No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د قطر ځانګړي استازي ډاکټر مطلق به ماجد القحطاني د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار سره پر اوسني وضعیت، د همه شمول حکومت  او د قطر ير همکاریو خبرې وکړې.

: ‏د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کابل کې د افغانستان لپاره د قطر هېواد له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره کتلي او د افغانستان د روان وضعيت په اړه يې بحث او خبرې کړې دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له یو شمیر افغان میرمنو سره کتنه کې  پر وروستیو تحولاتو او د افغانستان راتلونکې کې د ښځو پر رول خبرې کړې دي.

: ‏سلګۍ د موسی خان لور د سږ کال د کانکور عمومي اول نمره اعلان شوې.

نوموړې، چې د کابل ولایت د احمدشاه بابا مینې اوسیدونکې ده د ۳۵۲،۵۷ نمرو په ترلاسه کولو سره توانېدلې د کانکور عمومي اول نمره شي.

: ‏د افغانستان د  نجونو د روباتیک ټیم غړې مکسیکو ته ورسېدې.

د دې ټیم غړو له یاد هیواد مننه کړې، چې د راتلونکې لپاره یې د دوی هیلې او خوبونه وژغورل.

د افغانستان د روباتیک ټیم دغه ښځینه غړې، کابل ته د طالبانو تر داخلېدو وروسته له هیواده ووتلې.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي.

په دې کتنه کي د باثباته افغانستان او د ولس پر اراده ولاړ له ملي او نړیوال مشروعیت څخه برخمن نظام باندي خبري شوې دي.

: ‏د امریکا د کانگرس غړي وایي، اشرف غني دې د ۱۶۹ میلیون ډالرو د تښتولو په تور محاکمه شي.

د فاکس نیوز د خبر له مخې د امریکا جمهوري غوښتونکو استازو ویلي داسې ادعا شته چې ګواکي اشرف غني له افغانستان د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیونه ډالر لېږدولي دي او دا د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.

‏فاکس نیوز وایي امریکايي استازو په همدې تړاو د بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک لېږلی دی څو دا مسئله ټولې نړۍ ته واضح کړي.

د جمهوري غوښتونکو استازي جیمز کامر د امریکا په سنا جرګه کې ویلي چې د اګسټ تر یو دېرشمې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ددغه مسئلې د سپيناوي لپاره وخت ورکړی دی.

‏یادو استازو ویلي که د پیسو لېږد حقیقت ولري نو امریکا باید د نړیوالو قوانینو پر بنسټ دا پيسې بېرته افغانستان ته وګرځوي او اشرف غني دې د میلیونونو ډالرو د اختلاس او تښتولو په تور محاکمه کړي.

: ‏د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ به د توکيو د 2020 کال د پارا المپيک سياليو د پيل په مراسمو کې د سولې او همدردۍ د سمبول په توګه وکارول شي.

: ‏د افغانستان لپاره د قطر خاص استازي  مطلق القحطاني  له پلازمینې دوحې څخه کابل ته رسیدو سره سم د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له طالب پلاوي،حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره د هیواد د روانو حالاتو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

: ‏اردوغان: مسلمانان باید به مسئولیت خود درقبال امنیت و آینده بشریت عمل کنند.

: غلام محمد جلال، رئیس مرکز دیاسپورای افغانستان در روسیه در گفت‌وگو با خبرگزاری ریانووستی اظهار داشت که برخی از افغان‌ها خواستار آمدن به این کشور هستند.

وی ضمن اشاره به مراجعت برخی افغان‌ها به سفارت روسیه در کابل، گفت: این افراد چهار دسته هستند، آنهایی که گذرنامه روسیه دارند، اقامت یا پروانه کار داشته یا دانشجو هستند.

جلال در ادامه افزود: روسیه به هزار نفر از این افراد اجازه ورود داده است.

وی تصریح کرد: این افراد ماه سپتامبر می‌توانند به روسیه بیایند. پروازهای غیرنظامی در افغانستان تا 31 اوت متوقف شده است، از این رو تصور نمی‌کنم پیش از این تاریخ بتوانند وارد کشور شوند.

: ‏بوریس جانسن، نخست‌وزیر بریتانیا از طالبان خواست که خروج امن پناهجویان فراری از این گروه را تضمین کند.

طالبان ۳۱ آگست را ضرب‌الاجل برآمدن همه نیروهای خارجی و پایان عملیات نجات پناهجویان اعلام کرده است اما آقای جانسن در نشست مجازی جی۷ گفت عملیات پس از آن تاریخ هم باید ادامه یابد.

: ‏رییس جمهور تاجیکستان در دیدار با وزیر خارجه پاکستان گفت دولتش حکومتی را که از راه زور در افغانستان به قدرت برسد، به رسمیت نمی شناسد.

امام‌علی رحمان به شاه‌محمود قریشی گفت: ما برای افغانستان یک حکومت فراگیر می‌خواهیم.

تاجیکستان از مقاومت مردمی پنجشیر علیه طالبان حمایت‌ می‌کند.

: ‏له دوحې څخه کابل ته راغلو یو شمیر  طالب مشرانو په کابل کې د چین له لوی سفیر سره، د دوه اړخیزو اړیکو،د چیني دیپلوماتانو د امنیت  او د چین له لوري افغانستان سره په بشر دوستانه مرستو خبرې کړې دي.

: ‏بایډن وايي د روانې میاشتې تر پایه به د تخلیې ماموریت پای ته ورسوي. د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې لټه کې و، چې له افغانستان د امریکايي وګړو او سرتېرو د ایستلو ماموریت وغځوي خو طالبانو د نوموړي له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

: ‏د جي اووه هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د کابل هوایي ډګر او د تګ راتګ لارې مصوونې کړي. د جي اووه هېوادونو غونډه د برېتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسون په غوښتنه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو ګډون کړی و او ټولو ټینګار کړی چې د کابل هوایي ډګر باید خوندي شي.

: ‏د امریکا ملي راډیو وایي د طالبانو په راتګ سره افغانستان کې مرګ ژوبله تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې او ښارونو کې ژوند عادي حالت ته را ګرځیدلی،ان پي آر وایي په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ سترګې د طالبانو کړنو ته متوجه دي خو هیڅ داسې څه تر اوسه ندي پیښ چې طالبان پرې وځپل او یا وغندل شي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي چې اروپايي ټولنه پر دوی افغانستان کې د نفوذ لرلو تور لګوي. د لاوروف په وینا روسیه هېڅ وخت د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو له غربي هېوادونو او امریکا هم غواړي چې دې مسئلې ته متوجه وي.

: ‏د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي، روسي رسنۍ وایي د روسیې او هند دواړو مشرانو ژمنه کړې چې افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره مرسته او د مخدره موادو پر ضد به افغانستان سره په همغږۍ مبارزه کوي.

: ‏د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، افغانستان ته د راغلو تازه امریکایي سرتېرو لومړنۍ جوپه له هېواده وتلې ده. دا عسکر چې د پخوانیو هغو د ایستلو بهیر امنیت تامین په موخه افغانستان ته راغلي وو نن یې لومړنۍ جوپه د امریکا په نیت د حامد کرزي له هوایي ډګر څخه وتلې ده.

: ‏د چین د دولتي شورا غړي او د دغه هېواد د ملي امنیت وزیر جاو که جي له خپل پاکستاني سیال معید یوسف سره ویډیویي خبرې کړې دي. د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې، نوموړي په دې خبرو کې له نوموړي څخه غوښتي چې حکومت یې باید په دغه هېواد کې پر چینایي وګړو شوي بریدونه په جدي توګه وڅېړي.

: ‏یو کیوبایي ډیپلوماټ ویلي چې امریکا په افغانستان کې شرموونکې ماټې خوړلې ده او اوس دغه هېواد ته په کار ده چې درس واخلي او له دې وروسته دې د نورو په چارو کې له مداخلې په کلکه ډډه وکړي.

: ‏سپوټنیک اژانس د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، د یو شمېر پاسپورټونو د ورکېدو له امله یې د هغو افغانانو دایمي ویزې باطلې اعلان کړې دي چې اوسمهال له دغه هېواده بهر دي. هغه ویلي چې له دې وروسته یوازې الکټرونیکي ویزې د باور وړ دي.

: ‏د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند ځینې غړو یوې خبري ناستې ته ویلي چې له افغانستان څخه تر ټاکلې نیټې پورې د ځواکونو او همکارانو د ایستلو لړۍ بشپړېدل ناممکن دي. دوی د امریکا له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دا مسئله جدي ونیسي او هر څه ژر پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

: ‏ایکانومیسټ خپرونې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا ماتې د توجه وړ نه ده. یادې خپرونې په یو مطلب کې څرګنده کړې ده چې دغې مسئلې په نړیواله کچه د امریکا باور او حیثیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

: ‏د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د خپل هیواد پارلمان ته په وینا کې ویلي چې دا اوس یو ستر واقیعت دی چې طالبان د افغانستان د سیاست او حکومتولی اصلي لوبغاړي دي، میرکل ویلي مونږ به له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړو تر څو د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتي.

: ‏د چین ولسمشر ویلي، چين د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي او دغه راز یې د افغانستان په کورنيو چارو کې پر نه لاس وهنې ټینګار کړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک