مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: په افغانستان کې امریکایي او د ناټو شل کلن اشغال تېره شپه دولس بجې پای ته ورسید او هېواد مو بشپړه آزادي ترلاسه کړه، د یادولو وړ ده چي له انګلیس لو روس وروسته دا د افغانانو دریمه بریا ده.
وروستی امریکایي پوځي چې له افغانستان څخه ووت، تورن جنرال کریس ډوناهو دی.
نوموړی د امریکا مرکزي قوماندانۍ د پوځ د اتلسمې لوا د ۸۲مې هوایي فرقې قوماندان دی.
✒: ذبیح الله مجاهد، سخنگوی طالبان، میگوید که شورای رهبری امارت اسلامی یک نشست سه روزه را به رهبری ملا هیبت الله، رهبر طالبان، در کندهار برگزار کرده است.
به گفته مجاهد، این نشست روز شنبه آغاز و روز دوشنبه پایان یافت و شرکت کنندگان درباره مسایل سیاسی، امنیتی و اجتماعی افغانستان گفتوگو کردند.
مجاهد میگوید که در این نشست سه روزه درباره تشکیل حکومت و کابینه جدید نیز بحث شده است و برخی تصامیم درباره فراهم آوری سهولتها نیز گرفته شده است.
✒: ذبیح الله مجاهد، سخنگوی طالبان، در مراسم گرامی داشت از خروج نیروهای امریکایی از افغانستان میگوید که تجاران و سرمایهگذاران افغان باید در حل مشکلات اقتصادی سهم بگیرند.
مجاهد میگوید که استقلال اقتصادی افغانستان باید حفظ شود و جذب سرمایهگذاریهای خارجی براساس منافع ملی کشور صورت بگیرد.
مجاهد میگوید که امارت اسلامی خواهان روابط نیک سیاسی و اقتصادی با دنیاست و دنیا باید حکومت جدید را براساس این روابط نیک به رسمیت بشناسد.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد: په هېواد کې اقتصادي ستونزې شته او د اقتصادي ستونزو حل کېدل هم خپلواکي غواړي، موږ به له ملي سوداګرو سره به دا ستونزه حل کړو.
د امریکې په ګډون د نړۍوالو له ټولو هېوادونو غواړو چې موږ په رسمیت وپېژني، موږ د نړۍ برخه یوو. موږ ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد او هېچا په خلاف استفاده نه شي. نړۍ ته مو پیغام سوله ییز دی او نړۍ دې زموږ په هکله یوځل بیا فکر وکړي.
مجاهد: یوځل بیا ټولو هېوادوالو ته ډاډ وروکوو چې د هېواد ټول وګړي د عمومي عفوې په چوکاټ کې بښل شوي او د هغوی مال او ځان خوندي دی دا یو تاکتیک نه دی بلکې زموږ سټراټېژي او تګلار ده. ټول باید سره په ګډه کار وکړو او هېواد اباد کړو.
✒: له کابله د امریکايي سرتېرو له وتو وروسته، طالبانو نن سې شنبې په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت غونډه جوړه کړه.
د طالبانو مشرتابه غړی مولوي دلاور په دغې غونډه کې په خپله وینا کې له هغو هېوادونو چې په کابل کې یې خپل سفارتونه ساتلي دي هرکلی وکړ او له هغو هېوادونو چې تللي دي غواړي چې خپل سفارته بېرته پرانیزي. او څرګندوي چې هغوی ته هېڅ ډول خطر مواجه نه دی.
✒: پنجشېر کې د "مقاومت" جبهې یو غړی فهیم داشتي وایي، چې طالبانو تېره شپه د دوی د ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی، چې ځواب ورکړای شوی.
د دشتي په وینا "۷ یا ۸ تنه طالبان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي. د مقاومت دوه کسان هم ټپیان شوي."
طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
✒: نیروهای ایالات متحده ناوقت روز دوشنبه (۸ سنبله) فرودگاه کابل را ترک کردند و به طولانیترین جنگ امریکا نقطه پایان گذاشتند.
لوید آستین، وزیر دفاع ایالات متحده، میگوید که با ختم روند تخلیه کارمندان ملکی، افغانهای در معرض خطر و خروج سربازان امریکایی از افغانستان، به طولانیترین جنگ امریکا نقطه پایان گذاشته شد.
آستین گفت: «ختم این عملیات نقطه پایانی بر طولانیترین جنگ امریکا نیز میباشد. ما در جنگ افغانستان ۲۴۶۱ سرباز را از دست دادیم و دهها هزار سرباز دیگر مان زخم برداشتند.»
در همین حال، طالبان میگویند که با خروج کامل نیروهای امریکایی از کابل، افغانستان به استقلال کامل رسیده است.
✒: د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی دی چې سر او مال یې خوندي دی. مجاهد ټینګار کړی دی چې هیڅوک دې پر عمومي عفوه شک نه کوي او ټول باید په ګډه د هېواد د ابادۍ لپاره هلې ځلې وکړي.
✒: د امریکا له خوا په کابل کې دداعش په تور د لس نفري وژل شوې کورنۍ پاتې غړي وایي چې،هیڅ تمه نه لري چې پر دوی د شوي ظلم او تور سپیناوی به وشي،دوی وایي د امریکا ړندې بمبارۍ په یوه شپه زمونږ ټوله کورنۍ دداعش په تور یو مخ را ویجاړه کړه او اوس څوک نشته چې ددغه پیښې تور او سپین معلوم کړي.
✒: طالبان وایي د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د ساتنې ځانګړي ځواک په ملتیا یې،یوې بلې مهمې کاري ډلې ته دنده سپارلې چې ژر تر ژره هوایي ډګر کې د امریکایانو وروستۍ ګډوډۍ له امله لومړنۍ تصفیه وکړي،تر څو هوایي ډګر د اساسي رغونې او نورمال حالت ته د بیرته را ګرځیدو جوګه شي.
✒: کابل نړیوال هوایي ډګر د امریکایي ځواکونو له بشپړ وتو وروسته د عکسونو په دغه البم کې وګورئ، مسوولین وایي هوایي ډګر کې ګڼ وسایل او تجهیزات امریکایي ځواکونو په غیرې مسوولانه توګه ویجاړ کړي دي.
✒: د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد د قطر له الجزیره خبري شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي چې اوسمهال په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر د امنیت مسوولیت د دوی د ځواکونو پر غاړه دی. هغه زیاته کړې چې د دغه ډګر د تخنیکي مسائلو په اړه به له ترکیې او قطر سره خبرې وکړي.
✒: لنزی گراهام، سناتور جمهوریخواه امریکا به شدت از رئیس جمهور کشورش انتقاد کرده و گفته بایدن امریکا را در معرض خطر حمله دیگری مشابه ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱ قرار داده؛ زیرا افغانستان در نبود دولت مکانی مناسب برای رشد تروریسم است. او گفت: «هرگز به این اندازه نگران حمله به کشورمان نبودهام».
✒: وانگ ونبین، سخنگوی وزارت خارجه چین در نخستین واکنش به خروج سربازان امریکایی از افغانستان گفت: «امریکا در افغانستان شکست خورد». او گفت که فصل جدیدی در تاریخ افغانستان باز شده است و «پیکینگ میخواهد یک سیاست دوستانه را در قبال کابل پیش بگیرد».
✒: کانادا اعلام کرد پنج هزار نفر از افغانهای پناهجویی را که امریکا از افغانستان خارج کرده، میپذیرد.
کانادا پیشتر هم اعلام کرده بود بیست هزار پناهجو از افغانستان میپذیرد.
وزیر مهاجرت کانادا گفت طالبان خروج امن شهروندان افغانی که از سایر کشورها اجازه سفر دارند تضمین کرده است.
✒: اروپايي ټولنه وایي باید له افغانستان د غیر قانوني کډوالۍ د نوې څپې مخنیوی وکړي. د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو ویلي چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو ښایي په اروپايي هېوادونو کې د ۲۰۱۵ کال په څېر د کډوالۍ له امله بحران رامنځ ته شي.
✒: پاکستان ویلي چې دوی نور له افغانستان څخه ورتلونکو کډوالو ته ځای نه شي ورکولی. په برلین کې د پاکستان سفیر محمد فیصل له شپیګل ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې هېواد کې یې اوس هم تر څلور میلیونه ډېر افغان کډوال شته دي.
✒: د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې هېواد به یې د طالبانو له لوري د نوي حکومت جوړېدو ته منتظر پاتې شي او وبه ګوري چې دغه ډله څومره خپلو وعدو ته ژمن پاتې کېږي. هغه زیاته کړې، له کابل نړیوال هوایي ډګر څخه د چارټر پروازونو پرېکړه به د طالبانو حکومت کوي.
✒: د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته غبرګون کې ویلي چې اوس باید ټول تمرکز پر دې وشي چې په افغانستان کې نوي واقعیتونه درک شي او درس ترې واخیستل شي.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې دوی غواړي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له دغه هېواد سره خپلو بشري مرستو ته پرته له ځنډه دوام ورکړي. د یاد دفتر په خبره، په راتلونکو څو ورځو کې به په مرستو بار دوې الوتکې افغانستان ته ورسيږي.
✒: جوبایدن، رییس جمهور ایالات متحده، میگوید که با خروج نیروهای امریکایی از افغانستان حضور نظامی ۲۰ ساله امریکا در افغانستان پایان یافت. وی میافزاید که امریکا تلاش دارد تا راهی برای خروج مصئون شهروندان خارجی و افغانهای در معرض خطر پیدا نماید.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا د تعامل نوی څپرکی پیل شو.
بلنکین پر ټویټر لیکلي:"په نوي څپرکي کې به، امریکا افغانستان سره تعامل کې، له ډېپلوماسۍ د یوازینۍ لارې په توګه کار اخلي."
✒: د امریکا د دفاع وزیر لوېډاسټین له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو د لړۍ بشپړېدو خبره کړې.
اسټین پر ټویټر لیکلي:"نن د امریکا پوځ د ملکي ایستنې لړۍ بشپړه کړه او هم ټول ځواکونه له افغانستانه ووتل."
✒: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي نن په اسلاماباد کې خپل جرمن سیال هایکوماس سره کتنه کې پر افغانستان خبرې کړي.
قریشي پر ټویټر لیکلي:"د پاکستان سیاست څرګند دی.موږ د ټولګډونه،خپلواک او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوو،چې هم پهکې خپله او هم یې ګاونډیو هېوادونه کې سوله وي."
✒: د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغه طرح تصويب کړه چې له مخې به يې هغو افغانانو ته چې غواړي له هيواده ووځي له اګست مياشت وروسته هم په خوندي ډول د تګ اجازه ورکول کيږي.
✒: امريکا دفاع وزارت افغانستان کې دخپل شل کلن ماموريت پای اعلان کړ.
د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مکينزي له افغانستان څخه د خپلې وروستۍ الوتکې د وتلو د اعلان سره سم وويل مونږ له هغه ځايه ووتلو خو طالبان به له داع ش خراسان سره په پراخه کچه مخامخ شي ځکه ددې ډلې زيات جنګيالي يې له زندانونو وايستل نو اوس به هغه ريبي چې کرلي يې دي.
✒: زلمی خليلزاد وايي, زمونږ جګړه پای ته ورسېده اوس وخت او فرصت دی چې افغانان د خپل هيواد په اړه پريکړه وکړي او خپله جګړه هم پای ته ورسوي.
زلمي خليلزاد له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د بشپړ وتلو وروسته پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي, زمنږ جګړه پای ته ورسېده اوس د افغانانو لپاره د پريکړې فرصت او وخت دی چې د خپل هيواد په اړه په پوره خپلواکۍ سره پريکړه وکړي او خپلې جګړې ته هم د پای ټکی کيږدي.
خليلزاد وايي, طالبان اوس له ازموينې سره مخ دي چې ايا دوی کولای شي خپل هيواد د يو داسې امن او هوسا هيواد په لوري رهبري کړي چېرته چې هر افغان نارينه او ښځينه خپل هيلو ته ورسيږي, چيرته چې د افغانستان د څو رنګو کلتورونو او تاريخ ښکلا نړۍ ته وراندې کړي?
