افغانستان د طبیعی زیرمو درلودونوکو هیوادونو په سر کی ځای لری
دوکتور عمر عماد
د یوی اندیښنی ځواب :
یو چا د اندیښنی اوناهیلئ نه ډکه پوښتنه کړی ده چه : (....د فقر ګراف تر پخوا څو چنده لوړ شوی، بازار کې نرخونه درئ چنده قیمته شوي دي، ...بلاخره دا خلک به څه خوري؟)
ما هغه وخت ورته وویل چه :
مسلمانان خو د الله تعالی پدي ژمنه ايمان لري چه ( وفي السماء رزقكم وما توعدون ) مسلمانان خو پدي ايمان لري چه ( ان الله هو الرزاق ذو القوة المتين)
مسلمانان خو د الله تعالی پدي ژمنه باور لري چه ( ولو ان اهل القری امنوا واتقوا لفتحنا عليهم برکات من السماء والأرض )
افغانانو خو همدا چيغي وهلي چه لوږه دي وي خو امن دي وي او جنګ دي نه وي .
نو اوس به حتما يو څه اقتصادي مشکلات ګالي تر څو خپله ګټلو ته مجبور شي ، ژرنده په سوال نه چليږي او پردي کټ تر نيمو شپو وي تر څو به مو د امريکايانو او غربيانو خيرات ته سترګي نيولي وي .
----
حقیقت دادی چه افغانستان د طبیعی زیرمو درلودونوکو هیوادونو په سر کی ځای لری .
امریکایانو د اشغال په اولو کلونو کی د افغانستان د معادنو یوه سروی کړی وه چه په هغی کی یی د افغانستان د معدنیاتو اټکل دری تریلیونه ډالر کړی وو .
ځما یو ورور د معادنو انجنیر دی ، د هغه نه می څو کاله مخکی اوریدلی وه چه که یوازی د خوګیاڼو د سپین غر شوکاڼی او سوپلئ کانونه هم په منظمه توګه مدیریت شی څوکاله د ټول افغانستان ګزاره پری کیږی . نن می د همدی لیکنی په پار بیا پوښتنه تری وکړه او د افغانستان د معدنیاتو په هکله یی نیم ساعت لکچر راکړ چه یوازی دننګرها ولایت کی څومره زینتی او قیمتی ډبری شته دی ، او د ځینو نومونه یی واحیستل ، بیا یی د لوګور د مسو د کانونو په هکله خبری پیلکړی او ویی ویل چه ځینی خلک داسی فکر کوی جه هلته یواځی د مس عینک کان موجود وی ، پداسی حال کی چه هلته د هغی برسیره د مسو نور کانونه هم شته چه ما خپله پکی کار کړی دی ، نور می ورته وویل چه همدموره بس دی ، که نه خدای خبر چه د نورو ځایو د معادنو په تشریح کی به یی څومره خبری کولی .
وایی چه په افغانستان کی داسی نادر معادن شته چه ددنیا په ډیرو کمو هیوادونو کی پیدا کیږی ، یوازی د هلمند یورانیوم امریکایانو غلا کړل نور ټول سالم پاتی دی .
افغانستان د معادنو برسیره د اوبو او زراعتی مځکو درلودلو له پلوه هم خورا بډای هیواد دی .
زه د اوبو د مهارولو یو نړیوال افغان متخصص پیژنم چه د اروپا په یونامتو پوهنتون کی استاد دی ، هغه وویل چه زه حاضر یم خپل وطن ته راشم او پدی برخه کی خدمت وکړم ...
که د افغانستان یوازی اوبه په سالمه توګه اداره شی او زراعتی مځکه خړوب شی بیا به زمونږ د وطن زراعتی تولیدلات عربو او عجمو ته صادریږی .
لنډه یی دا چه په افغانستان کی دومره طبیعی سرشاری منابع موجودی دی چه که امنیت اوکراری، اومخلص قیادت راشی نو ددنیا خلک به زمونږ د معادنو په استخراج او استثمار کی یو د بل سره سیالی کوی ، ان شاء الله تعالی .
ددی نه آخوا ما له ځینی ثقه منابعو اوریدلی چه د تیر جهاد په دوران کی ډیرو عربو تجارانو نیت درلوده چه په افغانستان کی پراخه پانګونه وکړی ، خو له بده مرغه د هغه وخت مجاهدینو نااهلی او خپل مینځی شخړو هغه تجاران ټول ناهیلی کړل ، ځما باور دی چه که هغوی ډاډه شی چه په افغاستان کی ورته د استثمار زمینه برابریږی نو بیا به دلته د خپلی سرمایی درا انتقالولو فکر کوی .
لنډه یی دا چه زمونږ سره باید دا اندیښنه نه وی چه ناټو افغانستان ته خپلی مرستی وځنډولی او امریکا د افغانستان بانک نه نیم ملیارده ډالر په خپل لاس کی واخیستل ، اوس یی مونږ له زخمی ګوتی نیولی یو تر څو خپل ظالمانه شرطونه راباندی اومنی ...
هو، ویره ددی نه ده چه مونږ به څه شی خورو ، ځکه چه افغانستان طبیعی سر شاره منابع لری اوالله تعالی د ډیر څه پیرزوینه پری کړی ده ، بلکه زمونږ نیمګړتیا او اړتیا یوازی سالم او مخلص او عاقل او حکیم قیادت دی چه ملت رهبری کړی
ځما پوره باوی دی چه ، ان شاء الله تعالی :
اوس به دا وطن جوړیږی « سپیری دښتی به شنی کیږی
( نور یی تاسی پوره کړئ)
