مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د مارشال فهیم زوی ادیب فهیم وايي هغه کسان، چې خارج کې ناست دي د جنګ او قیامونو شعارونه دې نه ورکوي.
فهیم پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې تېرو دوه ورځو کې په پنجشیر ولایت کې ډېر خلک وژل شوي خو ځیني کسان له څو ورځو راهیسې له هیواده وتلي او له بهره د قیامونو او جنګونو شعارونه ورکوي.
فهیم وايي، ایا جنګ نور بس نه دی؟
د ادیب فهیم دغه څرګندونې داسې وخت دي چې د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود او امرالله صالح د پنجشیر تر سقوط مخکې تاجکستان ته تللي.
✒: په هیواد کې یوشمیر سیاسي جریانونو او احزابو د طالبانو له نوې کابینې سره مخالفت اعلان کړی دی.
صلاح الدین رباني،عطامحمد نور او د مقاومت جبهې په جلا جلا اعلامیو کې د طالبانو دغه حکومت انحصاري بللی او وایي د افغانانو استازیتوب نه کوي.
عطامحمد نور ویلي ډير ژر به له نورو سیاسي احزابو سره په مشوره، د یوه جلا جغرافيایي او سیاسي تشکیل په اړه خپل دریځ اعلان کړي.
د مقاومت جبهې بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا حکومت دې په رسمیت نه پيژني،ځکه په وینایې د افغانانو استازیتوب نه کوي.
✒: مخکینی ولسمشر اشرف غني، پر ځان د نغدو پیسو د لېږد تورونه ردوي او وايي چې هغه په فساد کې ښکېل نه دی او د ریاست جمهورۍ پر وخت یې له فساد سره مبارزه کړې ده.
ښاغلی غني پر خپل ټوېټر پاڼه خپره شوې اعلامیه کې، لیکي حاضر دی چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې څارونکي د ده شتمنۍ وڅېړي.
✒: د "اطلاعاتروز" ورځپاڼې مسوول ذکي دریابي وایي، چې طالبانو د دغې ورځپاڼې پینځه تنه خبریالان نیولي دي.
✒: د متحده عربي اماراتو یوه الوتکه نن سهار د کابل په هوایي ډګر کېناسته او شاوخوا ۴۰ ټنه خوراکي او روغتیایي مواد یې راوړي چې اماراتو له افغانستان سره مرسته کړي.
✒: تأکید علمای شیعه بر ایجاد یک حکومت همهشمول.
✒: هیواد کې د طالبانو پر ضد او ملاتړ د ښځینه وو د لاریونونو په ترڅ کې نن هم په کندوز ښار کې د نوي حکومت پر ملاتړ لاریون شوی،ښځینه لاریون کوونکو ویلي چې مونږ په هیواد کې د وینو توییدو پر ضد او په اوسني نظام کې ځان په امن کې بولو او ملاتړ یې کوو.
✒: محقق در واکنش به اعلام کابینهی طالبان: از نظر ما قابل قبول نيست.
✒: هایکو ماس، وزیر امور خارجه آلمان قبل از دیدار با آنتونی بلینکن، همتای آمریکایی خود در پایگاه هوایی رامشتاین اعلام کرد که با بلینکن امروز برای تعیین رویکرد مشترک در قبال طالبان یک نشست مجازی برگزار خواهند کرد.
ماس با بیان اینکه وزیران امور خارجه بیش از 20 کشور در نشست مذکور حضور خواهند داشت، گفت: میخواهیم روشن کنیم که در آینده در قبال طالبان چه رویکرد مشترکی را اتخاذ خواهیم کرد.
وی تصریح کرد: در این نشست موضوعاتی از قبیل حمایت از حقوق اساسی بشر، ارائه کمکهای بشردوستانه در افغانستان، حمایت از حق مسافرت افراد مایل به ترک این کشور، مبارزه با گروههای تروریستی مانند القاعده و داعش مورد بحث قرار خواهد گرفت. مردم افغانستان در تسلط کامل طالبان بر این کشور مقصر نبوده و نیز شایسته نیستند که جامعه بینالمللی از آنها روی گردان شود.
✒: ولادیمیر پوتین، رئیس جمهور روسیه و شارل میشل، رئیس شورای اتحادیه اروپا طی تماس تلفنی پیرامون تحولات اخیر افغانستان گفتوگو کردند.
بر اساس بیانیه منتشر شده از کاخ کرملین طرفین در این مکالمه تلفنی بر اهمیت حمایت از صلح در افغانستان، جلوگیری از خشونت و اطمینان از گفتوگو بین افغانها با در نظر گرفتن منافع همه اقوام تاکید کردند.
همچنین طرفین در خصوص جلوگیری از خطرات مربوط به گسترش تروریسم، افراط گرایی و مواد مخدر اعلام آمادگی کردند.
✒: رئیسجمهور امریکا گفت: مطمئنم که چین، روسیه، ایران و پاکستان در تلاشند تا با طالبان در زمینههای مورد اختلاف به تفاهم برسند.
جو بایدن که به باور منتقدان بدون در نظر گرفتن عواقب خروج از افغانستان آن را برای طالبان رها کرد، گفت: همه این کشورها اکنون میکوشند بفهمند طالبان چه میکند.
✒: لوئیجی دیمایو، وزیرخارجه ایتالیا میگوید تشکیلات جدید دولت موقت افغانستان که توسط طالبان شکل گرفته، سیگنال (نشانه) بدی برای جامعه بینالملل و صلح است.
او گفت: «در دولت تشکیل شده ریاست آن به عهده محمد حسن آخند است؛ کسی که در لیست تروریستها و چهرههای تحریمی سازمان ملل است».
✒: د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي چې دوه ورځې وړاندې یې په کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي وو، په تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ددې مرستو د رسولو لپاره امنیت اړین دی.
✒: امریکا هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي طالبانو له افغانستان د یو شمېر امریکايي وګړو د ایستلو مخنیوی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په قطر کې په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبانو د هېچا د وتلو مخنیوی نه دی کړی.
✒: ترکیه وایي روان کال یې د زرګونه افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی کړی دی. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وایي دوی د کډوالو د مخنیوي لپاره تدابیر سخت کړي دي او په خبره یې تر دې دمه یې د زرګونه افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی کړی دی.
✒: قطر وایي دمګړی طالبان پر افغانستان واکمنان دي او ددوی کړنو ته په کتو یې باید په اړه قضاوت وشي. د قطر د حکومت لوړپوړي ديپلومات له اسوشټېډ پرېس سره په خبرو کې ویلي چې طالبان یوه اسلامپاله ډله ده، خو تر ژمنو به یې عمل ته ارزښت ورکوي.
✒: په م.م کې د چين د دايمي پلاوي موقتي شارژدافير دای بينګ وایی، د افغانستان له مسئلې څخه څرګندېږي، چې بهرنۍ پوځي لاسوهنې او پر بل هېواد خپل پلان تپل مسئله نه شي حلولی، بلکې د لا زياتو تضادونو او شخړو د جوړولو سبب ګرځېدلی شي او داسې کړنې هرومرو ناکامېږي.
✒: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سرپرست حکومت جوړېدو هرکلی کوي. د یاد وزارت په خبره، ازبکستان په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تازه اعلان شوې کابینې پر جوړېدو خوښ دی او دوی ورسره بشپړې همکارۍ ته چمتو دي.
✒: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې افغانستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. هغه په یوه تازه مرکه کې زیاته کړې چې دوی له افغانستان سره مرستو ته چمتو دي خو طالبان هم باید خپلو وعدو ته ژمن پاتې شي.
✒: چین وایي، د افغانستان مسئلې په اړه ددغه هېواد دريځ تلپاتې او څرګند دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چين تل د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی کړی، د دغه هېواد په کورنيو چارو کې يې پر نه لاسوهنې ټينګار کړی دی.
✒: اروپایي اتحادیې په یوه لنډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له خوا نوی اعلان شوی حکومت نه همه شموله دی او نه د ټولو افغانانو استازولي کوي.
✒: په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یو موټر چاودنه شوې ده چې په پایله کې کې یې اووه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستاني پوځ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې دوه پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
✒: ملګرو ملتونو کې د نړۍ شل هېوادونه پر افغانستان او د طالبانو د په رسمیت پېژندلو او له هغوی سره د راتلونکو همکاریو او ګډ کار په اړه پر یو میکانیزم خبرې کوي. په ورته وخت کې ډېر شمېر هېوادونه وایي چې پر طالبانو تازه بندیزونه لګول او یا د پخوانیو هغو دوام به تر ګټې تاوان ډېر پېښ کړي.
✒: جرمني وایي چې طالبانو سره اړیکې ساتي خو دا چې وړاندې ورسره ځي او کنه د دغې ډلې په چلند پورې اړه لري. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې دوی به له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتي او دغه راز به د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
✒: د رویټرز د رپوټ پر بنسټ د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي:"چین په ریښتیا هم طالبانو سره ستونزه لري. زه ډاډه یم چې چین به کوښښ وکړي چې طالبانو سره لازمه همغږي جوړه کړي. پاکستان، روسیه او ایران ټول کوښښ کوي چې پوه شي هغوی اوس څه کوي."
✒: د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د افغانستان روغتیا برخې سره د نړۍوالو د مرستو بندېدو له کبله، کېدای شي له دوو زرو زیات روغتیايي مرکزونه وتړل شي.
