No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏تورخم کې پاکستاني ځواکونو پر ملکي افغانانو ډزې کړې او لږ تر لږه يې دری کسان وژلي دي.

پاکستاني مليشو نن پر عامو افغانانو داسې مهال ډزې کړې چې هغوی له تورخم لارې د افغانستان څخه د وتلو هڅه کوله.

لاتراوسه د ننګرهار ځايي چارواکو پدې اړه څه نه دي ويلي.

: ‏د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي پرون په دوحه کې، د فرانسې یوه پلاوي سره کتلي.

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین وایي، دې کتنه کې د طالبانو پلاوي ډاډ ورکړی، چې د کابل ملکي هوایي ډګر فعالېدو سره ټول هغه افغانان چې قانوني سند ولري له هېواد بهر سفر کولی شي.

: پرون (پنج‌شنبه د وږي په ۴ مه) کابل کې د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر ته څېرمه دوه چاودنې وشوې.

د طالبانو سرچینو ویلي، په دغو دوو چاودنو کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې ۱۳ تنه امریکایي سرتېري دي، چې څو تنه نور ټپیان شوي هم دي.

ترکیې هم ویلي، چې د دوی څو تنه سرتېري ټپیان شوي.

عیني شاهدان وایي، چاودنې هغه مهال وشوې، چې په زرګونه خلک د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر شاوخوا راټول شوي وو.

: ‏طالبانو په ټینګار سره یو وار بیا ویلي چې د هوایي ډګر په کنترول او بهر ته د تلونکو کسانو په مدیریت کې امریکا په بشپړه توګه ناکامه شوې او لویه ګډوډي یې جوړه کړې ده، طالبان وایي د هوایي ډګر د ننه ځینې چاودنې امریکایانو کړې چې خپلې وسلې یې پرې له منځه وړې دي تر څو له استفادې ولویږي.

: ‏د حکومت له را پرځیدو کابو ۱۲ ورځې وروسته د اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش خپل لومړنی پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې،د حکومت د را پرځیدو په سبا ترکیې ته رسیدلی دی،دانش ویلي چې نوی جوړیدونکی حکومت باید تیرې لاسته راوړنې وساتي، اساسي قانون،د بیان او فردي آزادیو درناوی د وشي.

: ‏اردوغان: ملت ترکیه فاجعه و حمله تروریستی همه جانبه دیروز در کابل را محکوم می‌کند.

: ‏د ازبکستان ولسمشر شوکت مرزایوف په تازه څرګندونو کې ویلي چې د خپل هیواد د ثبات او ملي ګټو په خاطر له طالبانو سره په اړیکه کې دی او ازبکستان لیواله دی چې راتلونکي نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.

: ‏حکومت کانادا گفته است «هرچند که می‌داند شماری از شهروندان کانادا، افراد مقیم کانادا و افغان‌ها در افغانستان گیر مانده‌اند»، با آن هم عملیات بیرون کشیدن از افغانستان را پایان داده است و «در حال حاضر، هیچ پروازی برای خروج از افغانستان برنامه ریزی نشده است».

: ‏در پی حمله انتحاری به میدان هوایی کابل که به کشته شدن ده‌ها تن، از جمله ۱۳ امریکایی انجامید، سناتور جمهوری‌خواه، مارشا بلکبرن، خواهان استعفای رئیس‌جمهور، معاونش، وزیر دفاع و فرمانده نیروهای امریکایی در افغانستان شد.

او نوشت: بایدن، هریس، لوید و میلر استفعا دهند یا استیضاح شوند.

: ‏وزارت خارجه فرانسه اعلام کرده که دیپلومات‌های این کشور با طالبان در دوحه و کابل تماس گرفته‌اند.

سخنگوی وزارت خارجه فرانسه به تلویزیون BFM گفته است: «ما با طالبان در دوحه و کابل تماس گرفتیم و با آن‌ها درباره تسهیل بیرون کردن افراد صحبت کردیم

: ‏جو بایډن کابل نړیوال هوایي ډګر کې د۱۳ تنو امریکایانو له وژل کیدو وروسته ویلي چې د برید غچ به له داعش واخلي،بایډن ویلي طالبانو ورسره ژمنه کړې چې د پاتې کسانو را ایستلو کې به د اګست تر ۳۱ مرسته کوي، بایډن ویلي له جولای راهیسې تر اوسه د ټولو را ایستل شویو شمیر تر سل زره کسانو اوښتی.

