دا تاريخي بريا دی يو ځل بيا دی ننگيالي ملت ته مبارک وي
عبد الله تواب
خو ددی جنګيالي او ننگيالي ملت څخه غوښتنه کوم د خدای روی ته وگورئ لکه څنگه مو چې تل د اوږدی جگړی څخه وروسته دوښمن ستړی ستومانه کړی دی او ماتی منلو ته مو اړ کړيدی. اوس وخت ددی را رسيدلی دی چی د سياست په ميدان کی هم نړئ ماته کړئ خپلو افغانانو ته د ورورگلوئ مينی، محبت او د اخلاص څخه ډک لاسونه ورکړئ تر څو هيواد کی مو امنيت قايم شي او د نوری نړئ سره سم پرمختگ وکړئ او د دوښمن ټول شوم پلانونه خنثی کړئ چی بيا څوک ونه وايی افغانان چی کله خارجي دوښمن ونلري نو خپلو کی سره يو بل وژني د قدرت او چوکئ پر سر بيا مو هم د اشغالگرو ماته او وتل مبارک شه. رب دی د حق د لارې د ټولو مخکنيو شهيدانو او د وروستي صليبي قواوو په مقابل کی د شهيدانو شهادتونه قبول کړي درجی يی لوړی اوسه په ورځ د محشر يی حشر د بدر او د احد د شهيدانو سره اوسه رب دی ددی شهيدانو د وينو له برکته يو ريښتني واقعي اسلامي نظام راوړي چې نوری اسلامي نړئ ته يوه بيلګه وي.
يو هيواد هغه وخت پرمختګ کولی شي چی د ولس ترمنځ يی مينه محبت وي د علمي کدرونو او پوهانو تر منځ يی سالم رقابت شتون ولري وگړي يی د علمي پوهی فن او مهارت په اساس خپل رقيب سره سالمه مبارزه وکړي د انسان سره کرکه او نفرت ونه کړي هو کرکه او نفرت د هغوی د غلطو مفکورو څخه وکړي ځکه د رب د مغفرت دروازی تل خلاصی دي د پرون ورځې سياسي دوښمن د راتلونکی ورځی سياسي دوست کيدلی شي کار اهل کار ته بايد وسپارل شي حاکمه ډله د نورو د ضعف او کمزورئ پر ځای پر خپلو نيمگړتياوو باندی غور او فکر وکړي، پسی وگرځي او دا نيمگړتياوی اصلاح کړي. اسلامپال بايد د کمونيستانو او سيکولرانو مثالونه وړاندې نه کړي چې هغوی څه کول يا کوي يی ځکه هغوی زمونږ سره فکري او عقيدوي تلپاتی دوښمني لري مگر که ځينی يی اصلاح شي نو هغوی ته تير هر څه معاف دي دا حکم د اسلام دی. اسلامي نظام بايد د هيواد پر هر وگړي عملي شي نه دا چی لکه د پرون په شان صرف د حاکمې ډلی او کورنيو لپاره يی هر څه رواه وي مگر قانون پر عامو افغانانو عملي کيږي او عام ولس بيا هم سرگردان گرځي د يو کپ ډوډئ پسې..... که مونږ اسلامپال غواړو قوي او اوږد نظام ولرو نو اساسي ستونزې بايد حل کړو چی په سر کی يی زمونږ ناوړه اقتصاد دی. نوی اسلامي دولت بايد پر اقتصادي پروژو زر تر زره کار وکړي که د افغانستان معدنونه په کار واچول شي، صالح مسلکي کدرونه وگمارل شي نو هر افغان ته د مياشتی مصارف دولت له خپل جېب څخه ورکولی شي هيڅ يو افغان به خارج ته د تللو هڅه نه کوي دی هيواد کی به فقر او غربت ختم وي حتی افغانان به د نړئ د نورو مظلومو او فقيرو هيوادونو سره مرستې کوي ايا تاسی داسی يو افغانستان ليدل نه غواړئ چی هغه ازاد اسلامي سرلوړی، مستقل او پر خپلو پښو ولاړ وي؟ يقيننا ځواب به مو هو وي. نو ددی هو د عملي کولو لپاره پکار دي چی هر سړي ته د هغی د علم او دانش مطابق مسووليت ورسپارل شي او پر نبوي سنتو عمل وکړلی شي نه دا چی تنها د شعارونو په حيث استعماليږي او سياسي گټی پری کيږي گنی بيا به عمل کی هيڅ نه وي خو شعارونه به ښکلي او زړه راښکونکي وي چی د شعار سره عمل نه وي هيڅ هم لاس ته نه راځي.
