No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏طلوع نیوز تلویزیون وایي، چې طالبانو په کابل کې د دوی خبریال زیار یاد او کمره مین باعث مجیدي وهلي ډبولي دي.

دوی وايي پېښه داسې مهال شهر نو سیمه کې رامنځته شوې چې د دوی خبریال له بې روزګاره کسانو سره خبرې کولې، خو طالبانو دوی له کوم دلیل پرته ووهل او د کار وسایل یې ترې واخېستل.

‏په ورته مهال د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق ویلي، چې دوی دا پېښه جدي ګڼي او په اړه به یې څېړنې وکړي.

: ‏طالبان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله د ساتونکو د بې وسلې کولو  په اړه راپورونه رد کړي.

‏د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق پر خپله  ټویټر پاڼه  ليکلي "ځیني بې اساسه راپورونه دي چي حامد کرزی او ډاکټر عبدالله له خپلو کورونو ایستل شوي او محافظين يې بې وسلې شوي.دا خبر هيڅ حقیقت نلري.

بې ځایه افواهات دي."

: ‏د پنجشير د مقاومت جبهې او طالب  استازو ترمنځ پرون چاريکارو کې مذاکرات شوي.

ويل کيږي پدې مذاکراتو کې د پام وړ پر مختګ شوی چې نن ورځ به هم دوام وکړي او تمه کیږي چې دواړه لوري له جګړې او وینې توییدو پرته ژر پایلې ته ورسیږي.

: ‏طالبانو له ترکيې غوښتي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر فعال ساتلو لپاره ورسره تخنيکي مرسته وکړي.

رويټرز خبري اژانس د ترکي چارواکو له قوله خبر وکړی چې طالبانو له دې هيواد غوښتي تر څو د بهرنيانو له وتلو وروسته د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر فعال ساتلو لپاره له دوی سره تخنيکي مرسته وکړي.

بل پلو طالبانو بيا د اګست مياشتې ترپايه د ترکي نظامي ځواکونو پر بشپړه توګه وتلو ټينګار کړی.

: ‏یک انفجار در نزدیک میدان هوایی کابل رخ داده‌است. تاکنون چندین از زخمیان این رویداد، برای درمان به شفاخانه ایمرجنسی، انتقال یافته‌اند.

: ‏د بشري حقونو څار ډلې،د طالبانو له لورې د طلوع‌نیوز د یوه خبریال او تصویر اخېستونکي وهل ډبول غندلي او پر طالبانو یې غږ کړی،چې رسنیو او خبریالانو سره دې همکاري وکړي.

د بشري حقونو څار ډلې ویلي،چې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ورته ډاډ ورکړی، چې دا موضوع به وڅېړي.

: ‏طالبان وایي کندهار ښار کې یې دوه هغه پاکستاني خبریالان نیولي چې د دوی له اجازې او اسنادو پرته افغانستان ته داخل شوي وو،د پاکستان اطلاعاتو وزارت هم دغه خبر تایید کړی خو د خبریالانو د هویت په تړاو یې جزییات نه دي ورکړي.

: ‏د طالبانو د سیاسي دفتر د غړي مولوي شهاب دلاور په مشرۍ یو پلاوي نن د سولې چارو وزارت کې د پارلمان له ځینو مخکینیو غړو سره د هیواد د روان وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د افغانستان د اهل تشیع عالمانو شورا له غړو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د هېواد پر روان وضعیت او د یو داسې نظام پر جوړېدو خبرې شوې چې د افغانستان ټول خلک پکې خپل ځانونه وویني او حقونه یې پکې خوندي وي.

: ‏کندهار هوایي ډګر ته د تاجکستان له پلازمینې دوشنبې څخه د بې پولې ډاکټرانو لومړۍ الوتکه رسیدلې ده، په دغه الوتکه کې په طبي پرسونل سربیره ځینې طبي وسایل او درمل دي تر څو د اړتیا وړ سیمو کې مرسته وکړي.

: ‏با وجود تسلط نظامی طالبان بر بیشتر مناطق افغانستان، عمر زاخیلوال، وزیر اسبق مالیه این کشور می‌گوید فرصت برای تشکیل دولت موقت هنوز از دست نرفته است.

ایجاد دولت موقت برای عبور از بحران، ماه‌ها پیش توسط امریکا پیشنهاد شده بود که اشرف غنی، رئیس‌جمهور فراری افغانستان آن را نپذیرفت.

: ‏یک منبع مطلع به افغانستان‌ اینترنشنال گفت شماری از فعالان مدنی و روزنامه‌نگارانی که می‌خواستند از افغانستان بیرون شوند به دست طالبان بازداشت و به جای نامعلومی منتقل شده‌اند.

شمار این افراد نزدیک به ۲۰۰ تن برآورد شده است. طالبان مردان را بازداشت کرده و زنان را به خانه‌ فرستادند.

:‏سرچینې وایي چې د کابل هوایي ډګر ته څېرمه په چاودنه کې ۱۵ تنه ټپیان شوي.

یو شمېر بهرنۍ رسنۍ بیا وایي چې په ټپیان کې ښایي بهرني ځواکونه هم شامل وي.

: ‏افراسیاب ختک، سیاستمدار و سناتور پیشین پاکستانی می‌گوید جنگ طالبان نه علیه حکومت افغانستان، بلکه علیه جامعه افغانستان است.

او به افغانستان اینترنشنال گفت طالبان آلت دست خارجی برای سقوط نظام و از بین‌بردن هویت ملی افغان‌هاست و هر آنچه در گذشته و حال کرده، در راستای همین هدف است.

: ‏پنټاګون وایي لا هم لس زره کسان له افغانستان د وتلو په تمه دي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا لس زره کسان د کابل هوايي ډګر ته د ننه شوي او پروازونو ته منتظر دي خو زرګونه کسان له هوايي ډګر بهر میدان ته د ننوتو په لټه کې دي.

: ‏د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي مارکس پوتزل د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي. د راپورونو له مخې پوتزل په دې لیدنه کې د طالبانو د قطر دفتر له غړو سره ژمنه کړې چې شرایطو ته په کتو به اروپايي ټولنه بېرته له افغانستان سره خپلې مرستې پیل کړي.

: ‏د هندو ورځپاڼې ویلي چې طالبانو سره یې قطر کې د لوړې کچې دیپلوماتانو د کابل تر سقوط مخکې خبرې کړې او هند به دا ځل د تیر په څیر له طالبانو سره پیکه اړیکې ونه لري، ورځپاڼه وایي هند به له طالبانو سره  خبرو ته دوام ورکړي او افغانستان سره به په بیلابیلو برخو کې د تیر په څیر مرستې وکړي.

: ‏وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د بلک واټر لوجستیکي شرکت بنسټګر اریک پرینس له هغو کسانو څخه چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د نفر پر سر ۶۵۰۰ ډالر اخلي او د چارټر شوې الوتکې په واسطه یې بهر ته لېږدوي.

: ‏مېډل ایسټ خپرونې راپور ورکړئ او ویلي چې یوې اسراییلي ادارې له افغانستان څخه تر اوسه خپل درې سوه مامورین ایستلي او د پاتې نورو په لټه کې دي،دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د اسراییلي موسسې د فعالیت په تړاو خبر خپریږي،ددغه موسسې د نوم او فعالیت څرګندتیا په اړه تر اوسه معلومات نشته.

: ‏کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي چې د اګسټ په ۳۱مه په افغانستان کې د دوی ښکېلتیا پای ته نه رسېږي. ویلسن له سي بي ایس سره په خبرو کې ویلي چې له طالبانو سره د جوړجاړي له لارې او که هر ډول حکومت رامنځته کېږي امریکا د خپلو خلکو او افغان همکارانو خوندیتوب ته ژمنه ده.

: ‏د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند واګ ون‌بین ویلي چې د افغانستان په اړه د دوی تګلاره څرګنده ده، چین د افغانستان ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته پوره درناوی لري او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د بهرنیو مداخلو مخالفت کوي.

: ‏د فرانسې خبري آژانس وایي چې امریکا او بریتانیا په کابل هوایي ډګر کې خپلو سرتیرو او اتباعو ته امر کړئ چې ژر تر ژره د لیږد پروسه ختمه کړي او هره شیبه ددې احتمال شته چې هوایي ډګر کې کومه ستره ترهګریزه پیښه وشي.

: ‏واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغه امریکایي متقاعد قومندان له قوله چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې ده ویلي چې که څه هم ده خپله په افغانستان کې جګړه کړې ده خو زیاتوي چې متحده ایالات باید پر خپله ماتې اعتراف وکړي. هغه ویلي چې امریکایي چارواکي دې د افغانستان له جګړې زده کړه وکړي.

: ‏کرملین ماڼۍ وایي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د پاکستان صدراعظم عمران خان په ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د سولې او امنیت پر ټینګښت، د تاوتریخوالي په مخنیوي او د بین الافغاني خبرو پر اهمیت، چې یو ټول شموله حکومت جوړېدو ته لار پرانیزې خبرې کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک