مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د پنجشیر له جبهې سره یې خبرو نتیجه نه ده ورکړې, طالب جنګیالي د پنجشیر دروازو ته رسېدلي دي.
طالبانو د دعوت او ارشاد کميسیون رییس امیرخان متقي د پنجشیر خلکو ته په یوه پیغام کې ویلي، په دې ولایت کې یې د جګړې مخنیوي لپاره ډيرې هڅې وکړې،خو وایي نتیجه یې ورنه کړه.
متقي وایي اوس باید د دې ولایت اوسېدونکي د جګړې د مخنیوي لپاره خپل رول ادا کړي.
د پنجشیر جبهې غړو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي تیره شپه د دواړو لوریو ترمنځ نښتې هم شوې دي.
✒: پخواني ولسمشر اشرف غني جوبایډن ته ویلي و، چې کولی شي د جګړې له لارې طالبان سولې ته مجبور کړي.
رویټرز خبري اژانس، چې د جوبایډن او اشرف غني د ټلیفوني خبرو محتوا ترلاسه کړې اشرف غني جوبایډن ته ویلي و، چې کولی شي په نظامي برخه کې د فشار په زیاتولو سره طالبان سولې ته مجبور کړي.
د رویټرز د خبر له مخې د امريکا ولسمشر جوبايډن هم له اشرف غني غوښتي و څو رښتيا يا دروغ داسې ذهنيت جوړ کړي، چې افغان دولت د اګست مياشتې تر پايه نه پرځیږي.
په دې تلیفوني مکالمه کې بایډن اشرف غني هڅولی و، چې په ۳۰۰ زره سرتیرو کولی شي ښه جګړه وکړي، خو په دې شرط چې سیاسي ملاتړ هم ولري.
په ورته مهال اشرف غني هم بایډن ته ویلي، چې د جګړې په شدت سره سوله ټینګیږي، خو اندېښنه یې ښودلې وه، چې د پاکستان له خوا د ۱۰ تر ۱۵ زره را اوښتونکو جنګیالیو له هجوم سره مخ دی.
✒: طالبان میگویند که گفتوگوها در باره ایجاد نظام آینده نهایی شده است و آنان به زودی حکومت آینده را اعلام خواهند کرد.
یک عضو کمیسیون فرهنگی طالبان میگوید که در نظام جدید، ملاهیبت الله همچون رهبر طالبان نقش رهبر نظام را نیز خواهد داشت.
در همین حال، در گزارشهای تایید ناشده از موجودیت نخست وزیر در راس حکومت نیز یاد شده است.
انعام الله سمنگانی، عضو کمیسیون فرهنگی طالبان، گفت: «مشورهها درباره نظام آینده تقریبا نهایی شدهاند و مشورههای لازم برای تشکیل کابینه هم انجام شده است. حکومت اسلامی را که ما اعلام میکنیم، یک ابتکار و نمونه برای مردم خواهد بود. درباره حضور امیرالمومنین هیچ شکی نیست و او باید در راس نظام باشد و در این باره باید هیچ سوالی نباشد.»
✒: محمدنعیم، سخنگوی دفتر سیاسی طالبان، میگوید که امروز شیرمحمد عباس استانکزی، معاون دفتر سیاسی طالبان، با یک هیئت وزارت خارجه هالند در قطر دیدار کرده است. به گفته محمدنعیم، در این دیدار دو طرف روی وضعیت افغانستان، مسافرت مسافران افغان و خارجی، و فعال سازی میدان هوائی کابل بحث کرده.
✒: د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې د چهارشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر کې یوې قطري الوتکې ناسته کړې ده.
سرچینې د دې پخلی کړی چې دغې الوتکې، پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د کابل هوايي ډګر د بېرته فعالولو د بحث په پار کابل ته یوه مسلکي ډله راوستې ده.
✒: وزارت خارجه هند میگوید که دیپاک میتال سفیر هند در قطر، با شیر محمد عباس استانکزی، رییس دفتر سیاسی طالبان در قطر، دیدار کرده است. به گفته وزارت خارجه هند، این دیدار به درخواست طالبان انجام شده است.
✒: د راپورونو له مخې قطر کې د چین سفیر د طالبانو د قطر دفتر له غړي شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي دي او په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اړوندو مسایلو خبرې شوې دي. د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي، چین افغانستان کې وروستیو تحولاتو ته په مثبت نظر ګوري او د مرستو ژمنه یې کړې ده.
✒: طیب اغا ویلي چې راتلونکی حکومت باید همه شموله وي، دندې دې د یوه امانت په توګه مسلکي کسانو ته وسپارل شی، ټولو افغانانو ته دې په حکومت کې ځای ورکړل شي او د افغان ځوانانو له استعدادونو او وړتیاوو دې د یوه پیاوړي او ټولمنلي نظام د جوړولو لپاره کار واخیستل شي.
✒: خبرگزاری رویترز روز به نقل از دو عضو گروه مقاومت در پنجشیر گزارش داد که در درگیری با طالبان، حداقل ۷ طالب کشته شدند. فهیم دشتی، سخنگوی «نیروهای مقاومت» گفته که درگیری دوشنبه شب، در ورودی غربی دره پنجشیر هنگامی رخ داد که طالبان به مواضع این گروه حمله کردند.
✒: عباس استانکزی، معاون دفتر سیاسی طالبان در دوحه گفته است که امریکاییها نتوانستند در میدان هوایی کابل مدیریت درستی در بیرون بردن افراد داشته باشند و بسیاری از افغانهای بدون مدرک معتبر را بیرون کشیدند. او ادعا کرد که امریکا حالا به فکر بازگشت این افراد به افغانستان است.
✒: کاربران شبکههای اجتماعی، ردپای رنجرها و موترهای زرهی نیروهای مسلح افغانستان را در اطراف تهران پیدا کردهاند.
عکسهایی منتشر شده که چند لاری را در حال انتقال چند رنجر سبزرنگ مجهز به چراغهای چشمکزن نشان میدهد. این موترها در نیروهای مسلح افغانستان استفاده میشد.
✒: د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، تمه لري چې طالبان وکړی شي د ترهګرو ډلو مخنیوی وکړي، ترهګرۍ ته نه ووايي او د یوه پیاوړي او پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي.
✒: . د برېټانیا ځينو ديپلوماتانو رسنیو ته ویلي چې دوی په دوحه کې له طالبانو سره پر دې خبرې کوي چې په دغه هېواد کې د پاتې برېټانویانو او هغو کسانو د ایستلو زمینه برابره کړي چې برېټانیا ته د تګ شرایط یې پوره کړي دي.
✒: یوه امریکایي چورلکه د سنتياګو په سواحلو کې لوېدلې ده. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې یوه (MH-۶۰S) له یوې نظامي بېړۍ د سنتیاګو په سواحلو کې پورته شوې خو تر پرواز شاوخوا نیم ساعت وروسته اوبو ته لوېدلې ده.
✒: د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د سیمې هېوادونو ته تر سفر وروسته په مشروط ډول په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستل کېدو خبره کړې ده. نوموړي د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته تر سفر وروسته ویلي چې ښایي هېواد یې په مشروط ډول په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
✒: د ایراني پارلمان پخواني لومړي نایب علي مطهري ویلي چې طالبان تر دوی ډېر پوه خلک دي. علي مطهري ویلي چې له امریکا سره د اړیکو په اړه د طالبانو څرګندونې ښیي چې تر موږ هوښیار دي، ځکه هغوی د امریکا پر سفارت د برید پر ځای له یاد هېواد سره نیک روابط غواړي او دا یې د ځیرکتیا ښه بېلګه ده.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور چې په دې وروستیو ورځو کې پای ته ورسېد، تر پوښتنې لاندې راوستی دی. د مسکو ټایمز د راپور له مخې، پوتین په خپله وروستۍ وینا کې ویلي چې په افغانستان د امریکا شل کلن حضور له مرګ او بربادي پرته بله هیڅ نتیجه له نه لرله.
✒: د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې جو بایډن د نړۍ په کچه امریکا وشرموله. ټرمپ ټینګار کړی دی بایډن باید له امریکایانو او ټولې نړۍ بښنه وغواړي او تر هغه وروسته دې د امریکا او خپل عزت لپاره استعفا وړاندې کړي.
✒: جوبایدن، رییس جمهور امریکا، میگوید که وی در زمان کمپاینهای انتخاباتی به مردم امریکا وعده داده بود که به جنگ در افغانستان نقطه پایان نقطه خواهد گذاشت و اکنون به وعدهاش عمل کرده است.
بایدن گفت: «بیشتر از این ما هدف مشخصی برای حضور طولانی مدت در افغانستان نداشتیم. پس از ۲۰ سال جنگ در افغانستان، من نخواستم یک نسل دیگری از پسران و دختران امریکا را برای جنگی بفرستم که باید خیلی پیش پایان مییافت.»
✒: انتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد، از عمیق شدن بحران انسانی در افغانستان هشدار میدهد. به گفته گوترش، تقریبا نیم نفوس افغانستان برای زنده ماندن به کمکهای بشردوستانه نیاز دارند و از هر سه افغان یک نفر توانایی فراهم سازی مواد خوراکی را ندارد.
✒: د بريتانيل لوړپوړو استخباراتي چارواکو کابل کې له طالبانو سره په پټه کتلي دي.
د "دې تلګراف" ورځپاڼې د خبر له مخې د بريتانيا جګپوړو استخباراتي چارواکو له طالبانو سره له افغانستان څخه د ترهګريزي بريدونو د مخنيوي په اړه په کابل کې په پټه خبرې کړې دي.
✒: سي ان ان: امریکا له طالبانو سره په پټه داسې جوړجاړی کړی و چې له مخې يې هغه کسان چې امریکا غوښتل له افغانستان څخه وباسي د هغې پټې دروازې له لارې چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ددې ځواکونو لخوا جوړه شوې وه د طالبانو لخوا بدرګه کیدل.
✒: الحزیره: اسرائیل وايي، له افغانستان څخه د امریکا وتل "شاید سمه پریکړه" وه خو په ناسم ډول پلي شوه.
