امریکا او ناټو غواړي په افغانستان کې ښځې په قدرت کې شریکې کړي
میک ویلس ( Mick Wallace )
حفیظ الدین پیرزادہ
نوموړی ۶۵ کلن ایرلنډی سیاستوال دی چې د کال ۲۰۱۹ م راھیسې د اروپایي ټولنې په پارلمان کې د آیرلینډ د خلکو استازیتوب کوي.
دا سپین ویونکی سیاستوال چې کله د اروپایي ټولنې په پارلمان کې را پاڅي، ماته داسې بریښي لکه بشردوست چې د کابل د دوړہ شوې ادارې د ولسي جرگې په تالار کې وینا کوي.
څه مودہ وړاندې یې ویلي و:
امریکا او ناټو غواړي په افغانستان کې ښځې په قدرت کې شریکې کړي. نو یې پر افغانستان ھاغومرہ بمونه وغورځول څومرہ چې پکار ول تر څو پاته خلکو ته تعلیمي اسانتیاوې برابرې کړي!
امریکا او اروپا باید دغه ناروا جگړہ چې ھغوی یې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې کوي، مطلقه بندہ کړي ځکه د دې جگړې گټه یواځې د وسلو جوړولو د کارخانو د مالکانو جیبونو ته ځي!!
اوس یې تازہ د اروپایي پارلمان په عمومي اسامبله کې ویلي:
په افغانستان کې تیرہ شل کلنه جگړہ پر محض درواغو ولاړہ وہ.
ناټو او اروپا د امریکا مرسته کوله تر څو په افغانستان کي د څو میلیونو انسانانو ژوند تباہ کړي او امریکا د خپلو مالیه ورکونکیو دوہ تریلیونه ډالر د شخصي قراردادیانو جیبونو ته واچوي!!
په افغانستان کې له نن څخه څلویښت کاله پخوا د ښځې حالت له اوس څخه په مراتبو بھتر و.
د دې ھر څه مسؤل څوک دی؟!!
د اروپا ټولنه په افغانستان کې څه کوي؟! دوی زموږ د مالیې پیسې په تیرو شلو کلونو کې چرته لگولي؟!
په افغانستان کې له ۲۰۰۱ م کال څخه تر اوسه د فقر کچه دوہ برابرہ زیاته شوې! د افغانانو یو په درې ۱/۳ برخه یې ډوډۍ نه لري؛ نیم یې د څکلو پاکې اوبه نه لري او دوہ په درې ۲/۳ برخه یې برق نه لري!
د مجاھدینو تر راتگ مخکې د افغاني پوھنتونونو ۵۰ سلنه زدہ کوونکې ښځې وې! د افغاني ډاکترانو څلویښت سلنه ښځې وې! ۳۰ سلنه دولتي مامورینې ښځې وې! ۷۰ سلنه ښوونکې ښځې وي!
راشئ! د افغانستان اوسنی حالت ورسرہ پرتله کړئ! موږ له امریکا سرہ د افغاني ټولنې په تباھۍ کې مرسته وکړہ!
آیا اوس ھم په پورہ بې حیایې دعوہ کوو چې موږ په افغانستان کې د ښځو د حقوقو د اعادې لپارہ مبارزہ کوو؟!!
آیا موږ اروپایان په دې پوھیږو چې زموږ پیسې په کوم ځای کې مصرف شوي؟!
او که نه پوھیږو، ولې نه پوھیږو؟!!
زموږ پیسې مصرف شوي خو موږ ته یې د مصرف ځای نه دی ښودل شوی!
دا د چا مسؤلیت دی؟! موږ څوک له گریوان څخه و نیسو؟!!
_______________________________________
سپتمبر ۹/ ۲۰۲۱ م
لندن
