No-IMG

د مقاومت وياند فهيم دشتي وژنه

زاهد جلالي

 

بېګا شپه،‌ کله چې د فهيم دشتي له وژل کېدو خبر شوم،‌ نارامه شوم، هېڅ خوب نه راته. ويل مې کاشکې هغه په دغه بې معنا جګړه کې نه وای وژل شوی. کاشکې يې د‌ امريکايانو پر وړاندې جګړه کړې وای،‌ نن به يو اتل خو. خو ده خپل ځان د دغسې يوې جګړې له پاره وقف کړی و چې مقابل طرف يې بايد داخلي وي. شل کاله مخکې همداسې يوه جګړه کې ټپي شو او دا دی شل کاله پس په همداسې يوه جګړه کې ووژل شو.

دې‌ ورځو کې په هېواد کې د دغې جګړې په اړه بحثونه ګورم چې دا دی نن ختمه شوه. ځينو د ژبې او قوم پر اساس طرفونه نيول او ځينو پر نورو شخصي بنيادونو فيصلې کولې. دغسې وخت کې چې نږدې دوستان مختلف نظرونه لري او سخت وېشل شوي وي،‌ په يوه مسئله کې نظر څرګندول اسانه کار نه دی.

خو زه غواړم چې له دغو محدوديتونو ور هاخوا،‌ د خدای له پاره او د خپل وطن له‌ پاره خبره وکړم. حقيقت دا دی چې طالبانو په داسې حال کې چې بريالي وو، او ټول وطن يې په يوه منډه نيولی و، بيا هم پنجشېر ته دننه نه شول. ځکه دوی حساسيتونه درک کول او نه يې غوښتل پخوانۍ بدي بيا تازه شي.

طالبانو د‌ خپلې برلاسۍ پر مهال دوی ته مهلت ورکړ،‌ مدارا يې ورسره وکړه. آن احمد شاه مسعود چې د دوی پر وړاندې يې اوږده جګړه کړې وه، ملي قهرمان يې وباله. خو دوی ګومان کاوه چې دوی هماغه شل کاله مخکېني روزل شوي، تازه دمي جنګيالي دي او طالب هماغه له مدرسې راغلی بې تجربې طالب. دوی هېره کړې وه چې طالب امريکې ته ماته ورکړه،‌ د پنجشېر نيول خو ورته د يوې منډې کار دی.

همدا غلط فهمي وه چې احمد مسعود ډېرې جنګي څرګندونې کولې. د طالب مدارا يې د هغه کمزوري بلله. طالب چپ و، بلکې له دوی سره يې د مذاکراتو خبرې کولې، خو همدا احمد مسعود و چې د جګړې ډول يې واهه، اروپايانو ته يې د بدنام هنري لوي په لاس ليک واستاوه او په جګړه کې د مرستې غوښتنه يې وکړه. تاسې څو ورځې شاته لاړ شئ،‌ د پنجشېر په اړه د طالبانو موقف وګورئ او د احمد مسعود موقف هم. هغوی د مذاکراتو او سوله ييز حل خبرې کولې، خو ده د جګړې او مقاومت.

نو متاسفانه احمد مسعود او ملګرو يې ډېر نامناسب موقف غوره کړی و او که بريالي شوي وای، افغانستان به‌ بيا د دوامدارې خپل منځنۍ جګړې کور و، او بيا به د پرديو د لاس وهنې زمينه برابره وه.

اوس چې خبره يو طرفه شوه، ښه‌ خبره دا ده چې تېر په هېر، ټول د افغانستان له پاره لاسونه يو کړي، کرکې او زړې دوښمنۍ پرېږدي. احمد مسعود او ملګرو يې چې په افغانستان کې د امريکا شتون مانه، لږ دې د مسلمان طالب هم ومني.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

همایون لوگری

لعنت خدا بر شما فاشیزم قبیله گرای یهودی. اول در جبهه حق علیه باطل بخاطر حفظ آبرو و عزت حقوق مردم خود و بخاطر آزادی کشور از سیطره بیگانگان شهید شد.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک