راځئ چي هيواد جوړ کړو
حاجی ولي محمد
افغانستان پر خپلو پښو دريدلو ته اړتيا لري، کله چي پر خپلو پښو ودريد، هغه مهال باندني لاسونه ورڅخه لنډيږي. دا کار مشکل دئ خو نا ممکن نه دئ خو
۱- په لومړي ګام کي دي نوئ حکومت شرعي محکمې فعاله کړي او د مفتي په کچه دي قاضيان ورپکي مقرر کړي. د ټولنيز عدالت په راتلو سره په ټولنه کي امنيت راځي او د سرتاسري امنيت په راتلو سره د بيا ودانولو چاري په ډيره سمه او اسانه توګه تر سره کيدلای سي.
۲- د ولايتونو په کچه دي کورني شتمن افغانان د خپلو ولايتونو د پاره د نوي حکومت د مسئولو چارواکو سره بسپنه وکړي.
۳- ورته کار دي په باندنۍ نړۍ کي ميشت کډوال افغانان وکړي.
۴- د مفسدو چارواکو او بانفوذه اشخاصو محاسبه دي وسي، وړي پيسې او دولتي مځکي دي بيت المال ته وسپارل سي او دوی ته دي د ښې همکارئ په بدل کي عمومي بخښنه وسي.
۵- ملي اردو د افغانستان ملي شتمني ده، پډير لګښت روزل سوئ دئ. طالبان دي نوره اسلامي روزنه ورکړي، پخپلو قشلو کي دي يې ځای پر ځای کړي، د نړۍ په کچه مسلکي اردو دئ، که يې طالبان مناسب و بولي نو د يو شمير جګپوړو چارواکو سره دي يو اهل عالم د سلاکار په توګه کښينوي.
۶- د عام شموله مسلکي حکومت ګټه به داوي چي د نړۍ او طالبانو تر منځ به اعتماد رامنځته کړي. نه دا چي کنګل کړي پيسې به افغانستان ته بيرته وسپاري بلکي د بيا ودالو په چارو کي به يې مرسته کولو ته هم وهڅوي.
۷- کله چي هيواد په اقتصادي ډګر کي پر خپلو پښو ودريد بيا کيدلای سي چي د ملي اردو تر څنګ د ايران د سپاه پاسداران په څير يو ملي ځواک جوړ سي چي طالبان او مجاهدين دواړه به ورپکي ګډون ولري.
۸- افغانستان پريمانه اوبه، د معدنياتو ډکي مځکنۍ زيرمي، په تيره بيا د سياحت يا ټوريم د پاره هر ولايت ښکلي ښکلي منظرې او څلور موسمونه لري. ددې لاري ډير عوائد لاس ته راتللای سي.
۹- در دې ټولو ستره شتمني يې داده چي په نړۍ کي سارۍ نلري چي افغان ملت يو زښت کلک محب الاسلام او محب الوطن قام دئ، مجاهد د شورويانو په مخکښي نيمه نړۍ ته او طالبانو د امريکا په مخکښي پاته نړۍ ته ماتې ورکړه. ددواړو څخه سياسي تيروتني سويدي. بايد آزاله يې په يووالي وسي.
۱۰- خلقيانو تاسي د سوسيالسټي نړۍ څخه د وسلو پر ځای مالي مرستي راټولي کړی، جمهوريتپالانو تاسي يې د امپريالسټي هيوادونو څخه او دينپالانو تاسي يې د اسلامپالو هيوادونو څخه را ټولي کړئ او د کنډر کنډر وطن پرهرونه په وګنډئ.نور نو دا وطن د مائنونو او انساني جسدونو حوصله و ځغم نلري.
راپاڅئ افغانانو! سره غاړه غړئ سئ، په قلمونو و بيلونو د زړګي سر هيواد ودان او سمسور کړئ چي نړيوالو ته دا ثابته سي چي افغانان هم دجګړې قهرمانان دي هم د سولي.
