No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏دو منبع طالبان در دوحه و کابل به بی‌بی‌سی گفته اند که چند روز قبل، درگیری لفظی بین ملاغنی برادر و خلیل حقانی، سرپرست وزارت مهاجرین طالبان و کاکای رهبر شبکه حقانی بر سر ترکیب کابینه طالبان رخ داده بود که پس از این درگیری ملا برادر ناراحت شد و به قندهار رفته است.

: ‏کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دغه لیدنه کې د چین لوی سفیر د نوي حکومت جوړیدو مبارکي ویلې او د چین له لوري یې افغانستان سره بیلابیلو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.

: ‏د صلاح الدین رباني په کور کې د طالبانو له خوا د الکولي مشروباتو تر پیدا کېدو وروسته په خپله رباني وایي، هغه کور کې، چې الکولي مشروبات موندل شوي دده کور نه بلکې د چک جمهوریت د سفارت استوګنځای دی.

‏نن سهار په ټولنیز رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې او پکې د ا.ا.ا کسان ادعا کوي چې ګني دا د صلاح الدین ربانی کور دی چې الکولي مشروبات او نشه يي توکي پکې موندل شوي دي.

: ‏د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړو په پنجشیر کې د امرالله صالح له کوره د شاوخوا شپږ نیم میلیون ډالرو د ترلاسه کېدو موضوع تایید کړه.

‏د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق ویلي ، د پنجشير ولايت مسؤلينو تایید کړه چې د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په کور کې له شپیته لکو څخه ډیر ډالر او اتلس خښتې سره زر موندل شوي دی.

امرالله صالح تر دامهاله په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

: ‏امیر خان متقي:زموږ اسلامي نظام، چې په ټول هیواد کې پوره حاکمیت لري باید نړیوال یې په رسمیت وپېژني.

‏موږ ازاد او اسلامي نظام جوړ کړی، له ټولو نړیوالو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکي یو.

‏په تېرو ۲۰ کلونو کې زموږ هیڅ استازی په حکومت کې نه و خو د شرایطو په ښه کېدو سره به نظام کې مثبت تحولات راځي او افغانان به یې په نږدې راتلونکي کې شاهدان وي.

‏پر افغانستان فشارونه، بندیزونه او تهدیدونه د هیچا په خیر نه دي حتی د نړیوالو په خیر هم نه دي.

‏امریکا د افغانستان د خلکو شتمنۍ کنګل کړي، دا ظالمانه چلن دی، پر افغانانو دې زیات فشار نه واردوي.

: ‏سهیل شاهین یکی از سخنگویان طالبان می‌گوید که امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه حکومت طالبان، امروز با منصور احمد خان سفیر پاکستان در کابل دیدار کرد و درباره مشکلات مهاجران افغان در پاکستان و رابطه دو جانبه گفت‌وگو کردند.

: ‏امیر خان متقی، سرپرست وزارت خارجه حکومت طالبان، در یک کنفرانس خبری در کابل می‌گوید که طالبان در بخش رسانیدن کمک به مردم نیازمند با کشورهای که کمک‌های بشردوستانه به افغانستان تعهد کرده‌اند، همکاری می‌کند.

‏ما می‌خواهیم با کشورهای جهان روابط خوب و دو جانبه داشته باشیم، اما از آن‌ها می‌خواهیم که بر افغانستان فشار نیاورند چون فشار نتیجه نمی‌دهد.

: ‏لوړو زده کړو وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د دغه وزارت له ادرسه په دولتي پوهنتونونو کې د زده کړې د څرنګوالي په اړه خپره شوې طرحه جعلي بللې ده. د یاد وزارت په خبره، د دوی له لوري تر اوسه پورې د دولتي پوهنتونونو د زده کړې څرنګوالي په اړه هیڅ کومه طرحه نه ده وړاندې شوې.

: ‏وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې د ا.ا.ا هڅه کوي د نړیوال رسمیت تر لاسه کولو لپاره خپل دریځ کې نرمښت راولي. د ورځپاڼې په خبره، د ا.ا.ا درک کړې ده او پوهېږي چې نړیوال رسمیت څومره مهم دی او څومره ارزښت لري.

: ‏د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې دوی د القاعده مشر ایمن الظواهري ته پناه نه ده ورکړې. نعیم ویلي چې افغان جګړه نوره پای ته رسېدلې ده او له دې وروسته هیڅوک له افغان خاورې د نورو پر ضد استفاده نه شي کولی.

: ‏ازبکستان له افغانستان سره د لسګونه ټنه خوراکي او طبي توکو مرسته کړې ده. د ا.ا.ا د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ازبکستان نن په مزار شریف ښار کې افغان لوري ته شاوخوا ۱۳۰۰ ټنه مرسته شوي خوراکي او طبي توکي تسلیم کړي دي.

: ‏بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې وایي چې نړۍ ګوټ ګوټ کې دافغانستان له سفارتونو او قونسلګریو څخه کره اسناد ورته رسیدلي چې،ځینې سفیران او دیپلوماتان له اوسنیو سیاسي حالاتو او واک څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره دډیرو پیسو بدل کې د پاسپورتونو غیرې قانوني ویش او نورې ګڼې غیرې قانوني کړنې کوي.

: ‏اقتصاد پوهان: د امریکا له لوري د نږدې لس میلیارده ډالرو کنګل به افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ کړي.

: ‏هرات کې بهر ته د یوه هاموې ټانک د قاچاق په تور ۳  کسان نیول شوي.

د هرات ولایت امنیه قومندانۍ وایي، دغو کسانو یو هاموې ټانګ پرزه کړی او غوښتل یې، چې ټېلر موټر کې یې بهر ته انتقال کړي، خو د دولسمې امنیتي حوزې اړوند «ټانګ مولوي» سیمه کې نیول شوي دي.

: ‏تورن اسماعیل خان:

اشرف غنی مرتکب خیانت ملی شد، او مامور کودتا به نفع طالب بود.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ددغه هېواد کانګریس ته وربللی شوی و. نوموړي یو ځل بیا د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې ده خو ددې هر څه مسوولیت یې پر ولسمشر ټرمپ ور اچولی دی.

: ‏قزاقستان وایي تیار دی چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسونې په برخه کې همکاري وکړي. قزاقستاني چارواکو ویلي دا چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او ملګري ملتونه غواړي زرګونه ټنه بشري مرستې افغانستان ته ورسوي نو دوی ورسره د لېږد او ترانزیت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

: ‏په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه پيل کړي دي او هڅه کوي په پاکستان کې اوسنی حکومت را وپرزوي او یا لږ تر لږه په پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستاني حکومت پر ضد اقدامات وکړي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي مخالفو او سیالو هېوادونو یې غوښتل چې امریکا بېرته په افغان جګړه کې ښکېله شي او دا جګړه شاوخوا یوه لسیزه نور هم دوام وکړي. بلینکن ویلي پرده یې په دې کې وه چې له افغانستان ووتل او د یوې لسیزې نورې ښکېلتیا پلان یې خنثی کړ.

: ‏رویترز وایي کابل ته د قطر د بهرنیو چارو د وزیر سفر اصلي موخه دا وه تر څو د ا،ا،ا مشران دیته وهڅوي چې نړیوالې ټولنې سره خبرو اترو ته دوام ورکړي،د ښځو حقوقو ته پام  وکړي، چې په دې توګه به نړیواله ټولنه د افغانستان نوی حکومت ژر په رسميت وپیژني.

: ‏والسټریت ژورنال په کانګرس کې د بلینکن خبرو په کتو ویلي چې،افغانستان کې د امریکا له ماتې وروسته اټکل دادی چې نور به امریکا هیڅکله کوم بل هیواد ته د پوځي مداخلې لپاره زړه ښه نه کړي،ورځپاڼه وایي افغانستان کې د امریکا وروستۍ ماته ډیره شرموونکې او د امریکایي مشرانو لپاره ستر پیغور شو.

: ‏امریکا وایي له دې وروسته افغانستان د دوی ملي امنیت ته د متوجه خطرونو د لېست په سر کې نه دی. د امریکا د ملي اطلاعاتو مدیرې آورېل هینز په تازه څرګندونو کې ویلي له دې وروسته افغانستان نه بلکې ځينې نور هېوادونه د امریکا ملي امنیت ته خطر دي.

: ‏امریکا د پاکستان په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي چې لا هم ددغه هېواد کړنې څاري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي پاکستان یې اړ کړی چې د افغانستان په مسئله کې رښتینې همکاري وکړي او کنه تر څار لاندې دی.

: ‏سازمان ملل طالبان را به نقض گسترده حقوق بشری زنان متهم کرد.

‏د نړیوالو له خوا له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د بشري مرستو مننه او هرکلی کوو.

 

: ‏وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوېدي.

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو چاودنې شوه، چې په نتیجه کې یې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

‏د پاکستاني پوځ ویلي دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پوځیانو موټر په ګزمه له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

د پاکستاني طالبانو تحریک د برید پړه منلې او د ورته نورو بریدونو خبرداری یې ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې په پاکستان کې ورته پېښې زیاتې شوې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک