No-IMG

برنار هنري لېوي د جګړې سفیر دی

نورالحق ن. څلی

 

  لېوي په ۱۹۴۸ کې د الجزایر هېواد د « بني صاف» په بندري ښار کې زېږېدلی دی. الجزایر هغه مهال د فرانسې مستعمره وه. زده کړې یې په فرانسه کې وکړې، وروسته ژورنالیست شو. اوس د خپل هېواد لیکوال او فیلسوف ګڼل کېږي. په پر له پسې توګه د فرانسې د درېیو وروستیو ولسمشرانو سلاکار و، اوس هم دی.

  برنار هنري لېوي یهود دی، د ۱۹۶۷ کال د عربي هېوادونو او اسرائیلو ترمنځ په جګړه کې یې غوښتل د اسرائیل په پلوي ګډون وکړي، په همدې موخه یې په فرانسه کې له یوې اسرائیلي کنسلګرۍ سره اړیکه هم نیولې وه.

   په دې وروستیو شلو کالونو کې چې د امریکایي دموکراسۍ د بابلو لپاره هر څومره جګړې شوې دي ښاغلي لېوي په کې ګډون کړی دی. په ۱۹۹۹ کې یې امریکا او ناتو دې ته راوبلل چې یوګوسلاویا ړنګه کړي او هماغسې وشول.

  په ۲۰۰۳ کې یې د ګورجستان هېواد د « ګلاب» له انقلاب څخه ملاتړ وکړ او  امریکا ته ډېر نېږدي سیاستوال میخایل سکاشویلي یې د واک ګدۍ ته ورساوه. ورپسې په ۲۰۰۸ کې کله چې د ګورجستان او روسیې ترمنځ د جنوبي ابخازیا سیمې پر سر یوه لنډه وسله واله نښته وشوه، برنار هنري لېوي لوېدیځ هېوادونه دې ته وهڅول، چې د ګورجستان ملاتړ وکړي او پر روسیې سیاسي او نظامي فشارونه ډېر کړي.

    د عربي پسرلي د توپان په بهیر کې برنار هنرې لېوي د لیبیا په بنغازي ښار کې له یاغیانو سره ولیدل او د لوېدیځ د پوځي مداخلې ژمنه یې وکړه. پایله یې د ناتو پوځي مداخله شوه، او په ۲۰۱۲ کې یې معمرالقذافي د کامرو په وړاندې وواژه. همدې ښاغلي لېوي او ارباب یې ولسمشر سرکوزي مرسته وکړه، چې په لیبیا کې د یاغیانو ګوډاګی مؤقت حکومت جوړ شي او جګړه تر نن ورځې پورې دوام وکړي.

   لېوي په ۲۰۱۳ کې د سوریې د حکومت پر ضد پروپاګند پیل کړ. د سوریې په اړه د برنار هنرې لېوي د یوې لیکنې سرلیک « حلب وژغورئ» و. دغه لیکنه چې ډېره تبلیغ شوه، دا پیغام درلود چې دلته دې هم د لیبیا په شان پوځي مداخله وشي او د بشر اسد حکومت دې ړنګ شي.

   ښاغلي لېوي په ۲۰۱۴ کې د اوکراین له انقلاب څخه ملاتړ وکړ. د اکراین په اړه یې ډېره مشهوره وینا « موږ ټول اوکراینیان یاستو» وه. وروسته یې کردان وهڅول چې د ترکیې، سوریې، عراق او ایران پر ضد مقاومت وکړي، لوېدیځ یې ترشا ولاړ دی. په عملي ډګر کې هېڅ هم و نشول. لېوي تل داسې وړاندیز کړی دی، چې چین، روسیه، ایران، ولسمشر اردوغان، پاکستان او هغه عرب هېوادونه چې خبره نه مني او سرغړونې کوي باید پر ځای کېنول شي. لکه چې وینو، برنار هنرې لېوي د جګړې سفیر دی.

   روسی فیلسوف الکساندر دوګین د ښاغلي برنار هنرې لېوي په اړه داسې وایي: « لېوي لېبرالیزم او ګلوبالیزم ته ژمن فیلسوف دی. . . لېوي هغه یهود دی چې پر خدای باور نه لري، هغه داسې فرانسوی دی، چې هېوادپالنه ورته ارزښت نه لري . . . چېرې چې لېوي را څرګند شي، هلته مصیبت رامنځته کېږي».

   د الکساندر دوګین وروستۍ خبرې ته په کتو، په بنجشیر کې د برنار هنرې لېوي راښکاره کېدل، په رښتیا چې د مصیبت نښه ده. ولې؟ لامل یې دا دی، چې دغه په پنجشیر کې ناست د سر کسان لکه د احمدشاه مسعود زوی او امرالله صالح، سیاستوال نه دي، چې د وضعیت سیاسي جاج واخلي، دغه په ظاهره مشران د بهرنیو څارګرو شبکو ځایي مامورین دي. مامور مجبور دی، چې ور سپارل شوې دنده سر ته ورسوي. په درد سره باید ووایو، که چېرې ځوان مسعود او امرالله صالح په رښتیا د پنجشیر مشران وي، دوی به هېڅکله د سیاسي جوړجاړي له لارې ستونزه حل نه کړي، خو که نور ولسي مشران رامخته شي بیا د سوله ییز حل امکان شته. پنجشیر د ژغورلو وړ نه دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک