د نوي حکومت د رسمیت پيژندنې مسئله
اکرام الدين کامل
د اګست پر ۱۵مه پخواني ولسمشر اشرف غني ناڅاپي افغانستان پرېښود، د واک خلا رامنځته، کابل کې ګډوډي شروع شوه او ط.البان مجبوره شول چې کابل ته د نه ننوتلو پلان تغیر کړي او د امنیت د تامین لپاره پلازمېنې کابل ښار ته ننوځي. د ط،البانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته د نړیوالو حقوقو له مخې د نوي حکومت د مشروعیت یا رسمیت پېژندنې مسئلې باندې یو ځل بیا بحثونه پیل شول. تر نن ورځې (۲۶ اګست) ط.البانو د نوي حکومت اعلان نه دی کړی خو مؤقت یې ځينو ادارو او ولایتونو ته سرپرستان ټاکلي دي. ځينې مهمو دولتونو لکه چین او روسیې د نوي حکومت د پېژندلو لپاره زرغون چراغونه ورکړي دي او مهم شرط د یو افغان شموله حکومت رامنځته کول ږدي. جاپان هم په یوې تازه بیانیه کې ویلي چې د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. چین او روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي او له همدې کبله د دوی له خوا د نوي حکومت په رسمیت پيژندل نړیوال مشروعیت ته لاره هواروي. د حکومت په رسمیت پېژندلو مسئله یواځې هغه وخت مطرح کیږي کله چې د قانوني لارو [هغه لارې چې د یو هیواد په اساسي قانون کې پیشبیني شوي وي] پرته له نورو لارو واک ترلاسه شي. مثلا په اساسي قانون کې دا مشخص شوي وي چې حکومت ترلاسه کولو لپاره باید یو څوک ټولټاکنې وګټي، خو یوه ډله د ټولټاکنو پر ځای د کودتا له لارې یا د وسله والې مبارزې له لارې منتخب حکومت نسکور کړي او خپل حکومت اعلان کړي. که حکومت د قانوني لارو ترلاسه شي مثلا له هغه لارو چې په اساسي قانون کې پیشبیني شوي وي، په هغه صورت کې د حکومت د رسمیت پيژندنې یا مشروعیت مسئله هيڅ مطرح کیږي نه.
د حکومتونو مشروعیت یا په رسمیت پيژندنه په نړیوالو حقوقو کې د څو وجوهاتو له کبله مهم دی. لومړی دا کله چې یو حکومت په رسمیت پيژندل کیږي معنا یې داده چې ددغه هیواد/دولت اړوند داخلي او بهرني نړیوال حقوقي وجایب دوی سرته رسوي او مسوولیت هم دوی ته راجع کیږي. مثلا دیپلوماتیکي اړیکې به له هغه حکومت سره ساتل کیږي چې مشروع ګڼل کیږي همدا راز معاهدات به له همدغه مشروع حکومت سره کیږي، تجارتي مسایل او داسې نور. البته یو مسئله باید تفکیک شي چې دولت یا state د حکومت government څخه مختلف دی او دولت مشروعیت یا رسمیت د حکومت د مشروعیت یا رسمیت په معنا نه دی. په دې اړه هيڅ اختلاف نشته دی چې افغانستان یو مشروع او په رسمیت پېژندل شوی دولت دی ځکه د دولت ټول شرایط یې پوره کړي دي، خو دا چې ددغه دولت رسمي، ديپلوماتیکې چارې څوک پر مخ وړي او څوک ددې صلاحیت لري چې د دې دولت استازیتوب وکړي دا د حکومت په مشروعیت/رسمیت پسې تړلې مسئله ده.
د حکومت د مشروعیت یا رسمیت پيژندنې په اړه دوه نظریې موجودې دي چې لاندې یې ذکر کوو:
د حکومتونو په رسمیت پېژندل یا د حکومتونو مشروعیت په اړه لومړۍ مهمه او اساسي نظریه د یو حکومت مؤثریت دی. د یو حکومت په رسمیت پيژندلو معنا داده چې دغه حکومت په هغه هیواد څومره مؤثر حاکمیت لري. یا په بله معنا دغه حکومت د یاد هیواد په ټولو یا ځينو برخه سیمو، په هیواد کې د اوسیدونکو خلکو، ملي ادارو، بانکونو، پولي سستم او نورو باندې واکمن وي. خلکو دغه حکومت قبول کړی وي یا يې پرې رضایت ښودلی وي. د مؤثریت نظریې له مخې دا اصلا مهمه نه ده چې حکومت له کومې لاره ترلاسه شوی دی مثلا داخلي جنګونو په نتیجه کې ترلاسه شوی، انقلاب پر مټ یا د نظامي کودتا له لارې، بلکې مهمه داده چې په یاد دولت/هیواد باندې څوک مؤثر حاکمیت لري. د افغانستان په مسئله کې په دې کې هيڅ شک نشته دی چې ط.البان په افغانستان بشپړ (له پنجشیر پرته) مؤثر حاکمیت لري، ملکي او امنیتي ادارې، بانکونه، مالي سستم، بندرونه، تجارت او نور هر څه د دوی تر حاکمیت لاندې دي، نو ددغې نظریې پر اساس د نړیوالو حقوقو له مخې د ط.البانو نوی حکومت د افغانستان رسمي او مشروع حکومت دی او دولتونه باید یواځې له دوی سره د افغانستان په تړاو روابط ټینګ کړي. که د افغانستان د سرنوشت مسئله مطرح کیږي یا له افغانستان سره د تجارت مسئله یا نور ديپلوماتیک روابط ټینګیږي نو ددغې نظريې پر اساس باید له ط؛البانو سره چې په افغانستان مؤثر حاکمیت لري ټينګ شي. دوهمه نظریه چې د پورتنۍ نظريې مخالفه ده د یو حکومت دیموکراتیک مشروعیت دی. ددې نظريې له مخې د یو حکومت په رسمیت پېژندل لپاره مهمه د هغه حکومت دیموکراتیک مشروعیت دی، یا په بله معنا ایا دغه حکومت د هغه خلکو چې دی یې استازیتوب کوي مشروع استازی دی که نه او د دیموکراتیکو لارو څخه یې واک تر لاسه کړی دی که نه؟ ددې نظريې له مخې هغه ډلې چې د غیردیموکراتیکو لارو څخه حکومت نیسي او د هیواد چارې عملا de facto په لاس کې اخلي کوم رسمیت نه لري او ددغه دولت/هیواد قانوني de jure استازي نه دي. د همدې نظريې پر اساس ډير دولتونه هغه حکومتونه په رسمیت نه پيژني چې د زور یا کودتا له لارې یې واک ترلاسه کړی وي بلکې د جلاوطنۍ حکومتونه په رسمیت پيژني او له هغوی سره روابط ساتي. د مثال په ډول منصور هادي د یمن جلاوطن ولسمشر دی، حالانکې په یمن باندې موثر کنترول حوثي یاغیان لري. همدا راز د وینزویلا حکومت ډیر دولتونه له دې کبله په رسمیت نه پيژني چې د غیردیموکراتیکو لارو څخه يې واک لاسته راوړی دی. د ط.البانو د تېر ځل واکمنۍ پر مهال ډيرو دولتونو د مجاهدینو حکومت په رسمیت پيژندلو او کله چې کرزي ته واک انتقالیده نو پروفیسر برهان الدین رباني د یو ولسمشر په توګه خپل واک کرزي ته انتقال کړ. نو که یاده نظریه د افغانستان پر وضعیت تطبیق شي، د ط.البانو حکومت یو مشروع حکومت نه ګڼل کیږي ځکه د غیردیموکراتیکو لارو یا په زور منځ ته راغلی دی. که بالفرض پخوانی ولسمشر اشرف غني له وطنه بهر حکومت اعلان کړي نو دا د ط.البانو د حکومت مشروعیت مسئله نوره هم پيچیده کیږي.
په هر صورت دا د دولتونو عمومي صلاحیت دی چې کوم حکومت په رسمیت پيژني، که څوک استدلال کوي چې حکومت باید د دیموکراتیکو لارو څخه منځ ته راغلی وي نو حاضره په دنیا کې د شاهي حکومتونو، نظامي کودتا له لارې راغلي حکومتونو او دیکتاتوري حکومتونو ډير مثالونه شته دی او هغه حکومتونه د هغه دولتونو رسمي استازیتوب کوي او نېږدې ټولې دنیا په رسمیت پيژندلي دي. زموږ ګاونډ پاکستان کې تر دیموکراتیکو حکومتونو څخه زیات نظامي حکومتونه تير شوي دي او دغه حکومتونه نړۍ په رسمیت پيژندلي دي. همدا ډول په مصر کې عبدالفتاح سیسي د یوې کودتا له لارې محمدمرسي له واکه لرې کړ خو پر دې سربېره یې حکومت ټولې دنیا په رسمیت وپيژندلو. د دیموکراتیک مشروعیت نظریه عموما دولتونو عملا د سیاسي اهدافو لپاره استفاده کوي او استفاده کړې ده او د عرفي نړیوال قانون برخه نه ده. د ۲۰مې پيړۍ په ابتدايي کلونو کې په دې اړه کوښښونه روان ول چې د حکومتونو د رسمیت پيژندلو لپاره یو شرط دا کیږدي چې باید د انتخاباتو له لارې ټاکل شوی وي خو دا شرط باندې تر پایه دولتونه قانع نشول او د هيڅ یوې معاهدې برخه نشوه، ځکه نو په نړیوالو حقوقو کې د حکومتونو د رسمیت یا مشروعیت لپاره اساسي شرط په هغه دولت/هیواد باندې د یوې ډلې مؤثر کنترول دی نه د هغه ډلې دیموکراتیک مشروعیت.
پای
د حکومتونو او دولتونو رسمیت پيژندنې په اړه تفصیلي بحث دلته شوى دى:
International Law by Martin Dixon (7th edn) pp. 115-148.
