No-IMG

بلا مو واخلم

داکتر لطيف الله صادق

 

نن د عجیبی خوشحالی احساس کوم هیڅ ټکی او الفاظ یی د اظهار لپاره کفایت نکوي

دا غزل می د بګرام زندان کی د تورو پنجرو شاته لیکلی وو.

په الله ج می یقین وو چی همداسی ورځ راتلونکی ده

نن یی د ګران او ځوریدلی دردیدلی کړیدلی افغانستان څخه د اشغالګری امریکا د وتلو او شرمیدلی ماتې په ویاړ پوسټ کوم

او ددی عظیمی تاریخي فتحی مبارکی ټول اسلامی امت ته خصوصاٌ رښتینو افغانانو ته وایم

ځی په شانتی د اوبو بلامو واخلم......

مجاهدو شاځلمو بلامو واخلم....

لوی ارمان د فدایانو مو پوره شو....

په ګونډو شوله ناټو بلامو واخلم.....

سنګرونه مو خدای یو کړه ننګیالیو ....

ځار لونګیو پکولو بلا مو واخلم.......

د غلام او د ازاد په فرق مو پوی کړم....

عزتمندو  زولنو  بلا  مو  واخلم............

لباسي یاران مو ټول راته معلوم کړل...

د زندان تورو پنجرو بلا مو واخلم....

ای  زمونږ  د  کامیابی  پټو  رازونو....

ای د نیمی شپې سجدو بلا مو واخلم....

پرهرونه مو الله جوړ کړه غازیانو....

د  ټپونو  د  زخمو  بلا  مو واخلم.....

شهیدانو نن می سخت په زړه وریږی...

ای  زما  خوږو  خوږو بلا مو واخلم......

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک