No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏محمد نعیم، سخن‌گوی دفتر سیاسی طالبان می‌گوید که ظهر ام‌روز یک‌هیئت گروه طالبان به رهبری ملا برادر، معاون سياسی این گروه از دوحه به قندهار آمده است.

: ‏ذبیح‌الله مجاهد، سخن‌گوی طالبان: جنگ در افغانستان به‌پایان رسیده است.

او در اولین نشست خبری‌اش ام‌روز در کابل گفت که در کشور عفو عمومی اعلام شده و طالبان با هیچ‌کسی دشمنی ندارد.

‏ذبیح‌الله مجاهد: تصمیم داشتیم که پس از حل مشکل‌های سیاسی وارد کابل شویم اما حکومت قبلی بی‌کفایتی کرد و مردم و کشور را رها کردند و همین سبب شد که برخی از افراد آشوب‌گر اقدام به استفاده‌جویی کردند و ما مجبور شدیم که نیروهای ما را وارد شهر کنیم.

‏مجاهد: حقوق زنان یک بحث جدی است؛ اطمینان می‌دهیم که حقوق زنان در چوکات اسلام در نظر گرفته می‌شود، آن‌ها می‌توانند مطابق قوانین اسلامی به فعالیت‌های شان ادامه بدهند.

‏افغانستان علیه هیچ کشور خارجی استفاده نخواهد شد.

: ‏د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس مولوي یعقوب په یوه غږیز پیغام کې، طالبانو ته امر کړی، چې هر ځای او په ځانګړې توګه کابل کې دې، د هېچا کور ته نه ننوځي.

مولوي یعقوب ویلي، هېڅوک اجازه نه لري، چې له چا نه موټر واخلي او د بیت‌المال موټرې به، وروسته راټولې شي.

: ‏امرالله صالح په پنجشیر ولایت کې ځان د افغانستان ولسمشر اعلان کړ.

صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د اساسي قانون له مخې د ولسمشر په غیاب، فرار او یاهم مرګ په صورت کې د نوموړي مسوولیت د هغه لومړي مرستیال ته انتقالیږي او اوس چې غني نشته خپله دی ددې څوکۍ سرپرستي کوي.

: ‏امیرخان متقي وایي، هېچاته اجازه نشته، څو د پخوانیو چارواکو کورونو ته ورشي، هغوی تهدید کړي، د موټرو او وسلو غوښتنه ترې وکړي.

نوموړي په یوه غږیز پیغام کې له خپلو جنګیالیو غوښتي، څو هغه کسان، چې په دې کارونو لاس پورې کوي پر وړاندې دې جدي عمل وکړي.

: ‏د افغانستان بانک پخوانی سرپرست اجمل احمدي چې له هیواده تښتېدلی وایي، د واک د انتقال پلان د نشتوالي او ګډوډوۍ له امله اشرف غني نشي بخښلی.

ویل کیږي، چې اجمل احمدي او اشرف غني دواړو له افغانستان څخه د وتلو پرمهال د پیسو د انتقال هڅه کړې، چې اجمل احمدي په دې کار بریالی شوی هم دي.

: ‏مجاهد: قصدا به هیچ‌کسی ضرر نرساندیم. اما اگر کسانی که در جریان جنگ صدمه دیدند، اختیاری نبوده و این تبعات جنگ است. برای مردمی که صدمه دیدند متاسف هستیم و از آن‌ها می‌خواهیم که از ما بگذرند.

: ‏طالبانو د روغتیا وزارت اړوند ټولو ښځینه او نارینه، اداري او مسلکي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی دی چې له هر ډول وېرې پرته دې خپلو دندو ته وګرځي.

: ‏د اوبو او برښنا رسونې خدمتونو په چارو کې مسولو طالبانو نن په کابل کې د افغانستان برښنا شرکت چارې له نیږدې څارلې او ټولو کارکوونکو ته یې امر کړی چې،دندو ته ژر حاضر او د پخوا په پرتله خپل خدمات چټک او اغیزمن کړي.

