ له لورې اقتصادي بندیزونه ولګیدل ، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې قطع او زیانمنې شوې او په کور دننه د ګنګس حالت په راتلو خلک د مایوسۍ تر پولې ورسیدل د ملګري ملتونو له لورې د سپټمبر په ( 13 ) مه نیټه له افغانستان سره د مرستې لپاره په جینوا کې غونډه دایره کړه تر څو په بیړني ډول ( 606 ) میلیونه ډالره مرسته وکړي او افغانستان کې د ناورین مخه ونیول خو نړېوالو ژمنه وکړه چې تر یو میلیارد ډیر ډالر به له افغانستان سره بشري مرسته وکړي.
د ملګري ملتونو په نوښت دا مرستې پراختیایي او انکشافي نه دي ، بلکې د بې ځایه شویو ، و چکالۍ او لوږې تر ګواښ لاندې افغانان سره به ترسره کیږي او د مرسته کوونکو هيوادونو او بنسټونو له لورې به په خپلواک ډول ویشل کیږي چې دا په خپل ذات کې یوه ستونزه ده .
دا چې د افغانستان سره ټولې مرستې تل په شرایطو پورې تړل شوي چې وروستۍ او څرګنده بېلګه یې ، په ( نومبر 2020 ) کې د جنیوا کانفرانس کې د څلورو کلونو په جریان کې له افغانستان سره ( 13 ) ملیارده ډالره مرسته اعلان شوه چې د حکومت له لورې د فساد سره څرګنده مبارزه ، غوره حکومتولي ، شفافیت ، د سولې په پروسه کې پرمختګ او پکې د ښځو مانا داره ونډې پورې مشروط کړي وه او دا یې ورسره بل شرط هم مل کړی وه چې ددې شرایطو د څارلو لپاره به د ( 2021 او 2022 ) کلونو په جریان کې د مرسته کوونکو هېوادونو د وزیرانو شورا غونډې ترسره کیږي، د تېر په څېر دا ځل هم دا بشري مرستې په ځانګړو شرایطو پورې تړل شويدي چې پدې تړاو د مرسته کوونکو هېوادونو له لورې ځېنې شرایط په لاندې ډول وړاندې شول ؛
په ملګري ملتونو کې د امریکا استازې ، لېنډا تومس ګرینفیلډ له لورې اعلان وشو ، چې هېواد به یې له افغانستان سره ( 64 ) میلیونه ډالره بشري مرسته وکړي خو دا مرسته به د ښځو په حقونو او هغوی ته د کار کولو په اجازې پورې تړلي وي .
جرمني ، فرانسې ، جاپان اوهند هم دا مرستې له طالبانو څخه د ښځو د حقونو غوښتنه ، د انجونو زده کړې او د طالبانو له لورې په خپلو ژمنو د پاتې کېدو پورې تړاو ورکړ .
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرسته هماهنګي کوونکي (مارټین ګریفیټس) وویل چې طالبان مجبوره دي ، چې موږ ته لیکلې تضمین راکړي. ښاغلي مارټین زیاته کړه موږ له طالبانو دوه اساسي غوښتنې لرو؛ چې لومړی د ښځو حقونه او د انجونو لپاره د زده کړو اجازه او دویم هم د مرسته کوونکو هېوادونو او مرستندویه ادارو په چارو کې بشپړه خپلواکي غواړو او همدارنګه دې د طالبانو د مرستیال لومړي وزیر ، ملا عبدالغني برادر له لورې لېکلی تضمین راکړل شي چې بیابه ملګرو ملتونو ته دا لیک د ژمنه شویو شواهدو په توګه وړاندې کوي .
مرسته کوونکو هېوادونو همدا راز د ټول شموله حکومت د راتلو او لږکیو ته د حقونو په ورکړې ټینګار کوي ، سیاسي مشارکت بله مهمه موضوع ده ، چې نږدې د ټولو هېوادونو غوښتنه ده او له طالبانو غواړي چې په واک یې نور خلک هم شریک کړي .
په همدې غونډه کې ، داسې غږ هم پورته شو ، دا چې بشري مرستې باید په سیاسي شرایطو پورې ونه تړل شي چې خطرناکې پایلې به ولري د سره صلیب نړېوالې کمیټې مشر ( Peter Maurer ) همدارنګه زیاته کړه چې له افغانستان سره بشري مرسته اړتیا ده او هلته د بې شمیره انسانانو د مرګ او ژوند خبره ده چې باید نا غیړي پکې ونه شي .
له پورته خبرو معلومیږي ، چې د افغانستان سره ټولې مرستې او قرضې په دقیقو شرطونو پورې تړلي دي دا نو اوس د طالبانو رهبري ته په کار ده چې ددې شرطونو د پوره کولو او د مرسته کوونکو هیوادونو د قناعت حاصلولو لپاره کار وکړي تر څو د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت نور هم خراب نه شي او حالات له قابو ونه وځي .
که له یوه خوا د نوي سیاسي تحولاتو په راتلو سره د هیواد سیاسي ملاتړ خورا په کمزوري حالت کې قرار لري له بلې خوا د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د نړېوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو د مرستو بندیدل بل سر خوږی را پیدا کړیدی چې د هیواد خراب اقتصادي حالت نور هم خرابولی او د لوړ کړکیچ خواته یې وړلی شي ، چې بیابه یې کنترول او رغونه خورا ستونزمن کار وي او تر سره کیدونکي مرستې به د نړېوالو د بې غورۍ او زموږ د جهالت له امله په سیند باندې لاهو شوي وي .
پدې برخه کې باید د اقتصادي او مسلکي متخصصینو څخه استفاده وشي او یادو هېوادونو او ادارو ته په اکاډیمیکه توګه قناعت ورکړل شي .
د ا.ا.ا مشرانو ته اوس پکار ده ، چې دا بشري مرستې په سمه توګه مدیریت کړي او نړیوالو بنسټونو ته ددې ډاډ ورکړي چې په سمه توګه رسونه کې یې مرسته کوي او د ښځو په ګډون د ټولو خواو حقوقو ته درناوی کوي او همدارنګه د سیاسي مشارکت له لارې د ټول شموله نظام رامنځته کولو سره نړېوالو قناعت ورکړي.
