طالبان او زموږ کړنلاره
مولانا عبد الصبور
لکه څرنګه چې امارت اسلامی زموږ ګران وطن تر خپلې ولکې لاندې راوست، او ان شاءالله چې نژدې ورځو کښې به حکومت هم اعلان کړي.
په حقیقت کې طالبانوامریکا وشړله،که څوک خوښ ؤ یا ناخوښ.
بدلونونه د انسان نه بلکې د الله جل جلاله په فيصله منځ ته رازي.
اوس زمونږ لوستي ځوانان درې لارې لري:
لمړۍ: د تعاون، همکارۍ او خیر خواهۍ لاره ده چې په نتيجه کښې به وطن کښې يو والی، وحدت، آبادي، نظم، نظام، خوشحالي، قانون مندي{شريعت} او سوکالي راشي، افغانان به د سیالانو سیال په نړۍ او ګاونډيانو کې به معزز او قدرمن شي
دوهمه لار: که څوک د اوسني حکومت طرز او ترتيب سره اختلاف لري، په ښه بڼه دی د خپل نظر اظهار وکړي، د فساد جوړولو کوښښ دی نه کوي، معقول او رغنده انتقاد دی وکړي او بدیلونه دی پیشنهاد کړي ،په ښو کارونو کښې دی د حکومت سره مرسته وکړي،که یې ناوړه کار وليد انتقاد دی وکړي، طالبان د سالم انتقاد د اوريدو حوصله لري، دوی وايي: چې موږ رغنده نيوکې تقديروو، دا هم د وطن جوړولو يو لاره ده
دريمه لار: د جنګ جګړې، بغاوت، فساد خورولو،کينې، حسد،ښکنځلو د میډیایی پروپاګند لاره ده چې ورسره به زموږ وطن خدای مکړه ويجاړ شي، ګاونډيانو او نړۍ کښې به سپک شو، د چا د سیالۍ به پاتې نه شو، سترې ملي موخې به مو فقط ارمانونه پاتې شي...
اوس زموږ د نوي نسل او شازلمو خوښه ده چې کومه لار غوره کوي؟!
