No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله دالمان او ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو  سره ټلفوني خبرې کړې دي. د یادې شورا د معلوماتو له مخې، په دې خبرو کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، په راتلونکي حکومت کې د ټولو افغانانو پر حضور او له نورې نړۍ سره د افغانستان پر  اړیکو خبرې شوې دي.

: ‏ذبیح الله مجاهد:

د اګست ۳۱مه نېټه د بهرنیانو له پاره وروستئ نېټه ده او دا موده نوره نه غځیږي.

 

دا په داسې حال کې ده چې نن د برتانیا د دفاع وزیر وویل: که موږ وغواړو د اګست له ۳۱مې نېټې وروسته هم افغانستان کې پاتې شو. نو دا پریکړه نشو کولی او واک یې له طالبانو او امریکا سره ده.

: ‏ذبیح الله مجاهد: اردو د هیواد مهم بنسټ دی، موږ کوښښ کوو تر پخوا په ښه ډول اردو جوړه کړو.

کوم نظامیان چې موږ لرو هغوی به هم استخدامېږي او له پخوانیو عسکرو څخه به هم نخبه او کلک خلک راټولېږي.

راتلونکی نظام به یې په اړه پریکړه کوي.

: ‏ذبیح الله مجاهد: موږ کوښښ کوو د پنجشیر ستونزه حل کړو. هلته ستونزه دومره لویه نه ده.

یو شمېر دولتي‌ وسایل او وسایط هلته وړل شوي‌، زموږ ورسره خبرې روانې دي‌ تر څو بیرته تسلیم  او حکومتي ډيپوګانو ته ولېږل شي.

هلته ځیني کسان ښایي‌ د ځان په اړه تشویش لري، چې موږ د امنیت ډاډ ورکووو.

: ‏ذبیح الله مجاهد: د روغتیا وزارت په خپل کار پیل کړی. په ټولو روغتونونو کې د خلکو درملنه روانه ده.

د پوهنې وزارت هم خپل کار پیل کړی او د یاد وزارت له طرزالعمل سره سم ښوونځي‌ د زده کوونکو په مخ خلاص دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د کابل ښار له اوسیدونکو سره لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د خلکو مصوونیت او د هغوی د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

په دې ناسته کې پر روان وضعیت او د داسې نظام پر جوړولو خبرې شوي چې د خلکو ارادې پکې منعکسې شي.

: ‏افغانستان به له ولسمشر او امارت پرته، د یوې ۱۲ کسیزې شورا له لوري اداره کیږي.

فارن پالیسي نشریه وایي، تر دا مهاله د یادې شورا لپاره د عبدالغني برادر، ملا یعقوب، خلیل الرحمن حقاني، ډاکتر عبدالله عبدالله، حامد کرزي، حنیف اتمر او ګلبدین حکمتیار په اړه توافق شوی دی.

: ‏د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی ترکیې ته د دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي چې پیاوړې اړیکې ورسره ولري خو د دغه هېواد ځواکونو ته نه اړتیا شته او نه یې هم حضور منلی شي.

: ‏افغانستان کې د یوازینۍ پاتې یهودې کورنۍ مشر ویلي چې افغانستان ډیر راته ګران دی او نه غواړم له افغانستان ووځم، نوموړي ویلي هیڅ کوم د خطر احساس نه کوم او د طالبانو په راتګ نور هم خوشاله شوی یم او ډاډه یم چې اوس به هم څوک راته زیان ونه رسوي.

: ‏د طالبانو یو تن ویاند سهیل شاهین له پرس ټي وي سره په تازه مرکه کې د وروستیو تحولاتو او راتلونکو اقداماتو په اړه څرګندونې کړې دي.نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د داعش حضور په اړه یې نظر څه دی ویلي، داعش اوسمهال په افغانستان کې نشته که وي هم سر نه شي پورته کولی.

: ‏طالبان وزیر مالیه و رئیس استخبارات و سرپرست وزارت داخله را تعیین کردند.

به گزارش خبرگزاری «پژواک»، گل آغا به عنوان وزیر مالیه، صدر ابراهیم سرپرست وزارت داخله و نجیب‌الله رئیس استخبارات معرفی شده‌اند.

ملا شیرین نیز والی کابل منصوب شده‌است.

: ‏معاون وزیر خارجه اوکراین می‌گوید یک هواپیمای آن کشور که برای تخلیه نظامیان اوکراینی به کابل رفته بود، توسط افراد مسلح ناشناس ربوده شده و به سوی ایران برده شده است.

به گزارش خبرگزاری روسی تاس، این مقام اوکراینی گفت به جای نظامیان اوکراین، افراد دیگری سوار هواپیما شده‌اند.

: ‏جعفر عثمان‌زاده، رئیس حزب دموکرات تاجیکستان دولت‌های قطر و پاکستان را به دلیل حمایت از طالبان به دست داشتن در "کشتار فارسی‌زبانان" متهم می‌کند.

این نماینده پارلمان تاجیکستان در گفتگو با افغانستان اینترنشنال از دولت کشورش خواست سفارت‌های پاکستان و قطر در دوشنبه را ببندد.

: ‏مراسم افتتاحیه پارالمپیک توکیو با حضور کاروان‌های ورزشی کشورهای شرکت‌کننده در پایتخت جاپان برگزار شد.

نخستین کشوری که انتظار می‌رفت رژه برود افغانستان بود که به دلیل تسلط طالبان نتوانسته ورزشکاری به این مسابقات بفرست.

با این حال پرچم ملی افغانستان توسط یک داوطلب جاپانی حمل شد.

: ‏رئیس کمیسیون حقوق بشر افغانستان می‌گوید جامعه جهانی افغانستان را ناامید کرد.

شهرزاد اکبر در جلسه فوق‌العاده شورای حقوق بشر سازمان ملل متحد برای بررسی اوضاع افغانستان با اشاره به موارد نقض گسترده حقوق بشر گفت تهدیدهای زیادی متوجه فعالان حقوق بشر در این کشور تحت کنترل طالبان است.

: ‏اتحادیه اروپا کمک‌های بشردوستانه به افغان‌ها را چهار برابر می‌کند.

: ‏ترکیه می‌گوید که در هفته‌های پسین شماری از پناهجویان افغان که می‌خواهند به‌گونۀ غیر قانونی وارد ترکیه شوند، بیشتر شده‌است.

بیشتر این پناهجویانی به‌علت نا آرامی‌ها در کشور، مجبور شده‌اند، که کشور را ترک کنند.

: ‏د پاکستان کرېکټ بورډ وایي، د افغان کرېکټ بورډ هغه غوښتنه یې منلې، چې راتلونکې میاشت کې ترسره کېدونکې د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ لوبې وځنډېږي.

افغان کرېکټ بورډ د دې غوښتنې دلایل دا یاد کړي، چې له کابل نه الوتنو کې ستونزې دي او لوبغاړي ذهناً سیالۍ ته چمتو نه دي.

: ‏رسانه‌های غربی گزارش میدهند که رییس‌جمهور بایدن تصمیم گرفته است تا حضور سربازان امریکایی را در کابل بعد از سی ویکم ما اگست تمدید نکند.

: ‏امریکا وایي تر دې دمه یې زرګونه کسان له افغانستان ایستلي دي. د سرچینې په خبره دوی د اګسټ له ۱۴مې تر دې دمه له افغانستان ۳۷ زره کسان لېږدولي دي. نېډ پرایس وایي چې په وروستیو ورځو کې د تخلیې ماموریت یو څه منظم شوی دی او سلګونه الوتکې په دې ماموریت کې برخه اخلي.

: ‏د تاجکستان ملي پیمان غورځنګ وایي تمه لري چې په افغانستان کې ژر تر ژره د واک خلا له منځه لاړه شي. دغه غورځنګ چې فعالیتونه یې په تاجکستان کې ممنوع دي، په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره مهم دی.

: ‏اوکراین وایي یوه الوتکه یې د کابل له هوايي ډګر تښتول شوې ده. د راپورونو له مخې د اوکراین یوه الوتکه چې د کابل هوايي ډګر ته راغلې وه د ناپېژانده کسانو له لوري تښتول شوې ده. د اوکراین حکومت نن تایید کړې چې یوه الوتکه یې د کابل له هوایي ډګر څخه تښتول شوې ده.

: ‏ایران هغه راپورونه رد کړي دي چې ګواکي د اوکراین یوه الوتکه د کابل له هوایي ډګره ایران ته تښتول شوې ده. ایراني رسنیو د دغه هېواد د هوایي چارو د کنټرول ادارې د ویاند له قوله ویلي چې تېره ورځ یوه اوکرایني الوتکه د سون توکو د پوره کولو لپاره ورغلې او بېرته تللې ده.

: ‏د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي ویلي چې که چېرته امریکا له افغانستان څخه تر ټاکلې نېټې پورې د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پای ته ورسوي دوی چمتو دي چې تر راتلونکو دریو ورځو پورې له دغه هېواد څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

: ‏د چین بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان یو خپلواک او حاکمیت لرونکی هېواد دی، امریکا او ملګري هېوادنه یې باید د دغه هېواد له تاریخ څخه په زده کړې د افغانستان د مسئلې په اړه پر خپلو ناوړه کړنو له سره کتنه وکړي او باید ډېر محتاط عمل وکړي.

: ‏واشنګټن پوست: د امر یکا د مرکزي استخباراتو یا CIA رييس په کابل کې د طالبانو د سیاسی دفتر له مشر ملابرادر سره په پټه کتلي.

: ‏جینوا کې ملګرو ملتونو کې د چین استازی وايي، د امریکا پوځ باید افغانستان کې افغانانو د حقوقو د نقض له امله جواب ویونکی وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک