مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: طالبان کابینه شان را اعلام کردند، ملاحسن آخند صدراعظم، ملابرادر و ملا عبدالسلام حنفی معاونان وی تعیین شده اند.
ملایعقوب پسر ملاعمر به حیث وزیر دفاع، سراج الدین حقانی رهبر شبکه حقانی به حیث وزیر داخله، امیر خان متقی بحیث وزیر امور خارجه، ملا هدایت بدري وزیر مالیه و قاری فصیح الدین بدخشی به حیث لوی درستیز تعیین شده اند.
✒: ملا محـــمدحســن رحـــمانــي ۶۵ کلن دی.
د طــــالبانو د پخواني حکومت پر مهال د کندهار والي، وروسته د وزیرانو شورا د مشر ملا ربـــاني معاون او د شمال د جګړې نظامي مسول وو.
هغه د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د سوزنیانو د کلي اوسېدونکی دی.
هغه په تېرو شل کلونو کې د طــــالبانو د شورا مهم غړی وو، ان د ملا اختر منصور له وژل کېدو وروسته ورته د طالبانو د مشرۍ وړاندیز وشو، خو دا مسوولیت ونه مانه.
✒: د کابل په نني لاریون کې د کابل نیوز ټلویزیون یو تصویر اخېستونکی، احمد نجیم سلطاني ټپي شوی او خبریال، عمران فضلي وهل ټکول شوی دی.
طالبانو له هغوی څخه د تصویر اخېستو اړوند وسایل هم اخېستي او له ځان سره یې وړي دي.
✒: عبدالله عبدالله: په زور به د غوښتنو تحمیل مطلوبه پایله ونه لري.
✒: طالبان مانع تصویربرداری برخی از خبرنگاران از تظاهرات امروز شدند. آنان همچنان تصویربردار طلوعنیوز را بازداشت کردند و وی را همراه با دوربین تصویربرداریاش با خود بردند.
✒: د طلوع نیوز تصویر اخیستونکی وحید احمدي، د طالب ځواکونو له خوا، له کابو درې ساعته بند وروسته ازاد کړل شو.
طالبانو د هغه د تصویر اخیستو کمره سره له تصویرونو بېرته ښاغلي احمدي ته سپارلې ده.
✒: پنجشیر کې نوي امنیتي مسوولین وایي په ټولنیزو رسنیو کې د مسعود د قبر دغه عکس جعلي او فوټو شاپ دی چې قبر ته کومه صدمه نه ده رسیدلې او یوه ځانګړې ډلګۍ د قبر ساتنه هم کوي.
✒: د آریانا افغان هوایي شرکت تجارتي مرستیال محمد سلیم رحیمي سپوږمۍ راډیو ته وویل چې،هیواد کې د وروستیو تحولاتو وروسته به راتلونکو دریو ورځو کې ددغه شرکت له خوا لومړنی نړیوال پرواز ترسره او آریانا افغان هوایي شرکت به خپله لومړنۍ الوتنه نوي ډهلي ته ولري.
✒: کام اییر هوایي شرکت خبر ورکړی چې سر له اوسه یې په ټول هیواد کې څانګې پرانیستل شوې،مشتریان کولی شي ټکټونه واخلي او د پخوا په څیر د هیواد هغه لسو ولایتونو ته سفرونه وکړي کوم چې پخوا دغه شرکت هلته الوتنې کولې.
✒: د کابل هرات د لویې لارې موټر چلوونکي او مسافر وایي چې اوس پر دغه لویه لار شپه او ورځ ډاډه سفرونه کوي او هیڅ راز ستونزه نشته،دغه راز عیني شاهدان وایي چې پر دغه لویه لار ډیری سیمو کې هوټلونه،رسټورانتونه او پلورنځي د تازه جوړیدو په حال کې ښکاري.
✒: پنجشیر ته تلليو خبریالانو پر دغه ولایت د جګړې پر مهال،د هوایي بریدو خبرونه په کلکه رد کړي او دا یې تش افواهات بللي چې پر ټولنیزو رسنیو خپریږي،دغه راز خبریالان د پنجشیر اوسیدونکو له قوله وایي چې د تیرو لسو ورځو راهیسې امرالله صالح او احمد مسعود په عام محضر کې هیڅ نه دي لیدل شوي.
✒: د ا.ا.ا د نوي حکومت جوړېدو مراسمو کې مو د ګډون لپاره نړیوالو ته بلنلیکونه استولي.
✒: د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ ۷۵ بستريز روغتون کې افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټې له لوري پنځه کيلو واټه لمريزه برېښنا فعاله شوه.
دغه برېښنا د ۱۸ سولري تختو، ۱۶ بطريو او نورو وسايلو پر مټ فعاله شوه، چې د ياد روغتون ستونزه ور سره حل شوه.
✒: د (CORD AID) په نوم یوه هالنډي بنسټ په هرات ولایت کې خپل فعالیتونه بیا کړل.
د هرات ولایت مقام وایي، دا بنسټ د بشردوستانه مرستو، په ځانګړې توګه د روغتیا او کورنیو بېځايه شوو په برخه کې فعاليت کوي.
په هرات کې د CORD AID دفتر مسوولینو هم د هرات ځایي چارواکو سره په ليدنه کې د ياد بنسټ د بشردوستانه فعاليتونو د بیا پيل خبر ورکړی.
✒: امریکا وایي تمه لري چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې دمګړی په دوحه کې دی وایي دی په دې تمه دی چې طالبان په ټولو برخو په تېره په امنه توګه د امریکایي وګړو د ایستلو پر ژمنه عمل وکړي.
✒: ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیايي مرستو د ځنډېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې دوی د صحتمندۍ پروژې له لارې په افغانستان کې شاوخوا دېرش میلیونه وګړو ته روغتیايي خدمات برابروي، خو دمګړی له دغه پروژې سره نړیوالې مرستې په ټپه درېدلې دي.
✒: د بریتاتیا لومړي وزیر ددغه هیواد پارلمان ته په خپله وینا کې ویلي چې ډیره له وخت مخکې ده چې د طالبانو په اړه قضاوت وشي، نوموړي ویلي طالبان باید پر خپلو ژمنو وفا وکړي تر څو زمینه برابره شي چې نړۍ له طالبانو سره په ګډه کار وکړي.
✒: د برېټانیا پخواني چارواکي وایي له افغانستان د امریکا وتلو دا وښوده چې د غرب د واک زمانه پای ته رسېدلې ده. د برېټانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر د سپټمبر د یوولسمې پېښې په تړاو په تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان د ټولو امریکایي ځواکونو ایستل یوه ستره تېروتنه وه.
✒: ایکانومیست لیکلي پنجشیر کې د احمد مسعود مقاومت یوې میاشتې ته ونه رسید چې را وپرځید او احمد تمه لرله چې دا جګړه به اوږده شي،ژمي ته به ورسیږي،نړیوال ملاتړ به ورته را جلب کړي خو هسې ونه شول تر میاشت کمه موده کې د ولایت پر مرکز طالبانو خپل بیرغ ورپاوه او د وسلو ستر ګودامونه یې ونیول.
✒: مخکښ سني ایراني عالم مولوي عبدالحمید اسماعیلزهي ویلي چې که چېرته طالبان غواړي پر افغانستان اوږدمهاله واکمي وکړي نو باید یو پراخ بنسټه حکومت جوړ او ټولو مذهبي اقلیتونو ته پکې ځای ورکړي.هغه دغه راز احمد مسعود ته په خطاب کې ویلي چې د حل لار خبرې دي او له دې پرته بله چاره نه لري.
✒: د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین وایي چې امریکا هڅه کوي په نړۍ کې خپلې زورواکۍ ته دوام ورکړي خو د ده په باور په افغانستان کې د امریکا پښه ښویدلې ده او نور نشي کولی چې پر نړۍ خپلې زورواکۍ ته دوام ورکړي.
✒: CNN د ننیو لاریونو په اړه ویلي طالبان د پخوا په پرتله فوق العاده بدل شوي او نن یې ښځو ته په کابل ښار کې د لاریونو اجازه ورکړې چې،لاریونونه په سولییزه فضا کې پایته رسیدلي،NPR وایي د طالبانو دا بدلون به دوی سره مرسته وکړي چې حکومت یې د نړیوالو له خوا ژر په رسمیت وپیژندل شي.
✒: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې د کابل هوایي ډګر دننه امنیت د ډاډ وړ میکانیزم ته اړتیا لري. اوغلو ویلي چې که چیرې طالبان د بهرنیانو پر نه حضور ټینګار کوي نو کیدای شي له یوه شخصي امنیتي شرکت څخه د دې ماموریت له پاره کار واخیستل شي.
✒: د کاناډا پر لومړي وزیر جسټن ټروډو د کاڼو ګوزارونه شوي دي. رویټرز اژانس وایي چې پر ټروډو د کاڼو ګوزارونه د یو ټاکنیز کمپاین د غونډې پر مهال د احتجاج کوونکو له لوري شوي دي. ټروډو د خپل ګوند په ګټه د منځمهالو ټاکنو تابیا لري چې دا کار یې د خلکو له غبرګون سره مخ شوی دی.
✒: د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، د امریکا ولسمشر جوبایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان په رسمیت پېژني که نه؟ ویلي دي:"دا ډېر واټن لري."