: ‏طالبان وایي کابل ښار کې د ترافیکي نظم لپاره به یې لومړی ګام دا وي چې له ښار ټولې امنیتي موانع او سیمنتي دیوالونه را ټول او وروسته یې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په واک کې ورکړي،تر څو په کلیوالي سیمو کې په عادلانه توګه د اوبو د وړو بندونو جوړولو په برخه کې ګټه ترې واخیستل شي.

: ‏د شهید سردار محمد داود خان روغتون مسوولینو ویلي چې تیرو دوو ورځو کې هیڅ کوم ټپي سرتیری نه دی وروړل شوی،  مسوولینو ویلي چې د طالبانو روغتیایي مسوولینو موظفو ډاکټرانو ته سپارښتنه کړې چې روغتون کې د ټپي شویو ملي اردو سرتیرو د درملنې لپاره هیڅ رنګه هڅې ونه سپموي.

: ‏طالبانو ته نیږدې سرچینې وایي چې د دوستم او عطامحمد نور کسانو ورته ویلي چې دوستم او نور غواړي بیرته هیواد ته را ستانه شي خو د خپل امنیت په تړاو ډاډ نه لري،سرچینه وایي طالبانو ځواب کې ورته ویلي چې ټول افغانستان ورته امن دی او د نورو مشرانو په څیر به د دوی امنیت هم طالبان ونیسي.

: ‏اردوغان: ترکیه در 19 سال گذشته همانند پیشرفت‌ها در تمام زمینه‌ها در عرصه صنایع دفاعی نیز انقلاب کرده استصادرات هوایی و دفاعی ما که پیشتر حتی به 250 میلیون دلار نیز نمی‌رسید، اکنون از مرز 3 میلیارد دلار گذشت.

معتقدیم که ایجاد فضای صلح، ثبات و اعتماد در منطقه‌مان و جهان بستگی به ایجاد تعادل عادلانه در صنایع دفاعی دارد.

‏ما موفق شدیم وابستگی خارجی در صنعت دفاعی را از 80 درصد به 20 درصد کاهش دهیم.

: ‏د امریکا پخواني ولسمشر تر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان په اړه خپل نظر څرګند کړی دی. جورج بوش هغه کس چې په افغانستان کې یې شل کلنه جګړه پيل کړه، وایي د افغانستان حالاتو ورباندې ناوړه اغېز کړی او دې هر څه ته حیران دی.

: ‏کابل کې د امریکې سرپرست سفیر سي ان ان سره هغه خبرې رد کړې چې ګواکي  دی له کابل وتلی دی، راس ویلسن ویلي کابل کې دی او شیبه په شیبه حالت د نورمال کیدو په لور روان دي نوموړي ویلي افغان او بهرنیو وګړو ته هیڅ کوم داسې ګواښ نه دی متوجه چې د اندیښنې وړ وي.

: ‏له روسیې، چین، تاجکستان او ترکیې وروسته ایران هم ویلي چې په کابل کې یې سفارت او هرات کې یې کنسولګرۍ پرانیستې دي او خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.

: ‏تر سعودي عربستان وروسته متحده عرب اماراتو هم د افغانستان اوسني ناڅاپي تحول ته غبرګون کې ویلي چې ابوظبۍ په ورور هېواد افغانستان کې رامنځته شوی بدلون په ډېر دقت له نږدې څخه څاري. یاد هېواد په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ژر راتګ هم ټینګار کړی دی.

: ‏د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې ترکیې خوښي ښودلې چې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته د نړۍ مهمو هیوادونو مثبت پیغامونه ورکړي او هیله یې څرګنده کړې چې طالبان به افغانستان کې ټولمنلی حکومت جوړوي،ترکیه وایي د ټولې نړۍ سترګې د کابل په لور دي تر څو وویني چې طالبان رښتیا بدل شوي کنه.

: ‏سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له بې ځایه شویو افغانانو او کډوالو سره د پنځه سوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

: ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیال ځانګړي استازي په افغانستان کې پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی. ډاکتر رامیز الاکبروف ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه هیواد کې په ملیونونو اړمنو خلکو ته د مرستې رسولو او دلته د پاتې کيدو په برخه کې پر خپله ژمنه ټينګار کوي.

: ‏روسیه وایي چې د کابل په ګډون د ټولو ولایتونو وضعیت له نږدې څارې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې د دوی د سفارت چارې په عادي ډول پر مخ روانې دي او دوی له طالبانو سره خپلې کاري اړیکې ټینګې کړې دي او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب ډاډ یې حاصل کړی دی.

: ‏د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي يو شياو يونګ ویلي، چې د افغانستان اوسنی وضعيت افغانانو ته بحران دی، خو يو داسې فرصت هم په لاس ورغلی، چې ښه استفاده ترې وکړي، نو خپل سرنوشت پخپله ټاکلی شي. هغه زیاته کړې،چې اوس وضعيت ډېر بدل شوی او چين د افغانانو ارادې او انتخاب ته درناوی کوي.

: ‏د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي له دې وروسته هېڅکله افغانستان ته په نظامي لحاظ نه ستنیږي.

بایډن، چې رسنیو سره د افغانستان په اړه خبرې کولې وویل د افغانستان حالات له نږدې څاري، سفارت یې تړل شوی، دپلوماتان یې امریکا ته رسېدلي.

‏نوموړی وایي ده افغانستان کې د جګړې ختمولو انتخاب وکړ او ټینګ پرې ولاړ دی او تردې وروسته هېڅکله افغانستان ته په نظامي لحاظ نه ستنېږي.

‏د امریکا ولسمشر ویلي دوی افغانستان ته د ملت جوړونې، حکومت جوړونې او مرکزي ډیموکراتیک دولت جوړولو لپاره نه وو تللي، بلکې هدف یې د اسامه بن لادن او القاعده ختمول وو.‌

‏نوموړی وایي دا مهال د امریکا داخلي امنیت تأمین دی، د دوی مخ ته د نړۍ سترې مسئلې پرتې دي،‌ چین او روسیه د دوی لپاره لوی خطر دي. نور ولې افغانستان کې پاتې شي؟ خو دا تېروتنه هیڅکله نور نه تکراروي او دا جګړه یې لا وختي باید ختمه کړې وای.

‏بایډن وایي د افغانستان د جګړې په اړه یې دوه انتخابه درلودل، یا به یې دا نه ختمېدونکې جګړه کوله چې نور امریکایان هم پکې ژوند له لاسه ورکړي او یا به یې ختموله.‌

‏بایډن وایي اشرف غني چې امریکا ته ورغلی و، پاک  ورسره غږیدلی و، ورته ویلي و، چې ادارې فساد ختم کړه، ملي اجماع رامنځ ته کړه او سوله وکړه چې یو مناسب جوړ جاړي ته سره ورسېږئ.

نوموړی وایي غني ورته ویلي و، چې جګړې ته پوره تیاری لري او افغان ځواکونه جګړه کولی شي.

: ‏خبرگزاری فرانسه گزارش می‌دهد که آلمان کمک‌های توسعه‌یی‌اش به افغانستان را، متوقف ساخته‌است.

: ‏دبیرکل ناتو می گوید که اکنون تمرکز اساسی ناتو به بیرون کردن کارمندان خود و همکاران ناتو است.

او می گوید که بسیاری از همکاران خود را از افغانستان بیرون کرده اند.

‏ینس استولتنبرگ دبیرکل ناتو می گوید که تحولات اخیر در افغانستان فاجعه آفرین است.

او می گوید که هدف آنان ماندن در افغانستان برای همیش نبود.

: ‏د فرانسې خبري اژانس داسې رپوټ خپور کړی، چې ترکیې نن ویلي، پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته، نړۍوالې ټولنې ته د طالبانو د مثبتو پیغامونو هرکلی کوي.

‏د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي:"موږ د طالبانو د هغو مثبتو پیغامونو هرکلی کوو، چې بهرنیانو، ډېپلوماټیکو استازو او خپلو خلکو ته یې ورکړي دي. موږ تمه لرو چې دا پیغامونه عملي ووینو."

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک