د مقاومت د نوم نه کرکه
شاه محمود مياخيل
کله چې په ۱۹۹۶ م کال کې د طالبانو ډلې قدرت ونیوه، د مشرقي شورا هم پیښور ته وتښتیدله. یوه شپه د حاجي قدیر په مشرې، د شورا اکثرو مشرانو د پیښور په یونیورستي ټاون کې غونډه درلوده چې د مشرقي یو شمیر نور کسان، زما په شمول یې هم دعوت کړې و. دوی ویلې چې د طالبانو پرضد مقاومت کوي او بیرته أفغانستان ته ځي. ما ورته وویل چې تاسي سره قدرت و څه مو ونشو کړاې، نو اوس خو هیڅ نشي کولاې. تاسي څلور کاله حکومت وکړ. اوس ولس ته قناعت ته نشي ورکولې چې په دې څو ورځو کې تاسي کې تغیر راغلې او ښه شوي یاست. څلور کاله باید صبر وکړې تر څو د طالبانو کړنې د تاسي نه بدترې شي نو بیا به ولس ستاسي حمایت وکړي. په هرحال، دوی په خپل نظر تاکید کاوه او یو څو کسه یې شینوارو ته ولیږل چې بیا حاجي ظاهر قدیر او یو څو ملګري یې د طالبانو لخوا ونیول شو او کندهار ته انتقال شول. د مقاومت جبهه په مشرقي کې جوړه نشوله.
د طالبانو د څلور کلنې دورې په وخت کې ولسونه د سخت فقر او بدبختې سره مخامخ شول او خلکو د طالبانو نه کرکه درلوده او د فرصت انتطار یې کاوه چې څنګه د طالبانو د ظلم نه خلاص شي. د سپتمبر د یولسمې نیټې پيښه وشوله. امریکا او متحدین یې افغانتسان ته لاړول. په لومړۍ سر کې خلکو د امریکا راتګ ته خوشالې په دې خاطر کوله چې د طالبانو نه په تنګ راغلې و. دا چې امریکا او متحدینو یې څومره اشتباوې وکړې او افغانانو د دې فرصت نه په سمه توګه ګټه وانخستله، جدا بحث ته اړتیا لري.
زما په اند، که طالبان یکه تازي وکړي، سوټه کراسې نه کار واخلي، د خلکو رایو ته درنښت ونه کړي، په ټاکنو عقیده ونه لري، د اوسنې وخت د غوښتنو سره سمه تګلاره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخه کې پکار وانه چوي او یوازې د ایران په شان امارتي نظام وغواړي، نو دوی چې لکه څنګه مخکې ناکامه و، اوس به هم ناکامه وي.
راغلو مقاومتیانو ته:
همدې مقاومتیانو شل کاله نظام چور او اکثره همدوی په هر ډول فساد کې دخیل و چې ټولو افغانانو ته د دوی کړنې معلومې دي تشریح ته یې حاجت نشته. همدې مقاومتیانو په اکثرو پښتنو چارواکو د طالب او ISI ټاپې وهلې، خو اوس ټولو ته معلومه شوله چې همدوي د ISI او نورو استخباراتي شبکو اصلي ایجنټان و. اسلام اباد او تهران ته به همدا مقاومتیان په ځانګړي توګه دعوت کیدل او هلته به دوی ته غوټې او دیپلومات بکسونو کې ډالرې ورکول کیدلې. په کابل کې به د ایران او پاکستان سفیران، د دوی په کورونو کې همیشه میلمانه و. په همدغه غوټو او د فساد په پیسو به یې په کابل او ولاتیونو کې حویلې چلولې. همدوی به د نظام او حکومت پرضد چیغې وهلې او د افغانانو په منځ کې به یې قومي، مذهبي او سمتي اختلافات خپرول. د کرزي صیب د وخت د ایران بکسې خو د هر چا په یاد دي.
زما په اند، مقاومت بې له یو منلي ملي مشر نه هیڅکله نتیجه نه ورکوي. متاسفانه په دې وخت کې افغانان با اعتباره، پاک او متعهد ملي مشر چې د وطن او خلکو لپاره کار وکړي، نه لري. دا ایکسپایر شوي مشران نور څه نشي کولې او د دوی ښکته پورته ګرځیدل څه پایله نه لري. دوی صرف د خپل ځان او خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره چیغي وهي او د ځینو کسانو د احساساتو نه سؤ استفاده کوي. پدیتوګه د مقاومت د کلمې نه مې کرکه راځي.
زما خبره اوس د مقاومتیانو لپاره ده چې نه مو اولې ورژن (1.0) څه خوند درلود او نه مو د قدرت په وخت کې څه کړیدي. د دوی دویم ورژن (2.0) هم څه نتیجه نه ورکوي. په داسې حال کې چې اول ورژن مشري یو څه با تجربه کسانو کوله خو د مقاومتیانو د دویم ورژن مشري ماشومان کوي او د ماشومانو د حکومت نتیجه خو ټولو ولیدله. امنیتي سکتور ولې خراب شو ځکه چې هغه د ماشومانو په لاس کې ورغوځید. د ډاکتر نجیب د رژیم د چپه کیدو نه وروسته چې په حکومت کې شاملو کسانو جدا جدا روایتونه ولیکل، د اوسنې نظام د چپه کیدو په هکله به هم هر څوک جدا جدا روایتونه لیکي او پخپله به تور د سپينو نه جدا کیږي.
اوس ښه دا ده چې څو ورځې هر څوک صبروکړي، د شوک نه ووځي تر څو عقل په احساساتو غالب شي. که دیموکراسې نتیجه ورنه کړه نو د طالبانو سوټه کراسې هم څه نتیجه نه ورکوي. ولس په سیاسي، اقتصادي او امنیتي ساحو کې د تیر نظام نه ښه والې غواړي. که طالبانو د تیر نظام نه ښه خدمات عرضه نشي کړې، نو د طالبانو نه د خلکو نفرت پخپله زیاتیږي. کله چې د طالبانو کړنې د تیر نظام نه خرابې شولې، ولس خامخا عکس العمل ښایې. ولس اوس څوک په زندان او د فقر په حالت کې ساتلې نشي. د کوتک په زور طالبان نشي کولې چې د خلکو اواز او نظر بند کړي ځکه اوس د نظر د خپرولو لپاره ډیرې لارې شته او هر څوک ټولنیزو رسنیو ته لاسرسې لري.
د ولسونو راپاڅیدل لکه د سیلاب په شان وي چې اوبه پخپله ځانته لار پیدا کوي. په همدې توګه د ولس اصلي غږ پخپله ځانته مشر پیدا کولې شي او دا مقاومتیان نشي کولاې چې د داسې حرکتونو مشري وکړي. په دې اساس مقاومت د ماشومانو د رهبرې د سیورې لاندې نشي تر سره کیدلاې.
