No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏منبع: شبکه حقانی باگزینش جنرال جرأت به حیث والی پنجشیر مخالف است.

جنرال جرأت از افراد بسیار نزدیک ای اس ای در پنجشیر به شمار می رود؛ اما افراد شبکه حقانی باور دارندکه ۲۰ سال پیش جنرال جرأت در هماهنگی با امریکایی ها در ولایت های لوگر، پکتیا، پکتیکا و خوست مرتکب جنایات شده است.

: ‏طالبانو یوتن په جلال اباد ښار کې د دوه ټایرونو د غلا پرمهال لاس په لاس نیولی دی.

طالبانو دغه کس ته ټایر په غاړه کې اچولی و او د ښار په واټونو کې یې ګرځولی دی.

د ننګرهار ولایتې اداري تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلې.

: ‏طالبانو د یوې ویډیو په خپرولو سره هغه ادعا رد کړې، چې د نظامي کمیسیون مرستیال مولوي فصیح الدین په پنجشیر کې وژل شوی دي.

مولوي فصیح الدین وایي چې دا مهال په پنجشیر ولایت کې دی.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین عبداللهیان او عبدالله عبدالله ترمنځ ټلیفوني مکالمه کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو په ضرورت خبرې شوي.

عبدالله عبدالله له ایران څخه غوښتنه کړې، څو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي.

: ‏د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د هیواد ملي بیرغ او ملي سرود په اړه به راتلونکی نظام دملت سره په مشوره تصمیم نیسي.

: ‏د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد وايي،  پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه به بیرته دندو ته راو غوښتل شي او له طالب جنګیالیو سره به یوځای د افغانستان پوځ ترې جوړ شي.

: ‏طالبان وايي، د مقاومت د جبهې پخوانی ویاند فهیم دشتي د مقاومت جبهې قوماندانانو ګل حیدر او جنرال جرات ترمنځ  خپل منځي نښته کې  وژل شوی دی.

: ‏د هیواد په پوهنتونونو کې د هلکانو او نجونو د بېوالي په اړه د طالبانو له پریکړې وروسته، یوشمېر خصوصي پوهنتونو خپل تدریسي ټولګي په دوو برخو وېشلي دي.

د خصوصي پوهنتونونو دغه تدریسي ټولګي د یوې پردې په واسطه په دوو برخو ویشل شوي، چې هلکان یوې خوا ته او نجونې به بل لوري ته ناستې وي.

: ‏طالبان وایي پنجشیر ولایت یې په بشپړ ډول نیولی دی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دی ولایت کې د دوی پرضد جنګېدونکي ټول کسان وځپل شول، ځینې یې ووژل شول او یوشمېر نور تښتېدلي دي.

طالبانو د پنجشیر خلکو ته ډاډ ورکړی چې له دوی سره هیڅ ستونزه نه لري.

: د امریکا د کانګرس غړی مایکل مک کال وايي چې طالبانو له دوو ورځو راهیسې د بلخ په هوايي ډګر کې د شپږو هغو الوتکو د الوت مخنیوی کړی دی چې امریکايي وګړي او د هغوی همکاران یې لېږدول.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی مایکل مک کال وايي:«زه هېڅ نه پوهېږم، خو په حقیقت کې د مزارشریف په هوایي ډګر کې شپږ الوتکې لرو چې په شپږ واړو الوتکو کې امریکایي وګړي او افغان ژباړونکي دي، خو طالبانو اوس مهال هغوی په ناڅرګند دلیل برمته کړي دي

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې بهرنیو رسنیو هم خبر ورکړی دی چې طالبانو په وروستیو دوو ورځو کې د مزار شریف د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نړیوال هوایي ډګر کې د شپږو الوتنو مخه نیولې ده.

خو احمد االله وثیق د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال بیا دغه ادعا ردوي:«د هغو کسانو لپاره چې د سفر جواز لري کوم خنډ نشته

: ‏په کابل کې د طالبانو لوړ پوړي پلاوي نن افغانستان لپاره د چین له لوی سفیر سره کتلي دي،په دغه کتنه کې راتلونکې کې د چین او افغانستان تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو او د چین له خوا افغانستان سره د مرستو په تړاو خبرې شوې دي.

: ‏د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي پنجشیر کې په ډیره پریمانه کچه د کلونو کلونو وسلې خوندي شوې او دا وروستیو کې له کابل څخه هم ډیرې زیاتې سترې او وړې وسلې ور انتقال شوې وې چې،په چټکۍ به یې بیرته راوړل پیل او د هیواد مرکزي زیرمو کې به خوندي شي.

: ‏د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر افغانستان ته راغلی دی. ددغه کمېټې عمومي رییس یوه خپاره کړي ویډیويي پیغام کې ویلي چې له دې سفر یې موخه په افغانستان کې د یادې ادارې له فعالیتونو کتنه ده. هغه زیاته کړې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو او د خپلې ادارې د فعالیتونو بهیر له نږدې وڅاري.

: ‏طالبان: خواستار سفر آنگلا مرکل به افغانستان هستیم.

: ‏شپږ تنه فلسطینیان نن د یوه تونل له لارې د اسراییلو له ګېلبوا زندان څخه تښتېدلي.

یاد زندان که څه هم کلک امنیتي تدابیر لري، خو یادو کسانو د تونل کیندلو له لارې توانېدلي چې وتښتي.

په دې زندان کې په سلګونه نور فلسطینیان هم بندیان دي.

په تښتېدلو کسانو کې یو تن مهم قومندان هم شامل دی.

: ‏لومړۍ وزیرې میرکل یوه خبري غونډه کې یو وار بیا ویلي چې آلمان به له طالبانو سره خبرې وکړي تر څو افغانستان سره مرستې وشي،میرمن میرکل ویلي طالبان د افغانستان واکمنان دي نړۍ او مونږ ټول مجبور یو چې دوه اړخیزو اړیکو رغولو لپاره دوی سره خبرې وکړو او بې خبرو هلته څه کول ممکن نه دي.

: ‏یوې پوځي ډلې په ګینه کې کودتا کړې ده او نوی حکومت یې اعلان کړی دی. د راپورونو له مخې یوې پوځې ډلې تېره شپه په ګینه کې د ولسمشر پر دفتر برید کړی دی، هغه یې محاصره کړی او وروسته یې ددې هېواد پر دولتي تلویزیون اعلان کړی چې ګینه کې کودتا شوې او دمګړی د واک واګې له دوی سره ده.

: ‏ترکي رسنۍ وایي چې د امریکا خارجه او دفاع وزیران به نن قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې له مهم طالب چارواکو سره هم وګوري،په دغه کتنه کې به افغانستان کې د امریکا پر راتلونکې، د پاتې امریکایي وګړو د وتلو، د کابل نړیوال هوایي ډګر بیرته رغولو او افغانستان سره د مرستو په تړاو هم خبرې وشي.

: ‏د بریتانیا د وسله والو ځواکونو یو لوړپوړي چارواکي ویلي، یو شمېر هغو بریتانوي سرتېرو چې په افغانستان کې یې دنده تر سره کړې وه، په دغه هېواد کې تر وروستیو تحولاتو وروسته یې ځان وژنه کړې ده.

: ‏امریکا کې د وسله والو بریدونو پر دوام نن د دغه هېواد په فلوریډا ایالت کې په یوه وسله وال برید کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. امریکایي چارواکو ویلي چې دا برید هغه کس کړی دی چې په افغانستان او عراق کې یې جګړه کړې وه او اوس په کور ناست و.

: ‏د چارو نامتو بریتانوي شنونکي رودني شکسپیر له افغانستان څخه د امریکا او متحدو هېوادونو وتلو ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د روان وضعیت لامل د بهرنیو مغرورو او نادانو هېوادونو مداخله وه. شکسپیر زیاته کړې متحده ایالاتو ثابته کړه چې دوی د باور وړ متحدین نه دي.

: ‏په هند کې د ترکیې سفیر فرات سونل له ویون هندي ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې له طالبانو سره د هند تازه تماسونو ته په اشارې ویلي چې د سیمه ییز، ځانګړې توګه د افغانستان د ثبات لپاره مهمه ده چې له طالبانو سره ښې اړیکې وپالل شي.

: ‏د اتریش د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شالنبرګ ویلي چې دوی تر اوسه پورې د طالبانو د رسمیت پېژندلو پرېکړه نه ده کړې خو ټینګار یې کړی دی چې که چېرته دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو په رسمیت پېژندلو خبره دومره ګران کار نه دی.

: ‏ایران پر پنجشیر ولایت د طالبانو برید غندلی دی.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور پراساس، د دې هیواد بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پنجشیر په جګړه کې له طالبانو سره د پاکستان د همکارۍ راپورونه څیړي.

‏د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې د ستونزو د حل یوازینۍ لار بین الافغاني خبرې دي او وایي دوی په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره له ټولو لوریو سره مرسته کوي.

: ‏امریکايي جمهوري غوښتونکی سناتور لیندسي ګراهام وايي، لکه څنګه چې امریکايي ځواکونه عراق او سوريې ته بیرته ستانه شول همداسې به امریکايي خواکونه بیرته افغانستان ته ستنیږيو ځکه له افغانستان به امریکا ته پیښدونکی ګواښ ډیر لوی وي.

: ‏وزیر خارجه روسیه:

اگر دولت جدید طالبان فراگیر باشد، هزاره ها، اوزبیک ها و تاجیک ها حضور داشته باشند، در مراسم معرفی این دولت اشتراک خواهیم کرد.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک