No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏حاجي محمد ادريس د افغانستان د مرکزي بانک د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي, د دولتي اداراتو او بانکي مسائلو د تنظیم او د خلکو مشکلاتو ته د رسیدګۍ په هدف د طالبانو د مشرتابه لخوا حاجي محمد ادریس د افغانستان بانک سرپرست لوی رئیس په توګه و ټاکل شو.

: ‏په جرمنی کې د هغو افغانانو کمپ چې تازه له کابله ایستل شوي . په دغه کمپ کې شاوخوا ۲۰۰۰ تنه اوسیږي چې د اسنادو له طی مراحل کیدو وروسته  امریکا ته لیږدول کیږي.

: ‏امرالله صالح پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي, طالبانو په اندراب کې ددوی په کمينونو کې تر درنې مرګ ژوبلې اړولو يوه ورځ وروسته خپل جنګيالي د پنجشير دروازې ته راټول کړي.

صالح همدا راز ويلي, د سالنګ لويه لار ددوی د کسانو له لوري تړل شوې ده.

‏امرالله صالح وايي, طالبانو ته په اندراب کې تر درنې مرګ ژوبلې اړولو يوه ورځ وروسته دې ډلې خپل جنګيالي د پنجشير دروازې ته راټول کړي.

: ‏د افغانستان بانک نوي مشرتابه غړو ددغه بانک د نوي سرپرست رییس حاجي محمد ادریس په مشرۍ،نن ناوخته خپله لومړنۍ ناسته د بانک له ځینو پخوانیو مسوولینو سره کړې ده.

: ‏د طالبانو د پوهنې کمیسیون مشرتابه غړو نن د پوهنې  وزارت له مسوولینو سره په داسې حال کې خپله لومړنۍ ناسته کړې ده چې،ددغه وزارت مخکینۍ سرپرستې رنګینې حمیدې هم  دغه ناسته کې ګډون کړی وو.

: ‏د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې له افغانستان څخه وتلي کسان دې بېرته هېواد ته راوګرځي. نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې د وېرې له امله یې هېواد پرېښی دی، کولی شي له هر ډول ویرې پرته بېرته هېواد ته راستانه شي.

: ‏طالبانو ایراني لوري ته یو پیغام لېږلی او زیاته کړې یې ده چې د ایران په مختلفو ښارونو کې د افغانستان په نمایندګي ورکول کېدونکي وېزې بې اعتباره دي. په یاد پیغام کې راغلي، ایراني وګړي کولی شي په اسلام کلا کې د طالبانو له لوري وېزه ترلاسه او له هغه وروسته افغانستان ته داخل شي.

: ‏طالبانو یو ځل بیا ویلي چې دوی له ټولې نړۍ سره حتی له هغو هېوادونو سره هم سالمې اړیکې غواړي چې تر اوسه ورسره په جګړه کې وو. د طالبانو یو تن ویاند قاري یوسف احمدي له ۲۱ عربي ویبپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې چې ښځو ته به ټول هغه حقونه ورکړل شي چې اسلام ورته په نظر کې نیولي دي.

: ‏د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي خلیل حقاني پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د اشرف غني، امرالله صالح او سرور دانش په ګډون یې ټولو پخوانیو چارواکو ته عفوه کړې او بیرته د خپل هیواد افغانستان ته را وګرځي.

: ‏طالبانو په رسمي توګه ویلي چې  په بغلان کې پاتې ولسوالۍ هم د دوی تر ولکې لاندې راغلې او اوس د پنجشیر د کنترول لپاره د تخار، بدخشان او اندراب له لارو د پنجشیر په دروازو کې دي او ټوله هڅه یې داده چې پنجشیر له جګړې پرته د خبرو له لارې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

: ‏سهیل شاهین، سخنگوی دفتر طالبان در قطر می‌گوید تاخیر در خروج نیروهای امریکایی از افغانستان برای ایالات متحده پیامدهایی خواهد داشت و تاریخ تعیین شده، خط قرمز طالبان است.

رئیس‌جمهور امریکا گفته نیروهایش برای کمک به علمیات خروج غیرنظامیان، ممکن است پس از ۳۱ آگست هم در کابل بمانند.

: ‏در درگیری میان نیروهای امنیتی افغان و مهاجمان ناشناس در دروازه شمالی میدان هوایی کابل، یک نیروی امنیتی افغانستان کشته شده است.

در این درگیری سه نفر دیگر، از جمله یک سرباز امریکایی و یک آلمانی زخمی شده‌اند.

ارتش آلمان خبر این درگیری را تایید کرده است.

: ‏اردوغان: ما در حال انجام دیپلماسی بین‌المللی فشرده‌ای در مورد تحولات افغانستان و مسئله مهاجرت غیرقانونی هستیم.

: ‏رویکرد اعضای دائم شورای امنیت و کشورهای منطقه در قبال طالبان.

چشم انداز سیاسی در افغانستان از زمان ظهور دوباره طالبان در این کشور به سرعت تغییر کرده و نگرانی‌های زیادی را در مورد سرنوشت افغانستان و مردم آن برانگیخته است.

: ‏چاووش‌اوغلو: جامعه جهانی باید نسبت به الحاق غیرقانونی کریمه رویکرد واحدی اتخاذ نماید.

: ‏جو بایدن، رییس‌جمهوری آمریکا روز سه‌شنبه با رهبران کشورهای عضو گروه هفت در مورد بحران افغانستان گفت‌وگو می‌کند.

: ‏سخنگوی دولت ژاپن گفت ژاپن هواپیمای نظامی برای بازگرداندن شهروندانش به افغانستان اعزام می‌کند. کاتسونوبو کاتو افزود انتظار می‌رود هواپیماهای نظامی بیشتری به منظور انتقال شهروندان و افغان‌هایی که در سفارت ژاپن یا در ماموریت برای کشور ژاپن مشغول به فعالیت‌اند را به افغانستان بفرستند.

: ‏آشفتگی در میدان هوایی؛ بی سرنوشتی ۵۰۰ تن دوا.

«سازمان صحت جهانی» روز دوشنبه خبر داد که ارسال محموله ۵۰۰ تنی دوا و تجهیزات طبی به دلیل آشفتگی در میدان هوایی کابل، معلق مانده است. این محموله شامل تجهیزات جراحی و دوای اطفال می‌باشد.

: ‏شبکه خبری سی‌ان‌ان می‌گوید بر اساس اسنادی که به دست این شبکه رسیده، گروه طالبان برای برادر یک مترجم افغان نیروهای امریکایی در افغانستان حکم اعدام صادر کرده است.

این مرد که از او نام برده نشده از سوی طالبان به همکاری با برادرش در دادن اطلاعات امنیتی به امریکایی‌ها متهم شده است.

: ‏سخنگوی رئیس جمهور روسیه گفته است که کشورش برنامه‌ای برای دخالت و میانجیگری در درگیری احتمالی طالبان در پنجشیر ندارد.

دیمتیری پسکوف گفت افغانستان بالقوه با خطر جنگ داخلی دیگری روبروست که تهدیدهای زیادی به همراه دارد.طالبان از روسیه خواسته بود پیام این گروه را به پنجشیر برساند.

: ‏سخنگوی وزارت خارجه ایران یک هفته پس از سقوط کابل به دست طالبان گفت بحران افغانستان هیچ راه‌حل نظامی ندارد.

سعید خطیب‌‌زاده روز دوشنبه در یک نشست خبری با اشاره به مقاومت نیروهای ضد طالبان در پنجشیر گفت که ایران همه طرف‌ها را به "خویشتنداری، گفتگو و راه حل سیاسی" فرا می‌خواند.

: ‏د امریکا ددفاع وزارت وایي د طالبانو پرمختګ د تمې خلاف و. د امریکا ددفاع وزیر جنرال لویډ آسټین په یوه مرکه کې ویلي افغان حکومت پر جګړه ټینګار کاوه، نو ټولو اړخونو دا فکر کاوه چې ښايي جګړه خورا اوږده شي او افغانستان له یوه بحران سره مخ شي.

: ‏جو بایډن وایي تمه لري چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه وکړی شي ټول امریکايي وګړي له افغانستان وباسي. بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغانستان د افغان کډوالو او دغه راز امریکايي وګړو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده او هڅه کوي دوی ژر تر ژره له دغه هېواد وباسي.

: ‏ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره دې ژر تر ژره لارې پرانیستل شي. د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې مرستندویه توکو ته اړتیا ډېره شوې، خو دوی ته د ځواب ویلو فرصتونه په کمېدو دي.

: ‏په امریکا کې د سیلابونو  د راوتلو له امله شاوخوا ۶۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې د امریکا په تینسي ایالت کې سیلابونه راوتلي چې ۲۲ کسه یې وژلي او ۴۳ نور یې ټپیان کړي دي. امریکايي رسنۍ وایي چې دا سیلابونه په دې ایالت کې د تېرو ۲۴ کلونو په پرتله بې مخینې وو.

: ‏د هایټي حکومت وایي چې په دغه هېواد کې د یوې اونۍ مخکینۍ زلزلې له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۲۰۷ کسانو ته رسېدلی دی. چارواکو ویلي چې د زلزلې له امله شاوخوا ۳۴۴ کسان نور لادرکه هم دي. همدا راز د ټپیانو شمېر هم تر ۱۲ زره کسانو رسېدلی دی.

: ‏امریکا په کابل کې له ټولو هغو وګړو چې ددغه هېواد ګرین کارډونه لري یا یې ایس ای وي ویزو ته اپلای کړی، غوښتي چې په خپل سر دې د حامد کرزي هوايي ډګر ته نه ورځي. سرچینه وايي چې ټولو یادو کسانو سره به په خپل نوبت او وخت اړیکه ونیول شي او د لېږد بندو بست به یې کېږي.

: ‏والسټریټ ژورنال د پمپیو د وروستیو خبرو په تایید ویلي چې امریکا افغانستان کې شرمناکه ماتې وخوړه او اوس مو په داسې حال کې خپله کډه د امریکا په لور را بار کړې چې د نړیوالو د خندا او مسخرو شوو، والسټریټ ژورنال  لیکي مونږ باید د افغانستان تاریخ لوستی وی.

: ‏د بریتانیا د دفاع وزارت یو تن مرستیال ویلی چې لومړی وزیر بوریس جانسن به له بایډن څخه وغواړي چې د طالبانو په موافقه له افغانستانه د وتلو نېټه تمدید کړي.جیمز هپي ویلي چې له دغه هېواد څخه په ټاکلې نېټه د ځواکونو وتل امکان نه لري نو باید د ځواکونو د وتلو نېټه لږ وخت نوره هم وغځول شي.

: ‏وروسته تر هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو وویل چې په افغانستان کې تر ماتې وروسته په نړیواله کچه د امریکا باور له صفر سره ضرب شوی دی، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د جو بایډن حکومت ډیپلوماټیکې چارې له سختو ننګونو سره مخ دي.

: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي سبا د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته خپل رسمي سفر پیلوي.

ټاکل شوې قریشي لومړی ایران او بیا د مرکزي اسیا هیوادونو ته لاړ شي.

: ‏ایران د طالبانو تر  غوښتنې وروسته افغانستان ته د تیلو او ګازو صادرات بیا پیل کړل.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک