No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏طالبانو انګور اډه کې هغه موټر نیولي چې پاکستان ته یې توکي په قاچاقي توګه انتقالول.

طالبان وایي پر ټولو پولو یې خپل نظارت په فوق العاده توګه  لوړ کړی او قاچاق کوونکو سره کلک قانوني چلند کیږي.

تردې مخکې دوی له هیواده د داغمه توکو او کباړ قاچاق منع کړی و.

: ‏کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره چمتو شوی دی.

د راپورونو له مخې له قطر څخه راغلی تخنیکي ټیم په پرله پسې کار په دې بریالی شوی چې هوایي ډګر منظم کړي او په نسبي توګه یې د کورنیو او بهرنیو پروازونو لپاره اماده کړي.

‏چارواکو ویلي د هوايي ډګر ځغاست لیکه منظمه شوې او پروازونو ته تیاره ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون له کابل هوایي ډګر څخه درې کورني پروازونه هم ترسره شوې دي.

: طالبان می‌گویند که تمام ولسوالی‌های پنجشیر را به اداره شان در آورده اند و هم اکنون جنگ میان نیروهای آنان و نیروهای جبهه مقاومت در مرکز پنجشیر جریان دارد.

اما جبهه مقاومت این ادعای طالبان را نمی‌پذیرد و از پس گرفتن ولسوالی پریان از نزد طالبان سخن می‌زند.

ظاهرا جنگ در پنجشیر وارد مرحله حساس آن شده است؛ چنانچه دو طرف از موفقیت در برابر یکدیگر سخن می‌زنند.

احمدالله وثیق، معاون کمیسیون فرهنگی طالبان، گفت: «در تمام مناطق و ولسوالی‌های پنجشیر مجاهدین امارت اسلامی حضور فعال دارند. تمام مناطق در کنترول مجاهدین است. تنها در بازارک مرکز پنجشیر مقاومت شده است

طالبان همچنان با پخش یک نوار تصویری از افتادن تجهیزات سنگین نیروهای مقاومت به دست نیروهای طالبان سخن زده‌اند.

: ‏د عامې روغتیا وزارت وايي چې بحرین له افغانستان سره ۳۰ ټنه د خوراکي او روغتیايي توکو مرسته کړې ده. د دغه وزارت په وینا، دغه مرسته شوي توکي نن د حامد کرزي په نړۍوال هوايي ډګر کې د بحرین د استازي له خوا د عامې ورغتیا وزارت ته وسپارل شول.

: ‏د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته نږدې یوې سرچینې طلوع‌نیوز ته د دې پخلی وکړ، چې د پاکستان د استخباراتو مشر فیض حمید بېګاه په کابل کې له حکمتیار سره کتلي.

د سرچینې په وینا، دې کتنه کې افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

: ‏د طالبانو ویاند په یوه تازه مرکه کې ویلي چې که چېرته د پنجشیر جبهه له مقاومته لاس واخلي، نو د نورو سیمو په څېر به ددغه ولایت له خلکو سره هم چلند وشي. قاري یوسف احمدي ویلي چې د احمد مسعود د جګړې دلیل دا دی چې نوموړی غواړي د نورو سیمو په پرتله ډېر امتیاز تر لاسه کړي.

: ‏د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې المان سره پياوړې ډيپلوماټیکې اړیکې غواړي. نوموړي له ولټ ام زونټاګ ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې، دوی له المان سره ټینګې اړیکې غواړي او دغه راز هیله لري چې دغه هېواد ورسره مالي مرستې وکړي.

: ‏د کابل هوایي ډګر د بهرنیو او کورنیو پروازونو لپاره تیار کړل شو. د الجزیرې د راپور له مخې له قطر راغلي تخنیکي ټیم په پرله پسې کار په دې بریالی شوی چې هوایي ډګر منظم کړي او په نسبي توګه یې د کورنیو او بهرنیو پروازونو لپاره اماده کړي. چارواکو ویلي د هوايي ډګر ځغاست لیکه منظمه شوې.

: ‏د طالبانو سیاسي دفتر مشر او مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، دوی د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په در شل کې دي.

: ‏کندهار ته له هراته د اریانا افغان هوايي شرکت لومړنۍ ملکي  الوتنه ترسره شوه.

د اریانا  - افغان عمومي رییس رحمت الله ګلزاد وایي، دغې الوتنه کې یې له هرات څخه ۶۰ او له کندهار څخه ۱۰ مسافر  کابل ته لېږدولي دي.

‏په همدې حال کې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر مسوولین وايي، دغه ډکر کې یې ټولې تخنیکي ستونزې حل کړي او د هر ډول الوتنو لپاره بشپړ چمتوالی لري.

: ‏نظامیان اسرائیل 5 کودک فلسطینی را بازداشت کردند.

: ‏سومین پیروزی پیاپی تیم ملی والیبال مردان ترکیه در رقابت‌های قهرمانی اروپا.

: ‏د سعودي په مشرۍ ګډ ایتلاف په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې حوثي یاغیانو په یوې بې مخینې اقدام کې غوښتل د سعودي عربستان پر دوو لویو ښارونو د بالستیک توغندیو برید وکړي، خو دغه توغندي د دفاعي سیستم په مرسته په هوا کې خنثی شوي دي.

: ‏اروپايي ټولنه وایي افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی د طالبانو ژمنو ته نه، بلکې کړنو ته په کتو پرېکړه کوي.

: ‏د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي که نړۍ غواړي چې د افغانستان له لوري د کډوالو له بحران سره مخ نه شي، نو باید له دغه هېواد سره اقتصادي مرستې ډېرې کړي. عمران خان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره ویلي چې نړۍ باید د طالبانو له حکومت سره خبرې پيل کړي.

: ‏امریکا وایي له طالبانو سره خپل ارتباطي چینلونه فعال ساتي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته تر سفر مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې دوی له طالبانو سره ټول ارتباطي چینلونه فعال ساتي خو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته یې بېړه نه لري.

: ‏قطر کې د امریکایانو پوځي اډې العدید ته تر پنځوس زره ډیر افغان کډوال ور رسیدلي چې ستر اکثریت یې له قطر څخه د امریکا او اروپا په لور خوځیدلي دي،چارواکي وایي تر دې دمه نهو افغان میرمنو العدید پوځي اډه کې نوي ماشومان زیږولي چې ټولې روغتیایي اړینې همکارۍ هم ورسره شوې دي.

: ‏کابل کې د قطر سفارت ویلي چې سر له سبا به هره ورځ په منظمه توګه له دوحې څخه کابل ته یوه الوتنه تر سره  شي،سفارت ویلي ددغه الوتنو ستر ماموریت افغانستان سره بشري مرستې دي.

: ‏له اندونیزیا خپریدونکې جاکارتا پوست په یوه تبصره کې ویلي چې اندونیزیا به په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له نوي حکومت سره د پام وړ همکارۍ وکړي، ورځپاڼه وایي اندونیزیا علاقه لري د افغانستان په څو مهمو لویو ښارونو کې د ښځو لپاره پوهنتونونو جوړولو برخه کې مرسته وکړي.

: ‏د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری له چادرۍ څخه په استفادې له طالبانو څخه تښتېدلی دی. ډیلي سټار ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری د چادرۍ په اغوستلو سره توانېدلی دی چې کابل ته پر لاره د طالبانو له چیک پواینټونو څخه تېر شي.

: ‏د هند بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا ویلي چې طالبان د شلو کلونو وړاندې طالبان نه دي او ستر بدلون پکې احساسیږي،د هند د بهرنيو چارو سکرتر شري هرش هندوستان ټایمز ته ویلي چې دا ځل هند ډیره علاقه لري تر څو طالبانو سره په یو امن او با ثباته افغانستان کې ګډ کار وکړي.

: ‏د بریتانیا د وسله والو ځواکونو قومندان نیک کارټر ویلي، چې طالبانو د دوی تر اطلاعاتو ګړندی عمل وکړ. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي وویل، طالبان پوهېږي چې افغانستان شل کاله مخکې افغانستان نه دی نو طبعاً د دوی عمل هم تغیر کوي.

: ‏بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو د شوې نننۍ چاودنې مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستی دی. دغه تحریک په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې شوې چاودنه د ځانمرګي برید له امله وه چې په پایله کې یې ۲۵ پاکستاني عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

: ‏د ریانووستي د راپور له مخې، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل ویلي چې له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله داسې لار نشته چې په افغانستان کې د دغې ټولنې ډیپلوماټیک حضور تضمین کړي. نوموړي زیاته کړې چې اروپایي ټولنه به له افغانستان سره خپلې مرستې څلور برابره زیاتې کړي.

: ‏د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وایي، چې هېواد یې افغانستان کې سوله او ټیکاو غواړي.

رییسي دا هم وایي، چې ایران به په افغانستان کې د خلکو د ارادې او رایې پر بنسټ رامنځته کېدونکي حکومت ملاتړ وکړي.

: ‏افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق وایي، چې د پاکستان په مشرۍ د ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان استازو نن یوه انلاین غونډه وکړه، چې په‌کې یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

: ‏د امریکا د پوځ لوی درستیز وایي ښايي افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي او له دې فرصت څخه به داعش ډله استفاده وکړي.

جنرال مارک میلي ویلي، چې دغه کورنۍ جګړه به په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د بیا منظم کېدو باعث شي.

: ‏کوټه کې چاودنې پنځه پاکستاني سرتیري وژلي دی.

چارواکي وایي، چې په دې چاودنه کې تر شلو زیات پاکستاني عسکر ټپیان شوې دي او ښایي د تلفاتو شمېر لوړ شي.

: ‏د پاکستان صدراعظم عمران خان کوټه کې وروستۍ چاودنه غندلې او ویلي دي، چې دا برید د پاکستانی ط لبانو تحریک کړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک