No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏عیني شاهدان بیا وایي چې په خواجه بغرا سیمه کې راکیټونه لګېدلي دي.

‏د سیمې خلک وايي، هوايي ډګر ته څېرمه راکټي بریدونه شوي او په یو کور لګېدلي دي.

عیني شاهدان وايي، د برید له امله یو کور سوځېدلی، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو تر اوسه معلومات نه شته.

د کابل امنیه قومندانۍ مسوولینو هم تر اوسه د پيښې په تړاو څه نه دي ویلي.

‏دا راکټي بریدونه داسې مهال کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی وه، چې په راتلونکو ۳۶ ساعتونو کې پر کابل هوايي ډګر د بریدونو احتمال شته دی.

د رویټرز د خبر له مخې، امریکایي ځواکونو په کابل کې د داعش په پټنځای برید کړی.

سرچینې وایي چې په برید کې یو ماشوم وژل شوی دی.

: ‏طالب ویاند اسوشیټیډ پریس ته ویلي چې د امریکا هوایي ځواکونو یو ځانمرګی بریدګر چې په موټر کې وه او غوښتل یې پر کابل هوایي ډګر برید وکړي، په نښه کړی دی.

خو د سیمې خلک بیا وایي چې په دغه برید کې یوه ماشوم وژل شوی دی.

: ‏د فرانسې په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو له طالب مشرانو سره خبرې پيل کړې دي.

: ‏طلوع‌نیوز ته طالب سرچینو د دې پخلی وکړ، چې د دوی مشر ملا هبت الله اخوند کندهار کې و او له طالب مشرانو سره له کتنې وروسته له دغه ولایته وتلی.

سرچینو کابل ته د ملا هبت‌الله د راتګ په اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د راتلونکي نظام پيل به له کندهاره کوي.

: ‏کابل امنیه قومندانۍ کې سرچینې وایي چې تیرو دوو اونیو کې کابل نظارت خانه کې د نیول شویو مجرمینو شمیر دوو زرو کسانو ته رسیدلی چې ستر اکثریت یې وسله وال غله دي، سرچینې وایي د کابل نظارت خانې څخه مجرمین د څرخي پله زندان ته د لیږد په حال کې دي چې ټولو سره به یې جدي قانوني چلند وشي.

: ‏رحمت الله نبیل ویلي چې د کابل له سقوط څلور ورځې مخکې د درملنې په موخه آلمان ته تللی وو او اوس د سیمې په یو هیواد کې دی، نبیل ویلي چې  ژر بیرته هیواد ته را ګرځي او که چیرې د هیواد لپاره د مشرانو نیت د سولې، آبادۍ او پرمختګ وي نو دی هم چمتو دی چې په دې بهیر کې خپله ونډه واخلي.

: ‏د عطامحمد نور زوی خالد نور رویترز ته ویلي چې پلار یې عطامحمد نور او مارشال دوستم طالبانو سره د خبرو لپاره  ګډه جبهه جوړوي، نور ویلي د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري او باید ټول لوري د خبرو له لارې یو موټی او یو بل ومني.

: ‏طالبان د کابل هوايي ډګر د ادارې په اړه له ترکیې او قطر سره هوکړې ته نږدې شوي. د منځني ختيځ ځينو رسنیو خپلو راپورونو کې ویلي، طالبانو دا منلې چې قطر او ترکیه به په ګډه د کابل هوایي ډګر د تنظیم او ادارې لپاره فعالیت کوي. سرچینه کاږي، درېواړه لوري په دې برخه کې هوکړې ته نږدې شوي دي.

: ‏د لوړو زده کړو وزارت نوې رهبرۍ د لویې جرګې په تالار کې،د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له مشرانو، استادانو او نورو علمي کادرونو سره د ستونزو د هواري او راتلونکو پروګرامونو په تړاو مشورتي ناسته پیل کړې ده،په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مخکینی وزیر عباس بصیر هم  شته دی.

: ‏ذبیح الله مجاهد، سخنگوی گروه طالبان در مصاحبه با تلویزیون «جئو» گفت که مسئله «تحریک طالبان پاکستان» را دولت پاکستان باید حل کند نه افغانستان.

: ‏طالبانو کابل کې یو ولسي وګړی په ډزو وژلی دی.

عیني شاهدان وايي، چې طالب وسله والو یاد کس ته د درېدو اشاره کړې خو کله چې نوموړی نه دی دریدلی ډزې یې پرې کړي دي او وژل شوی.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلی.

: ‏قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال عباس ستانکزی وايي ,اوس چې کوم کسان په اداراتو کې ټاکل شوي، سرپرستان دي، دوی یوازې د چارو د تنظیم لپاره دي، کله چې تشکیلات اعلان شي، بیا به هر څوک د خپلې پوهې پراساس ټاکل کیږي.

: ‏اردوغان: تنها خواسته ترکیه درباره افغانستان ایجاد ثبات فوری در این کشور است. ما آماده ارائه هرنوع کمکی در این زمینه هستیم.

تمامی گزینه‌ها نسبت به شرایط مختلف (درباره کارکنان سفارت در کابل) بر روی میز است. اولویت ما امنیت کارمندان کشور است.

: ‏اردوغان: چگونه وجدان می‌تواند در این مورد سکوت کند که مادران در افغانستان مجبور شوند فرزندان خود را پشت سیم خاردار به سربازان خارجی بسپارند.

: ‏رسانه آلمانی «zdf» گزارش داده که هایکو ماس، وزیر خارجه آلمان امروز یکشنبه سفر چهار روز خود را به پنج کشور آغاز می‌کند تا وضعیت پناهجویان افغانستان را بررسی کند. او ابتدا به ترکیه و پس از آن به سه کشور ازبکستان، پاکستان و تاجیکستان می‌رود و نهایتا سفرش را در قطر خاتمه می‌دهد.

: ‏مقامات امریکایی به خبرگزاری «رویترز» گفته‌اند که نیروهای این کشور یک عضو داعش شاخه خراسان را در یک حمله هوایی هدف قرار داده‌اند. سخنگوی طالبان نیز به «اسوشیتد پرس» گفته است هدف حمله هوایی امریکا یک مهاجم انتحاری بود که قصد داشت خود را با موتر به میدان هوایی کابل برساند.

: ‏برېټانیا وایي له طالبانو سره د داعش ډلې ضد مبارزه کې همکاري کوي. د برېټانیا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې که طالبان د یوه رښتیني حکومت په څېر له مسایلو سره چلند وکړي نو دوی تیار دي چې مرسته او همکاري ورسره وکړي.

: ‏په امریکا کې زرګونه کسان د راتلونکي توپان له وېرې له خپلو مېنو په تېښته دي. د راپورونو له مخې د امریکا حکومت د لویزیانا ایالت وګړو ته خبرداری ورکړی چې د پېښېدونکي توپان له امله باید خپلې مېنې پرېږدي او امنو ځایونو ته دې ځانونه ورسوي.

: ‏. د روسیې ددفاع وزیر سرګي شویګو وایي طالبانو ته داسې وسلې په میراث پاتې دي، چې هغه په نښه کولو کې دقیقې او پرمختللې ګڼل کېږي. شویګو وایي طالبان دمګړی سل جاولین توغندي هم لري چې د ټانکونو او چورلکو په نښه کولو کې کار ترې اخیستل کېږي.

: ‏امریکا شیر محمد عباس ستانکزي له وروستۍ وینا ملاتړ او هرکلی کړی دی. د راپورونو له مخې شیر محمد عباس ستانکزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د پیاوړي او ټولشموله حکومت پر جوړولو کار کوي ، خلیلزاد وایي که طالبان پر ژمنو عمل وکړي دوی یې تر څنګ دي او پر ژمنو به عمل کوي.

: ‏هندوستان ټایمز ویلي چې نوی ډیلی به بیا هیڅکله افغانستان کې د پخوانۍ شمال ټلوالې په څیر له ډلو ټپلو سره د تیر په شان مالي یا لوجستکي مرستې ونه کړي،ورځپاڼې ویلي هند له طالبانو سره په لوړه کچه خبرو باندې بوخت دی او ټوله هڅه کوي چې راتلونکي حکومت سره د ګډو ګټو په بنسټ کار وکړي.

: ‏یو شمېر امریکایي وګړو پر خپل حکومت نیوکه کړې ده چې په افغانستان کې یې شل کلنې جګړې هیڅ مثبتې لاسته راوړنې نه درلودې او بې پایلې پای ته رسېدلې ده. هغوی ټینګار کړی چې د امریکا له لوري پر افغانستان یرغل له لویه سره ښه نظر نه و.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې په لنډ مهال کې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دي. هغه چې د بوسنیا، هرزګوینا او مونتي‌ نیګرو د سفر نه وروسته یې په خپل هېواد کې رسنیو ته خبرې کولې وویل، د افغانستان روان وضعیت، حالات  او روان پرمختګونه له نږدې څاري.

: ‏امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دوو وسله والو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. یو اس نیوز راپور ورکړی دی چې دا پېښې په واشنګټن او رود ایلنډ ایالت کې د ناڅرګندو وسله والو د ډزو له امله رامنځته شوې دي. چارواکو ویلي چې د یادو پېښو علت تر اوسه څرګند نه دی.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې د دغه هېواد سفارت په عادي ډول خپلو چارو ته دوام ورکړی دی. د دغه وزارت د مرکزي اسیا مرستیال سید رسول موسوي ویلي چې دوی افغانستان ته تازه دمې ډیپلوماټان هم لېږلي دي څو له ایراني سفیر سره د چارو په مخته وړلو کې مرسته وکړي.

: ‏د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي، چې له ۵۰۰ زرو نه زیات افغانان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، د تاوتریخوالي له کبله له افغانستانه وتلو ته اړ شوي.

یو این ایچ سي ار د افغانستان پر ګاونډیانو غږ کړی، چې خپلې پولې پرانیستې وساتي، تر څو دغه افغان وګړي خوندي شي.

: ‏انتونی بلنکین، وزیر خارجه امریکا، با اس جی شنکر، وزیر خارجه هند، روی ادامه هماهنگی‌ شان درباره افغانستان گفت‌وگو کردند. در خبرنامه وزارت خارجه ایالات متحده آمده است که دو طرف توافق کرده‌اند که هماهنگی شان را روی اهداف و اولویت‌های مشترک ادامه دهند.

: ‏د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون وایي، له افغانستانه د برېټانيوي وګړو او د برېټانیا د افغان همکارانو د وتلو لړۍ بشپړه شوه.

جانسون ویلي، چې ټولو برېټانیوي سرتېرو او ملکي کسانو نن افغانستان پرېښود.

: ‏امانوئل مکرون، رییس جمهور فرانسه، می‌گوید که فرانسه و بریتانیا در جلسه اضطراری سازمان ملل درباره افغانستان به روز دوشنبه، پیشنهادی را از بهر ایجاد یک منطقه امن در کابل به سازمان ملل تسلیم می‌نماید.

‏به گفته مکرون، از این منطقه امن برای کمک‌های بشردوستانه و محافظت کسانی‌که می‌خواهند افغانستان را ترک کنند استفاده خواهد شد.

: ‏د راپورونو له مخې، حوثي جنګیالیو په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو پورې اړوند پر یوې پوځي اډې برید کړی، چې له امله یې ۳۰ سرتېري وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک