د افغانستان مالي او اقتصادي بنسټونه پياوړي کول تر بل هر څه لومړيتوب لري
محمد ظاهر عمار
د افغانستان په څېر فقير او غربتځپلې هېواد له پاره بايد خپل مالي-اقتصادي بنسټونه پياوړي کول تر بل هر څه لومړيتوب وي. دې لومړيتوب کې خلکو ته د کار روزګار مناسب فرصتونه برابرول، له ګاونډيو او نورو هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې پياوړې کول او تر ټولو مهمه دا چې د مطرحو نړۍ والو مالي ادارو لکه نړۍوال بانک، آی ايم ايف او نورو باور او ملاتړ راجلبول شامل دي.
سمدستي وضعيت بحراني دی. خلک بېروزګاره شوي، کارونه په ټپه ولاړ دي، بانکي خدمات او صرافۍ بندې دي او نړۍوال بانک او آی ايم ايف هم خپلې مالي مرستې ځنډولي. همدا پرون د خوړو نړۍوال پروګرام WFP هم خبرداری ورکړ چې سږ کال د بودجې له کمښت سره مخ دي او افغانستان کې ميليونونه خلک د لوږې له جدي خطر سره مخ دي.
دا ټول ترخه واقعيتونه په دې معنا دي چې اربابِ اختيار بايد عاجل لاس په کار شي، د مالي-اقتصادي چارو د کارپوهانو يوه قوي ډله جوړه کړي او دوی ته وظيفه ورکړي چې هر څومره ژر خپلې مفيدې طرحې له دوی سره شريکې کړي چې هېواد او هېوادوال له احتمالي ناورينونو بچ شي.
