No-IMG

يوه پيړۍ درې امپراتورۍ

حاجی ولی محمد

 

ټولو افغانانو ته د دريمي خپلواکئ په مناسبت د زړه له تله تبريکي وايم. انګلستان ته تر ماتي او د ډاکتر ويليم برائيډن تر وتلو (جنوري ۱۸۴۲ء)  او هم تر دريم افغان – انګليس جګړې وروسته غازي امان الله خان پر ۱۹ اګست ۱۹۱۹ء د خپلواکئ اعلان د عيدګاه د مسجد له ممبره څخه وکړ.

 پر ۱۵ فروري ۱۹۸۹ء چي کله تر نهه کلن  تيري وروسته د شوروي ځواکونو وروستئ سرتيرئ قوماندان  جنرال بوريس ګروموف تر آمو سيند اووښت، تر شايې وکتل او وېويل :   ” زما تر شا هلته يو سرتيرئ لا هم نسته

تر دوو لسيزو وروسته  وروستئ امريکائي سرتيرئ پرته له کوم جم و جوش، بې له کومي غونډي  او نه هم  په يقيني توګه  د فاتح يا سوبمن په توګه  د شپې  په زرغونه رڼا کي  نظامي دريشي په تن او کلکه خولۍ پر سر د امريکا د دواتيايمي هوائي فرقې (US army’s 82nd Airborne Division) قوماندان ستر جنرال کريس ډوناهو(Maj Gen Chris Donahue) ، په  ښي لاس وسله او په غمجنو سترګو  د سي – اووه لس ډوله (C-17) الوتکي  د پای خواته وخوت. د سيمئيز مهال پر يوه دقيقه کم  دوولسو بجو چي کله د امريکا پينځو اووه لس ډوله الوتکو  د کابل د حامد کرزي د هوائي ډګر څخه الوتنه کول. جنرال کريس ډوناهو خپلو ځواکونو ته په وروستي پيغام کي دغسي وويل:  ” کار تر  سره سو، زه په تاسي ټولو باندي وياړم

(http://theguardian.com/.../last-man-out-the-haunting...)

غليم تل هڅه کوي چي د غليم سوبه يا فتح په ناکامي واړوي.اميرامان الله خان يې د حبيب الله کلکاني په لومه کي معزول کړ. مجاهدين يې د چوکۍ او واک پر سر سره وجنګول. طالبان  د پروني حالت سره مخامخ دي. اوس د ميدان سر دئ، باندني غليمان هڅي کوي چي د خپل نفوذ ځالي جوړي کړي. د طالب مشرانو څخه مو هيله داده چي تر خپل منځ يووالئ نور پياوړئ کړي. خپلسريو ته اجازه مه ورکوئ. شرعي نظام  لومړئ پر خپلو ځانونو او هم پر ملت تطبيق کړئ. فکر په زور نه بلکي په قناعت سره بدلون مومي. پر ځينو کوچنيو خاميو د انسانانو تذليل مه کوئ، وخت ورکړئ، پخپله به اصلاح سي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک