د کابل په هوایي میدان کې بیروبار جوړول د امریکایانو پروژه ده
قاضی محمد نذير حکيم
څو دلالیل لرم ورته:
۱- خلک د تیلفون او جعلی ایمیل له لارې تشویق شوې چې میدان ته لاړ شي او ځان طیارې ته ورسوي، ورته ویل شوي چې اسناد مهم ندي
۲- وروسته لدې چې طالبانو کابل ونیو، امریکا په داخل او خارج کې د سختو نیوکو سره مخ شوه، نړیوال اعتبار یې بې حد کم شو، د دې لپاره چې د خلکو توجهه د دې موضوع څخه واړوي او په یو بل انساني کومک کې د خلکو حمایت تر لاسه کړي وضعیت یې داسې جوړ کړ، تاسې فکر وکړئ، ټوله دنیا اوس د افغانستان د سقوط خبره نه کوي، د ۲۰ کالو لاسته راوړنو خبره نه کوي، د جمهوریت، دیموکراسۍ خبرې نه کوي، ټول تمرکز په هوایې میدان دی.
۳- امریکایان نه غواړي چې مستقیم د طالب سر مخامخ شي، د دې لپاره یې دا بیروبار جوړ کړی چې د طالب او امریکایې عسکرو ترمنځ دا خلک د عایق یا دفاع په شکل ولري.
