کامیاب حکومتونه هغه دي چې ولس ترې خوښ وي او ملاتړ يې وي
حاجي معراج
رښتیا خبره دا ده ، چې تېر حکومت د ځینو ښېګڼو او ښو کارونو تر څنګ ډېرې نېمګړتیاوې هم لرلې ، چې په هماغه وخت کې مو د سمونې لپاره ډېرې لیکنې وکړې ، ملاقاتونه مو وکړل مشورې مو سره شریکې کړې.
تر ټولو یوه لویه ستونزه یې دا وه، چې زورواکي او مافیا به په زوره خپل کسان ادارو کې په لوړو پوستونو مقررول ، قانون یې په خپله خوښه روانه کړې وه.
د فساد په اړه به یې ځکه ډېر څه نه وایو ، چې ټول هېوادوال ترې خبر دي.
اوس نو اسلامی امارت مسوولین دې باید د تېرو حکومتونو له نېمګړتیاوو څخه درس واخلي ، چې هغسې نېمګړتیاوې بیا تکرار نه شي.
تر ټولو لویه مسله داده ، چې ملت له ځان سره ونیسي ، دوی دې باید د خلکو سره د یو ګوند په ډول نه بلکې د یو مسؤل حکومت په ډول چال چلند وکړي ، د ټولو اقشارو په کار پوه او سپیڅلي خلک دې ځان ته رانژدې کړي ، د خلکو غږ دې واوري او په اړه یې جدي اووسي.
کامیاب حکومتونه هغه دي ، چې ولس ترې خوښ وي او تر شاه یې ولاړ وي ، د ملت راخپلول د دولتونو د بریا لومړی او بنسټیز اقدام دی او دوی باید په دې برخه کې مهم رول ادا کړي.
دوی باید د ولسونو د راخپلولو لپاره له هرې مشروع او قانوني لارې کار واخلي، تر څو حکومت په خپلو پښو ودریږي.
ولس دې هم د دوی د کړنو ملاتړ وکړي ، ځکه نور له جنګه ستړي شوي یو او داسې یوه حکومت رامینځته شي، چې ټول اقشار د پوهې او لیاقت په اساس ځانونه پکې وویني ، بیا نه توره پورته شي ، نه سر په وینو رنګ شي.
د یو سرلوړي او پرمختللي افغانستان په هیله!
