د هیواد حقیقي وارثین ریښتیني مجاهدين او واقعي افغانان
اسد الله حليم
په دې تصویر کې د اسلامي اخوت د اعادې، سرتاسری صلحې د تحقق او د یو قوی متحد متعهد سوچه اسلامي عادلانه نظام د تنفیذ زېری او پر خپل ځان متکي خپلواک پر مختللي با امنه افغانستان نغښتی.
په دې تصویر کې د اسلام او هیواد د ټولو دښمنانو ناکامي نامرادی او ابدی محوه ترسیم شوې.
د حق د وحدت او بریا او د باطل د محوی په امید.
د هیواد حقیقي وارثین ریښتیني مجاهدين او واقعي افغانان
دا چې د بین الافغاني تفاهم لپاره داخل په افغانستان کې د وحدت قوی اراده د زغم عفوی مظبوط محور او یو بل منلو عادلانه موقف را منځته شوی.
داسي حال کې چې هر څوک چې د بهرني ستېج څخه خپل د قدرت طلبی ناروا شخصي غوښتني مطرح کوی، هغه افغانان نه بلکه د پردیو غلامان ایمان وجدان او هیواد پلورنکي هغه منحوسان دي، چې تل یې ددې مظلوم ؤلس پر وینو تجارت کړی او خپل د هوا او هوس تر ژوند یې ټول ارزښتونه قربان کړي.
دا کسان باید ابداً د افغانستان د سیاست څخه منفي او د خیانت په تور باید اعدام شي.
حقیقت خو دادی چې د فعلاً لپاره تېر شل کلن بحران او سیاسي جریان طیب د خبیث، مؤمن له منافق، اسلامپال له اشغالپال، مصلح له مفسد، ازدایپال د پردیپال، وطن ساتونکي له هیواد پلورونکو او په ټوله کې د الله تعالی بندګان د شیطان او طاغوت له بنده ګانو څخه مطلق جدا او تفکیک کړل .
مطلب ټاکنو ته د عدالت د تعمیل په صورت کې چندان ضرورت نه دی پاتي.
اوس چې د جنګ مشروعیت مطلق منتفی دی او د افغانستان راتلونکی د افغان شمول سوچه مستحکم یو موټي قوی اسلامي نظام د قیام او تحکیم غوښتنه کوی نو طالبانو ته په کار ده چې د ټولو امتحان شویو حقیقي مؤمنانو او واقعي افغانانو څخه د راتلونکي کامیاب او پر مختللي نظام د جوړښت او پایښت لپاره د وسیع زغم مطلق عفوی او انشراح الصدر سره د افغانستان د ټولو اقشارو د استعدادونو څخه استفاده وګړی تر څو افغانان د یو متحد متعهد ؤلس په شتون کې د کامیاب ټولمنلي نظام په توګه په داخل او خارج کې تظاهر او تبارز وکړی.
د هر فرعون اشغالګر پیاده لښکر او حلقه بګوش غلامان ایمان او وطن پلوری منافقان (یونس قانونی، عبدالله، عطاء چور، د مسعود زوی، امرالله) اوس بیا وایی چې همه شمول نظام هغه دی چې د تل په څېر یې دوئ شرور په رأس کې اوسو د بل افغان تر رهبری لاندي حکومت دوئ ته د زغم او منلو وړ نه دی.
خو د وخت تقاضاء داده چې راتلونکي ټول شمول دولت کې د شمالی نمایندګی ددې مشهورو ایمان او وجدان پلورو پردیپالو پرځاې ریښتنو اسلام او آزادیپالو مؤمنو واقعې مجاهدو افغانانو ته په نظام کې د شمولیت فرصت وکول شي.
او دامعلوم الحاله معامله ګر مفسدین باید د ابد لپاره د افغاني سیاست څخه کاملا منتفی، بشپړ سلب صلاحیت مطلق ورټل او ابدی تجرید شي.
