No-IMG

له پنجشير نه ولى د جنگ شعارونه اورېدل كېږي

بدبختانه،افغانستان دى څلورو لسيزو کى په مختلفو نومونو، فکرونو، اوقومى شعارونو دى پرديوجنګ غوښتونکو لپاره لکه دى مال منډيى (نخاس) جوړشوۍ، هريو راغلۍ دي خپلى خوښى سودا په ديره ارزانه بيه پکى کړي،

شوروي،امريکا، اروپا، او، ، ، په دى منډيى کى ځوان، زوړ، ، ، دى خپلى خوښى مال اخستۍ بيايى دى خپلو ګټو لپاره کارولي

د پنجشير جنگي شعارونه په داسى حالت کى چى  په ټول افغانستان کى دى جنګ اور مړشوۍ، اشغال ختم شوۍ

افغانان له فاسدو چارواکو دى ظلم له چړو په آمن شوي، او آفغانان څو ورځى په امن کى شپى تيروى،د فرانسې د استخباراتي شبكې چى ډير پخوايى په دغه  منډيى کى سرمايه ګذارى کړى، غواړى دخپلو شومو اغراضو لپاره دغه دى امن حالت يو ځل بيا نا امنه کړى،؟

د فرانسى (برنارد هنرى ليوې) يهودالاصله چى په أفغانستان، تركيه، عراق، سوريه، صومال او گڼ شمېر نورو هېوادونو كي د فتنو او كورنيو جگړو رامنځته كولو مهندسي او مأموريت پر غاړه لري؛ د تركيې او عراق كردان هم د ده له لوري او د فرانسې د استخباراتي شبكې په امر جگړي ته هڅول شوي. د پنجشير مسلمان ولس بايد پرې نږدي د دوى سيمه په داسي حال كي د جگړي په ميدان بدله شي چي په تېرو شلو كلونو كي له جنگ خوندي وه؛ هغو ته اجازه ورنكړى چي په تېرو شلو كلونو كي ئې ستاسو ډېر زامن د پرديو لپاره د آزادي غوښتونكو مجاهدينو په خلاف وجنگول،  او په پنجشير كي ئې د سي آى اې لپاره خصوصي زندانونه جوړ كړي وو، شرير شرارت کونکي بايد په دي پوه شي چىولس له جنګ نه ستړۍ دۍ او نور جنګ نه غواړي،ٶلس ددى وروستيو ورځو انكشافات چى دى طالبانو په راټګ سره راغلى او تر ډېره حده مثبت دى تر لاسه ورکړى، لكه ،

 * جگړه په ټول هېواد كي پاى ته رسيدلى،

 * د اقتدار مستقلو جزائرو ټغر ټول شوۍ،

 * لله الحمد د بهرنيوځواكونه اشغال ختم،او  په ډيره بى شرمۍ او رسوايى سره ٶ وتل،

ـ* د طالبان راتګ كابل او نورو ښارونو ته له پراخ تشنج،  ناامنى او انتقام اخيستنو سره توأم نه وو.

 د طالبانو مسئولينو نه مو هيله ده، چى نوى حكومت به ټول شموله وي. خو داسى څيرى پکى نه وى چى داشل کاله يى دى امريکا په ډالرو مزى اوچړچى کړى وي؟

د دې انكشافاتو اود راتلونکى ټول شموله حکومت مرسته او حمايت دى  ټول أفغان مجاهد ولس وجيبه ده، چى پرې نږدي د شر او فساد كورني او بهرني ځواكونه شرارت وكړي او نوى فتنې راولاړي كړي،

وروستى غوښتنه مو داده چى

 له اقتصاد پوهانو او ماهرينو نه قوى بورد جوړول اشد اوعاجل ضرورت دۍ، جى د ولاړ اقتصادى بهران انجن په حرکت راولي،!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک