No-IMG

نوې کابینه ټول شموله دی؟

حماد سلطاني

 

د یوې کورنۍ، قوم، هیواد او همدا راز ټولنه او سیاسي جریان مشر هیڅکله نه غواړي چې د ده د کارونو، پرمختګونو مخنیوی وشي او یائې د پریکړو مخالف وکړی شي، خو په دې ټولو برخو کې خپلو او د نورو مشوروته اړین ضرورت لري او دا ئې د بریالیتوب او خوندي توب چاره دی.

یو متل دی چې وايي: کړ کړ دلته کوي او هګۍ بل ځی اچوي!

طالبانو خپله اجرایوي کابینه په مؤقته توګه اعلان کړه، په دې کابېنې کې دبیلا بیلو قومونو او ولایاتو وتلي شخصیتونه حضور لري.

پښتون ، تاجک، ازبک ، نورستاني او ....

داچې ټول شموله ویل کیږي همدا ئې معنی دی له دې پرته  سهامي شرکت وي  چې هر لوری ځان دقدرت جزیره ګڼي....

که څه هم ټول شموله حکومت په اړوند د هرچا لید لوری او تعریف فرق کوي خو راځۍ  دتیرو حکومتونو یو لنډ ټول شموله کابینو ته نظر وکړو.

په ۱۳۵۷ کال د غوايي په ۷ نیټه کمونستانو د شوروي اتحاد په  مستقیمې لاسو وهنې  خونړۍ کودتا وکړه ، چې مسؤلینو ئې په جرات او افتخار ویل موږ د داود خان دوه کلن ماشوم لاڅه چې هغه ماشومان هم ووژل چې دمور په ګیډه کې ول!

دوی کابینه اعلان کړه ټول افراد ئې ، په کابینه کې یواځي خپل ملګري ول، نه کوم ملا و اونه د بل کوم سیاسي جریان غړی بلکه نه یواځي دنورو په وژلو ئې صرفه ونکړه بلکه شعله جاوید حزب چې کمونستي افکار ئې در لودل دهغوې مشر( مجید کله کا نی) په شمول ئې په واکمنۍ کې شریک نکړل بلکه په ډیر قصاوت ئې داسي ووژل چې تر ننه ئې دقبرونو نښه نشته.

څه موده لا نه وه تیره شوي چې خلقیانو په ډیر مهارت د قدرت انحصار په حرص پر پرچمیانو سپینه کو دتا وکړه، ببرک کارمل، ډاکټر نجیب الله، اناهیتا راتب زاد او... له وزارتونو خلع قدرت او سفارتونو ته واستول شول، دوی چې سفارتونه چور او بیا روسي ته وتښتیدل یو اوږد بحث دی، خو د کابل ادارې دوی په اشرف زادګانو ونومول.

میدان یواځي نور محمد ترکی او وفادار شاګرد (حفیظ الله آمین) ته پاتي شو، کابینه یواځي د دوي له خاصو ملګرو جوړه او تصویب شوه.

دقدرت په مسابقې کې استاد او شاګرد یو ځل بیا د رسلنګ میدان ته کته شول، وفادار شاګرد(حفیظ الله آمین) خپل استاد(نور محمد ترکی)  داسي اوټ کړ چې تر ننه ئې په څرګنده توګه نه دجنازي ګواه شته اونه د قبر شناخته.

حفیظ الله آمین ځان یواځینې واکمن ولید او په ډیر غرور ئې یواځي هغه څهرې په کابینه کې ونیول چې ده ته وفادار ول.

حفیظ الله آمین په مستقیمه توګه دروسانو د یوې فاسدي توطیې په ترڅ کې په ډیر بې رحمانه توګه ووژل شو، د مړجسد سره ئې هغه څه وشول چې ده له خپل استاد سره کړي ول بلکه له هغه بد تر.

ببرک کارمل له تاجکستانه د واک نیولو اعلان وکړ او دروسانو په ټانګونو سپور کابل ته ورسید.

ببرک کارمل داسي کابینه جوړه کړه چې ټول کلیدي وزارتونه ئې خپلو ځانګړو حزبیانو ته ورکړل او د دولت په ټولو اورګانونو کې خپل خلک وګمارل، د آمین او امينیانو حال  دویلو نه دی ،چې څه بندیان او څه په تیښته بریالي شول...

لنډه داچې له ده وروسته ډاکټر نجیب الله  په عین شکل کابینه جوړه کړه ، که څه هم چې د اعتماد پیدا کولو په غرض ئې یو څه تغیرات راوستل خو وخت له وخته تیر وو.

د حضرت صاحب او استاد رباني د واکمني کابینې خپلو کې نه متحد ول اونه ئې اخلاص درلود، د هیواد صدراعظم استاد فرید ټاکل شوی و، خو کابینه ورته نورو جوړوله یواځي دنوم صدراعظمي وه له هغه وروسته ( انجنیر حکمتیار) صدراعظم غوره شو، زیات زیار او کوښښ ئې وکړ چې هیواد د ثباط په لور روان کړي خو ناتوانه او په مخ کې خنډونه ولاړیدل تر دې چې نه د صدارت ماڼۍ ته پریښودل کیده اونه ارګ ته ئې تللی شو، د کابېنې غونډې په نمایشي توګه له ښاره بهر دایریدل، د پریکړو او دکارپه نوعیت فشار اچول کیده، تر هغه چې طالبانو کابل ونیو.

یوه مقتدره کابینه جوړه د رشوت، اختناق لمن په ټولیدو شوه، په ټول هیواد کې پرته له یو څو محدودو پیښو نورآمنیت خوندي او داعتماد فضأ رامنځ ته شوه.

شیطاني قوتونو په شیطاني لمسوونو په افغانستان بې شرمانه یر غل وکړ، چې په زرګونه ټنه اوسپنه اور ، باروت او نور کیمیاوي سوزونکي مواد استعمال شول، دافغانستان اسلامي امارت اداره منحل او هیواد عملا اشغال شو.

په هیواد کې د امریکا په شمول هر جابر اونیواکګر کوښښ درلود چې خپل ځنځیریان د قدرت په کدۍ کینوي، دبون شر میدلې معاهده لاسلیک او کابل کې سهامي شرکت په توګه یوه اداره را منځ ته شوه چې هر وزیر او والي خپل سر وو.

په هیواد کې بیلا بیلې د قدرت جزېرې جوړې او داسي پانګونې وشوي چې ګټه ئې یواځي بړیڅو ته ورسیدل، چې بیلګې ئې اوس تاسو ته یو دبل پسي څرګندیږي، نور هیواد وال د فقر او ناامنیتي په ګرداب کې داسي ګیر شول چې وتل ئې ممکن نه برېښيده.

له کرزي وروسته د قدرت په ویش جنجالونه خلق شول، اشرف غني ډیر په چرأت اعلان وکړ چې سهامي شرکت نه جوړويو خو دا ثبات هغه وخت بابیزه شو چې جان کیري راغی پر دوی ئې د واکمنۍ څوکۍ وویشلې، بیا هم کابینه د اشغال زیدخلو هیوادونو په فرمایش او سهم په کار داسي بوخت شول چې د خپل بادار ګټو خوندیتوب ته اولیت ورکول کیده، اشرف غني په دې خوشحال و چې ولس مشر نوم ورکړل شو او په همدې تر تیب ډا کټر صاحب عبدالله.

 دوی یوه ورځ د ملت له درده څه وانه وریدل، د ارګ او سفیدار ماڼۍ خواکي په یو موبایل او څو روپوئې انسانان وژل کیدل ، تښتول کیدل حتی ماشومانو ژوند داسي له ګواښونو سره مخ شول چې چا جرأت نه شو کولای خپل ماشوم یوه لحظه له سترګو لري کړي.

دهیواد په بیلا بیلو برخو کې نیواکګرو داسي بمونه ورول چې هيڅ ځی ترې محفوظ نه و ،مدرسي، مکتبونه روغتونونه، د ودونو، جرګو محلونه او بازارونه په بمونو وریت شول.

د نړیوال جنګ په ترڅ کې چې په چاپان اتومې حمله وشوه له هغې ورسه افغانستان و چې د بمونو مور پرې وغورځول شوه، په دې ټول فجایعو سهامي شرکت نه یواځي چپه خوله بلکه د دفاع سنګر کې ودریدل .

 دسهامي شرکت په لمن کې د قدرت داسي جزېرې جوړې وي چې هر چا ځان له مسؤلیته پورته واکمن ګڼه، له دې سره سره د وزیرانو په شمول ارګ او نور د قدرت شیطاني جزیرو خبرونه له چا پټ نه دي چې څومره په رسوايي د ولسمشر لمړی معاون په بزرګ شخص جنسي تیری کوي، خبره د نړۍ ټوله میډیا خپروي ، څوک د نیولو او پوښتنې جرات نه شي کولی، د دفاع وزیر(ناخالد) په څومره رزالت او فحاشي عملاڅرګندیږي، د زنا او لواطت غږ ئې ټول افغانستان کې اوریدل کیږي ،څوک ورته پورته قدرې نه شي کتلی، په زرهاوو نور سوزونکي پیښي ... دا وو د سهامي شرکت ګټه!

هیواد والو که غواړئ چې هیواد مو خپلواک او دپردیو له فرمایشونو ازاد وي  له اسلامي امارته ملاتړ وکړئ.

که غواړئ چې هیواد کې سوله او آمنیت وي له دغې جوړې شوي کابینې حمایت وکړئ.

له ډیرو کلونو وروسته داسي کابینه اعلان شوه چې خپلواکه او با مسؤلیته کابینه دی، الله د دویته د عمل توفیق ورکړي.  

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک