مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: طالبانو شیخ عبدالباقی حقاني د لوړو زدکړو وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
طالبانو همداراز انجینر روح الله روحاني د علمي معينيت سرپرست , انجینر سید اسماعیل روحاني د محصلينو د چارو د معينيت د سرپرست او مولوي اسدالله فرید د مالي او اداري معينيت د سرپرست په توګه ټاکلي دي.
✒: طالبانو د لغمان پخوانی والي، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رييس او د ولایتي شورا رییس له بنده خوشي کړل.
دا کسان هغه مهال طالبانو ونیول، چې د لغمان ولایت ددې ډلې لاس ته ورغی.
✒: امریکايي ځواکونو د کابل هوایي ډګر کې د سي ای اې استخباراتي دفتر او ټول تجهیزات په بمونونو الوزولي دي.
د واشنګټن ایګزماینر د خبر له مخې د پنجشنې ورځې تر چاودنې وروسته امریکا هوايي ډګر کې خپل استخباراتي مرکز سر له تجهیزاتو او د ملیونونو ډالرو په ارزښت نور تجهیزات له منځه وړي.
ویل کیږي، چې امریکايي ځواکونو د هوایي ډګر نور تاسیسات هم تخریب کړي دي.
امریکایي چارواکو ویلي دا مرکز یې ځکه له منځه وړی چې طالبان یې استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
بل لور د راپورونو له مخې امریکایي ځواکونو همداراز د کابل هوايي ډګر کې د رادار سیستم هم له منځه وړی دی.
✒: طالبانو له ټولو هغو کسانو چې دولتي وسایط او وسلې ورسره دي غوښتي، چې ټول وسایل دی اړوندو ادارو ته وسپاري.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي،ټولو هغو کسانو ته چې له ځانه سره يې دولتي اجناس، وسائل، وسائط ، وسلی او مهمات ساتلي وي، خبر ورکول کیږي چې د يوې اونۍ په اوږدو کې ياد اجناس پخپله خوښه مربوطه ارګانونوته وسپاري.
طالبان وایی، که څوک له دې امر سرغړونه وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
✒: شمار قربانیان انفجارهای شام روز پنجشنبه در میدان هوایی کابل به بیش از ۱۷۰ تن رسیده است. بیبیسی گزارش داده است که بیش از ۲۰۰ تن دیگر در این انفجارها زخم برداشتهاند.
✒: د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد له نشهیي توکو سره پر کارنده مبارزې ټینګار کړی دی. نوموړي له روسیه الیوم سره په مرکه کې ویلي چې دوی به له نشهیي توکو سره پیاوړې مبارزه وکړي او د دې کار لپاره پروګرامونه لري.
✒: د خصوصي بانکونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، خپلو ټولو مشتریانو ته خبر ورکوي چې د افغانستان بانک د فعالیت تر پیلیدو پورې دې انتظار وباسي او همدا چې د افغانستان بانک خپل فعالیت پیل کړي نو خصوصي بانکونه به هم خپلې چوپړتیاوې پیلوي.
✒: کام اییر ایران ته د خپل فعالیت د لیږد خبر رد کړی،شرکت ویلي دا چې د کابل هوایي ډګر کې د بهرنیانو له خوا ګډوډي جوړه شوې او زمونږ د فعالیت مصونیت نشته، نو له هوایي ډګر څخه د بهرنیانو تر وتلو به فعالیت ونه لرو خو هوایي ډګر کې د حالت نورمال کیدو سره سم به ژر خپل فعالیت له سره پیل کړو.
✒: جان کربی سخنگوی پنتاگون روز جمعه گفت که هنوز هم تهدیدات «مشخص و عینی» علیه میدان هوایی کابل وجود دارد. در همین حال آمار قربانیان حمله داعش به شدت افزایش یافته و نزدیک به ۲۰۰ تن رسیده است.
مقامات پنتاگون میگویند که حمله روز گذشته در نتیجه یک انفجار انتحاری بوده، نه دو انفجار.
✒: ازبکستان پیشنهاد کرده است که میتواند امکانات لوجستیکی خود را در شهر مرزی «ترمز» در اختیار نهادهای بین المللی قرار دهد تا به این ترتیب کمکهای بشردوستانه به افغانستان تسهیل شود.
این در حالی است که پیشبینی میشود افغانستان در زمستان پیش رو با بحران شدید غذا مواجه شود.
✒: رسانه «بی. بی. سی» (اردو) به نقل از شاهدان عینی گزارش داده که روی بدن بسیاری از قربانیان فقط جای گلوله دیده میشود. شاهدان میگویند که نیروهای امریکایی در پی حمله انتحاری مهاجم داعش، سراسیمه تیراندازی کردهاند.
مقامات امریکایی تاکنون درباره این مسئله اظهارنظر نکردهاند.
✒: رسانه «نگاه خاورمیانه» گزارش داده که توافق ترکیه و طالبان بر سر کنترول میدان هوایی کابل نزدیک شده است. ترکیه میخواهد تا با همکاری قطر این میدان را مدیریت کند. امنیت میدان به یک شرکت خصوصی سپرده میشود.
به گفته این رسانه، توافق نهایی بعد از پایان ماموریت خروج به دست میآید.
✒: والستریت ژورنال وایي کابل کې د وروستي خونړي برید له امله د ګڼو بهرنیو سرتیرو وژل کیدو د امریکا حکومت ته ټکان ورکړی،ورځپاڼه وایي امریکا نه غواړي له طالبانو وروسته سیمه کې داعش په شان کوم افراطي دښمن ولري،نو امریکا مجبوریږي،چې طالبانو سره ګډ کار وکړي او حکومت یې په رسمیت وپیژني.
✒: د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر وايي له افغانستان سره يې پر ډېورېنډ فرضي کرښې لارې پرانيستي او په وينا يې افغانستان کې بدلونونو پر دوه اړخيزې سوداګرۍ کوم اغېز نه دی کړی.
✒: د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د میلیونونو کسانو د درملنې لپاره شته طبي وسایل یواځې څو ورځې نور کار کوي. دا سازمان وایي، د کابل په هوايي ډګر کې له بمي چاودنې وروسته په اکثره روغتونونو کې طبي وسایلو ته سخته اړتیا ده.
✒: د کډوالۍ نړیواله اداره وایي چې د افغانانو د ډله ییزې کډوالۍ لپاره باید تیاری ونیول شي. د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې دوی له خپلو ملګرو او همکارو بنسټونو غوښتي چې باید شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر د احتمالي کډوالۍ لپاره ځانګړي کړي.
✒: آلمان وایي سرتېري یې په افغانستان کې د تخلیې ماموریت تر بشپړولو وروسته خپل هېواد ته رسېدلي دي. آلماني رسنۍ وایي چې لسګونه آلماني سرتېري له تاشکند المان ته رسېدلي دي او د تخلیې ماموریت یې پشپړ کړی دی.
✒: د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند له بایډن د استعفا غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند یو شمېر غړو په کابل کې تر خونړۍ چاودنې او روان وضعیت وروسته ویلي چې بایډن د رهبرۍ وړتیا نه لري او باید له خپلې دندې استعفا ورکړي.
✒: د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار له خپل امریکایي سیال لویډ اسټین سره د افغانستان په اړه ټلفوني خبرې کړې دي. ترکي رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله ویلي چې دواړو وزیرانو په دې خبرو کې د افغانستان پر اوسني وضعیت او وروستیو پرمختګونو خبرې اترې کړې دي.
✒: رویټرز راپور ورکړی دی چې په افغانستان کې د بریتانیا د تخلیې عملیات نن پای ته رسېږي. رویټرز د بریتانیا د وسله والو ځواکونو د قومندان نیک کارټر په حواله ویلي چې بریتانوي ځواکونه خپله ټوله هڅه کوي چې نن په افغانستان کې د وروستیو ملکیانو په ایستلو سره خپل ماموریت پای ته ورسوي.
✒: د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که دی په سپینه ماڼې کې وای نو نه به افغانستان له اوسني برخلیک سره مخ و او نه به په نړۍ کې د امریکا موقف دومره ټیټېده. نوموړي په یوې ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې بایډن باید په افغانستان کې د خپلې ماتې په اړه رسنیو ته ځواب ووایي.
✒: د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت څاري خو که چېرته نړۍ د دغه هېواد پر وړاندې چوپه پاتې شي نو دا هېواد به له ستر بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.
✒: د اسوشیټډپریس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، امریکا پوځ وایي، چې نن (شنبه د وږي په شپږمه) بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ډلې پر یوه غړي هوایي برید کړی.
دا برید داسې مهال شوی، چې سپینه ماڼۍ وایي، لا هم داسې نښې شته، چې داعش ډله غواړي بیا د کابل هوایي ډګر شاوخوا برید وکړي.
له دې سره د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې له افغانستان نه د ایستونکو لړۍ به راروانه سهشنبه د اګېسټ پر ۳۱ مه بشپړوي.
د امریکا پوځ ډېر جزییات نه دي ویلي، خو دومره یې ویلي، چې افغانستان کې یې پر داعش ډلې برید کړی او ډاډه دي چې ملکي کسانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وایي، چې په دغه برید کې د داعش ډلې هغه غړی وژل شوی، چې ګومان کېږي، د کابل د وړمې ورځې چاودنو پلانولو کې یې لاس و.
✒: د سپينې ماڼۍ ویانده جین ساکي وايي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د واکمن په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته کوم پروګرام نه لري.
مېرمن ساکي چې د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وینا کوله د امریکا متحده ایالات او متحدان یې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ بیړه نه لري:«اجازه راکړئ چې په څرګنده ووایم چې امریکا او زموږ متحدان چې له هغوی سره مو خبرې کړې دي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بیړه نه لري.»
خو مېرمن ساکي زیاتوي چې د امریکا متحده ایالوتونه له افغانستانه د بهرنیو وګړو او پر شرایطو برابرو افغانانو د لېږد لپاره، له طالبانو سره همغږي کوي چې وکړای شي دغه کسان د اګسټ له ۳۱مې وروسته هم له افغانستانه ولېږدوي.
✒: دوه مخکښو امریکایي سناتورانو د امريکا له ولسمشر جوبايډن غوښتي څو په پنجشير کې د مقاومت جبهه د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسميت وپيژني.
د امريکا د سنا جمهوري غوښتونکي غړي ليندسي ګراهام او ولسي جرګه غړي مايک والټز له امرالله صالح سره تر خبرو وروسته په يوه ګډه اعلاميه کې له جوبايډن غوښتي تر څو امرالله صالح د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسميت وپيژني، د افغانستان اساسي قانون تر اوسه نافذ وګڼي او د طالبانو لخوا د قدرت نيول دې غير مشروع اعلان کړي.
دوی همداراز په دې اعلاميه کې ويلي چې پنجشير دې د بشري خوندي سيمې په توګه اعلان شي.
✒: د امریکا د کانګرس غړي وایي، پخوانی ولسمشر اشرف غني دې د ۱۶۹ میلیون ډالرو د تښتولو په تور محاکمه شي.
فاکس نیوز د امریکا د جمهوري غوښتونکو هغه لیک خپور کړی، چې له جوبایډن څخه یې غوښتنه کړې، چې امریکا باید د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دا پيسې بېرته افغانستان ته وګرځوي او اشرف غني دې د میلیونونو ډالرو د اختلاس او تښتولو په تور محاکمه کړي.
امریکایي سناتورانو ویلي، له افغانستان څخه د اشرف غني دغه راز وتل شرفتمندانه نه وو، بلکې هغه د یوه ډارن کس په څیر له افغانستان څخه تښتېدلی دی او افغانان یې له مبهم برخلیک سره مخ کړي دي.
✒: لوېديځو هېوادونو اعلان کړی چې دوی له کابل هوايي ډګر څخه د اتباعو د ايستلو په هدف خپل عمليات پای ته رسولي او د ناټو ډېری نور غړي هېوادونه به د خپلو اتباعو او خپلو همکارانو ايستلو لپاره له دې وروسته الوتنې ونه لري.
د امريکا د دفاع وزارت په وينا په تېرو دوو اوونيو کې يې کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې ۱۱۰ زره کسان ايستلي دي.
امریکايي ځواکونه چې د وتلو د عملياتو مشري کوي د اګست پر ۳۱ به خپل شپږ زره سرتېری وباسي او د هوايي ډګر چاری به طالبانو ته وسپاري.
✒: د فرانسې دفاع وزارت ویلي، له افغانستان څخه یې د خروج بهیر پای ته رسولی دی.
د فرانسې دفاع وزیر ویلي، چې له افغانستان څخه یې د خپلو اتباعو او افغان همکارانو د اېستلو بهیر د اګست په ۱۵مه د فرانسې ولسمشر په سپارښتنه پیل کړی و، او نن یې پای ته ورساوه.
✒: د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه يي وايي د افغانستان وروستۍ غمیزې خواشینوونکې دي، خو دده په وینا دا دامریکا کار دی.
نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي "افغانستان د مشترک فرهنګ، دین او ژبې له پلوه زموږ ورور هیواد دی. د افغانستان ناخوالې انسان متاثره کوي، دا د امریکا کار دی. دا سختۍ هم چې ګالي، دا پېښې هم چې پرلپسې رامنځ ته کیږي، دا د پنجشنبې ورځې پېښه، دا وژنې، ټول د امریکا کار دی."