: ‏د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر فرانک مکنزي ویلي، چې دوی به د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې ماموریت ته دوام ورکړي او په هره اندازه چې امکان ولري‌ له افغانستان څخه خپل اتباع وباسي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران له اېوېن زندانه په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د ایران په زندانونو کې سیستماتیکه شکنجه روانه ده. د دغه وزارت په خبره په دې وروستیو کې هغه ویډیوګانې افشا شوي او هغه څه ښيي چې دوی له مخکې پرې پوهېدل.

: ‏د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابل د هوايي ډګر پروني بریدونه یوه تراژیدي بللې او ویلي یې دي چي‌ دې بریدونو ته هیڅ وخت باید اجازه نه وای ورکړل شوې. ټرمپ پر اوسني ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د کړکیچ د مدیریت د څرنګوالي له امله نیوکې کړې دي.

: ‏د مګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د کابل پر نړیوال هوایي ډګر برید غندلی او هغه یې یو ترهګریز برید ګڼلی دی. د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجارک وویل یاد برید د افغانستان له خلکو سره د عاجلو مرستو د دوام په برخه کې د ملګرو ملتونو عزم لا قوي کوي.

: ‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، څه باندې ۱۰ میلیون افغان ماشومان بېړنو مرستو ته اړتیا لري. یونیسف نن ویلي چې یاد افغان ماشومان له بشري ناورین سره مخ دي.

: ‏د بریتانیا دفاع وزارت وایي، بریتانوي ځواکونه د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو د بهیر وروستي پړاو ته داخل شوي او د اسانتیاوو پروسه بنده شوې ده.

: ‏د قزاقستان په جنوبي ولایت ژامبیل کې په یوه پوځي اډه کې د اور لګېدو له امله، پنځه تنه مړه شو او ۹۰ نور ټپیان شوي دي. د قزاقستان د دفاع وزیر نورلان ایرمیکباییف ویلي، څلورو سرتېرو او د اطفایې یوه کارکوونکي هغه مهال خپل ژوند له لاس ورکړ چې هڅه ‌یې کوله لګېدلی اور مړ کړي.

: ‏د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کیمیاوي موادو په یوه کارخانه کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه مړه شوي.پاکستاني پولیسو ويلي چې په دې پېښه کې ۲۵ تنه نور بیا د يادې کارخانې په ودانۍ کې بند پاتي او ښايي مړه شوي وي.

:‏د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې دوحې ته د خپل تازه سفر په لړ کې د افغانستان په تړاو له قطري چارواکو، دوحه کې د طالب استازو او د افغان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

داعش ډلې د دې دواړو چاودنو مسوولیت منلی دی.

: رجب طیب اردوغان، رییس جمهور ترکیه، روز جمعه گفت که مقام‌های ترکی با طالبان در کابل گفت‌وگو کرده است.

اردوغان گفت که این گفت‌وگو در یک بخش نظامی میدان هوایی کابل، جایی که نیروهای ترکی به گونه موقت مستقر استند، انجام شده است.

اردوغان به خبرنگاران گفت: «ما اولین گفت‌وگوی مان با طالبان را انجام دادیم. اگر نیاز باشد، ما این فرصت را داریم که در آینده نیز چنین گفت‌وگوهایی داشته باشیم

رییس جمهور ترکیه گفته است که انکارا درخواست طالبان برای فراهم سازی کمک تخنیکی در اداره میدان هوایی کابل را بررسی می‌کند.

: ‏د داعش او طالبانو تر منځ د جګړې په ډګر د کابل دبدلېدو

په اړه اندېښنې; دافغانستان لپاره د د ناټو ملکي استازي استفانو پونته کوروو، له ايټاليايي ورځپاڼې "ال مساجرو" سره په خبرو کې ويلي, داسې اندېښنې شته  چې کابل دداعش او طالبانو تر منځ د جګړې په ډګر بدل شي.

‏نوموړي د  اوسني وضعيت ټوله پړه پر تښتېدلي ولسمشر اشرف غني اچوي, خو دده په وينا لوديځ هيوادونه هم پړه دي ځکه له اشرف غني يې ملاتړ کولو.

دداعش په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې پرون د حامد کرزي پر نړيوال هوايي ډګر د خونړيو بريدونو مسوليت دې ډلې ومنلو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک