مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کابل شهزاده سرای نن بېرته خپل فعالیت پيل کړ.
دا مهال شهزاده سرای کې شته هټۍ او دفترونه پرانیستل شوي دي او لسګونه کسان خپل کار ته راګرځېدلي.
ددغه سرای د تړل کېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
✒: د افغان پوځ د انجینرۍ ټیم دوه بلک هاک هلیکوپترې، چې د امریکایانو له خوا تخریب شوې وې بېرته جوړې کړې او پرواز یې ورکړی دی.
د افغان پوځ پيلوټ نقیب همت پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د امریکایانو له لوري تخریب شوې الوتکې ددوی د انجینرۍ ټیم بېرته جوړې کړې دي.
✒: کابل کې د ایمرجنسي روغتون وایي، چې دوی ته بېګاه د ډزو له کبله دوه تنه وژل شوي او درې تنه ټپیان وروړل شوي.
دغه راز ۷ تنه تر درملنې وروسته رخصت شوي.
کېدای شي دغو کسانو ته بېګانۍ ډزو کې مرګژوبله اوښتې وي.
وړاندې طلوعنیوز په تېروتنې، دا شمېرې ۱۷ وژل شوي او ۴۱ ټپیان خپرې کړې وې.
✒: کابل کې د ښځینه فعالانو اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی.
اعتراض کوونکې وایي، چې طالبانو ارګ ته د دوی د تللو مخه نیولې او همدا موضوع د دوی او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي سبب شوې.
دوی وایي طالبانو یې پروړاندې له اوښلنو ګازو استفاده کړې او اجازه یې نه ده ورکړې، څو ارګ ته دننه شي.
✒: د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي او ویاند سهیل شاهین په راتلونکي دولت کې د ښځو پر حقونو د ټینګار تر څنګ زیاته کړې چې امریکا دې د افغانانو د فرهنګ د تغیرولو له هڅې لاس پر سر شي. نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې ښځې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره کولی شي کار او تحصیل وکړي.
✒: د طالبانو د رهبري شورا غړي ملایعقوب په یوه غږیز پیغام کې پر ټولو طالب وسله والو غږ کړی چې،د تیرې شپې هوایي ډزې باید په کابل ښار او ټول هیوادکې وروستۍ ډزې او بیا تکرار نه شي،ملایعقوب ویلي دا له بیت المال سره خیانت دی او که له دې وروسته هر چا دا خیانت وکړ ډیره درنه سزا به ورکړل شي.
✒: گروه طالبان ادعا میکند که در ولسوالیهای عنابه و شتل ولایت پنجشیر پیشروی داشته است.
در مقابل نیروهای مقاومت هم میگویند که صدها جنگجوی طالبان را به دام انداختهاند.
به گفته منابع مقاومت، در برخی مناطق راههای عقب نشینی طالبان بسته شده است.
✒: ورزشگاه کابل روز گذشته میزبان اولین مسابقه کریکت از زمان تصرف پایتخت توسط طالبان بود.
در ویدیوهای منتشر شده، دیده میشود که تماشاچیان هر دو بیرق جمهوری اسلامی افغانستان و طالبان را در دست دارند.
✒: مسوولان امنیتی امارت اسلامی میگویند که نیروهای شان پس از تصرف ولسوالیهای شتل و پریان، کنترول ولسوالیهای عنابه و خنج پنجشیر را نیز به دست گرفتند.
منبع میافزاید که نیروهای ا.ا.ا به ساختمان ولسوالی آبشار نزدیک شدهاند و به زودی آنرا نیز تصرف خواهند کرد.
✒: کمیتۀ سویدن و مکتبهای افغان_ترک کماکان به فعالیتهای شان برای تقویت معارف در افغانستان ادامه میدهند.
بر اساس گزارشها، مسوولان این دو نهاد فرهنگی و کمکرسان در ننگرهار و کابل اخیرا اعلام کردند که همچنان به فعالیتهای شان در افغانستان ادامه میدهند.
✒: داکتر محمد نعیم وردک د ا.ا.ا سیاسی دفتر ویاند: د اسلامي امارت د سياسي دفتر مرستيال شير محمد عباس ستانکزي په سر پرستئ د سياسي دفتر پلاوي په دوحه کې د پاکستان له سفير او مل هئيت سره وکتل.
په دغه کتنه کې د هېواد د وروستيو تحولاتو، راتلونکي، دوه اړخيزه روابطو او اړونده موضوعاتو، په پوله د تلونکو راتلونکو عوامو د ستونزو په اړه خبرې وشوې.
دواړو لوريو د ښو او مثبتو اړيکو د دوام او پراخوالي ژمنه وکړه.
✒: ايمرجنسي مؤسسې د امر الله صالح هغه ادعا رد کړه چې ګواکې طالبانو پنجشېر کې د دې مؤسسې روغتیايي فعاليت درولی دی.
مؤسسه وايي، «تر دې دمه د ايمرجنسي په چارو کې هیڅ مداخله نه ده شوې. موږ د عنابه په جراحي مرکز کې یو کم شمېر ټپیان ترلاسه کړي دي.»
✒: امرالله صالح در مقاله ای در دیلی میل از غرب خواست تا با آنها در زمینه «روحیه و اکمالات» کمک کند:
"من از غرب می خواهم نه تنها به ما روحیه و - در صورت امکان - کمک مادی بدهد، بلکه از فرصت استفاده کرده و طالبان را برای دستیابی به یک راه حل سیاسی تحت فشار قرار دهد."
✒: نخستین پرواز داخلی افغانستان پس از تحولات اخیر این کشور، در مسیر کابل- مزار شریف انجام شد.
✒: شیخ محمد بن زاید، ولیعهد ابوظبی با پناهجویانی که پس از سقوط دولت افغانستان به دست طالبان به امارات آمدهاند، دیدار کرد.
امارات متحده عربی دهها مقام پیشین حکومت افغانستان از جمله بسم الله محمدی، وزیر دفاع پیشین را از کابل بیرون کشیده است. اشرف غنی نیز در امارات پناهنده شده است.
✒: د امریکا ولسمشر جو بایډن د سپټمبر د یوولسمې پېښې د اسنادو د علني کولو امر کړی دی. د راپورونو له مخې جو بايډن ددغه هېواد عدلیې وزارت ته په یوه لیکلي لیک کې ویلي، چې د سپټمبر د یوولسمې د پېښې ځینې اسناد په راتلونکو شپږو میاشتو کې علني کړي.
✒: د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي له افغان پولې سره څېرمه د کلیو او بانډو لیدو ته راغلی . د راپورونو له مخې هغه د سیستان سیمې له بلوڅو وګړو سره کتلي دي او افغان پولې ته څېرمه یې له یوه کلي لیدنه کړې ده. د نوموړي د سفر مهمه موخه په سیمه کې د اوبو د کمښت او روانې وچکالۍ له نږدې لیدل دي.
✒: د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن له خپل هالنډي سیال مارک روته سره ټلفوني خبرو کې ویلي چې دوی به طالبان هغه وخت په رسمیت وپېژني کله چې دغه ډله بشري حقونو ته درناوی وکړي او په خوندي توګه له دغه هېواده د بهرنیو وګړو وتلو ته زمینه برابره کړي.
✒: د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې قطر او ترکیه یې هڅولي تر څو ژر تر ژره د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر بیرته ورغوي او د ملکي الوتنو لپاره یې د پخوا په څیر جوګه کړي، امریکا ویلي دوی له قطر او ترکیې سره هر اړخیزه مرسته کوي څو دغه نړیوال هوایي ډګر په چټکۍ سره نورمال حالت ته را وګرځوي.
✒: د بریتانیا د دفاع وزیر په یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا نور یو ابر قدرت نه دی ځکه چې دغه هېواد ونه شو کولی افغانستان کې تر یو څه وخت پورې خپل حضور وساتي او لږ تر لږه دا هېواد له اوسني وضعیت څخه وژغوري.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا د افغانستان وضعیت ته په اشارې ویلي چې د ناټو د زوال وخت رارسېدلی دی. نوموړې ویلي، له افغانستانه په بېړه د بهرنیو ځواکونو وتو وښوده چې د ناټو د زوال وخت را رسېدلی او امریکا هم نور د یو هدایت کوونکي په توګه په پخواني موقف کې نه ده.
✒: پاکستان ټوډې لیکي تیرې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان بیلابیلو ایالتونو کې د پوځي او ځینې اغیزمنو ملکي مامورینو پر ضد نامعلوم وسله وال هدفي مرګوني بریدونه کوي چې،د پوځ چارواکي یې هیښ کړي دي.ورځپاڼه وایي سږ کال دغه بریدونه ډیر بې مخینې دي او چارواکي یې اړ کړي چې ځینې ګامونه واخلي.
✒: د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ویاند وایي، چې ټاکل شوې د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳ مه، ملګري ملتونه افغانستان ته د بشري مرستو رسولو په هکله یوه غونډه راوغواړي.
وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان کې پر بشري او اقتصادي کړکېچ اندېښنه ښودلې وه.
✒: رسانههای پاکستانی گزارش دادهاند که جنرال فیض حمید، رییس سازمان استخباراتی پاکستان در رأس یک هیأت بلندربتهی مقامهای پاکستانی به کابل رسیده است. به گفته رسانههای پاکستانی، فیض حمید و هیأت همراهش به دعوت طالبان به کابل آمدهاند.
