No-IMG

د انسانیت ، بشری حقونو ، اودیموکراسئ دروغجن ډنډوره چیان

دوکتور عمر عماد

 

اول خو یی دغه دریواړه ارزښتونه هله د پښو لاندی کړل چه تقریبا ټولو د یو بی وزله او غریب ملک د اشغال لپاره حشر وکړ ، او د شلو کالو په اوږدو کی یی د بی ۵۲ د بمبار نه نیولی ان د بمونو د مور او نورو ډول ډول وسلو د استعمال او تجربه کولو څخه  هیڅ دریغ ونه کړ او زمونږ ډیر خټین کلی اوکورونه يي د خاورو سره خاوری کړل. خو کله چه ستومانه شول ، او پدی پوه شول چه یتیم په ژړا پوخ دی، او ستونزی ګالل د افغانانو ډوډئ ده خوری یی اوجامی یی دی اغوندی یی ، نو پریکړه یی وکړه چه په عسكری لحاظ ددی وطن څخه پښی سپکی او خپلو تلفاتو ته د پای ټکی کیږدی .

اوس یی د ظلم لپاسه بل ظلم او د جنایت له پاسه بل جنایت دا دی چه غواړی ددغی غریب ، خو عزتمن ولس ، دینی انګیزه وځپی او ملی غرور یی مات کړی نو  د هغوی سره يي د وږی کولو جګړه پیل کړی ده ترڅو ګوندی وی چه لدی لاری هغوی سر ټیټی کړی او خپل دود اوکلچر او خپل قانون او ارزښتونه په زور پری وتپی ، او دی ته یی اړ کړی چه هغوی ته په دوه لاسی سلامی شی .

هغوی افغانانو ته د حال په ژبه وایی چه : تاسی به مو تر هغی پوری د زخمی ګوتی څخه نیولی وئ ، اوتر هغی پوری به مو ستاسی په مرئ پښی ایښی وی چه تاسی په خپله ټولنه کی :

زمونږ په شان عیاشی او فحاشی ونه منئ .

زمونږ په شان مو خپلو ښځو ته ونه وایئ چه د هر چا سره دی خوښه وی د هغه سره وخت تیروه ...

زمونږ په شان د خپل دین څخه لاس په سر نه شئ .

او زمونږ په شان له هر ډول اخلاقی قیودو څخه آزاد نشئ .

تر هغی چه زمونږ دوست دوست او زمونږ دښمن دښمن ونه ګڼئ .

آو ... او ...

خو که غواړئ چه شریعت پلی کړئ ، که غواړئ چه خپلواک اوسئ ، او د خپل برخه لیک پریکړه خپله وکړئ ... ، نو بیا به نه هغه ستاسی نه نیم ملیارده ډالر درکړو چه زمونږ سره مو امانت ایښی وه ، او نه به درسره ( یو سنت ) مرسته وکړو حتی که له لوږی هم مړه شئ ، بلکه مونږ مو قصدا وږی کوو تر څو زمونږ غوښتنو ته غاړه کښیږدئ .

مونږ ته ستاسی د ژوند نه خپلی ګټی مهمی او ارزښتناکه دی .

مونږ عملا د هغه  انسانیت ، بشری حقونو ، اودیموکراسئ درناوی کوو اوورته ژمن یو چه مونږ یی  انسانیت او بشری حق اودیموکراسی بولو ، نه هغه چه په کتابونو کی مو لیکلی دی ....

نو :

ای عزیز اومقتدر ذاته !مونږ ته پدی ستر امتحان کی ثبات را په برخه کړه .

او ای د مځکو او اسمانونو د خزانو مالکه مونږ د پردیو د خیرات او احتیاج څخه نور خلاص کړه .

یا الله ! زمونږ ولس ته بصیرت ورکړه چه پدی پوه شی چه : ( الشَّيْطانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ) ، (وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلاً)  .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک